اوله برخه
بل ځای په قرآنکریم کی د(کن) دکلمې په هکله فرمایی:
إِنَّمآ إَمرُهُ إِذآ إَرادَشیئًا إَن یَقُولَ لَهُ کُن فَیَکُونُ(سورت یاسین ۸۲)
بېشکه همداخبره ده چې امرحکم دالله هرکله چې اراده وفرمایی (دپیداکولو) دیوه شی دادی چې وفرمایی هغه ته چې (جوړ) شه نوهغه (جوړ) شی.
زه به دبایبل حواله درکړم چې ولی وهغه چاته چې نه پلارلری اونه هم مورلری اونه هم مرګ لری خدای نه وایاست؟ (نعوذباالله)
ملک صدق نه پلارلری نه موراونه هم دپلارنیکه اوهم دهغه پیدایښت اونه هم دمرګ معلومات شته. (عبرانیان ۷: ۳-۴)
همداسی حضرت آدم علیه السلام ته ولی دخدای زوی نه بولی چې نه ئې موروه اونه ئې پلاروو؟
همداسی په قرآنکریم کی دروح توری دحضرت آدم علیه السلام لپاره هم استعمال شوی دی نوپه دې سره حضرت آدم علیه السلام دخدای ځوی شو؟؟؟؟ العیاذ باالله،
قرآنکریم دحضرت آدم علیه السلام دروح په هکله وایی:
فاذاسویته ونفخت فیه من روحی فقعواله سجدین الحجر(۲۹)  
 
ژباړه: اوکله چې برابرمی کړدغه(بشر) اوپومی کړ په ده کښې له روح خپل(اودی پرې ژوندی شو)نوپرېوځی تاسی ده ته په دې حال کښې چې سجده کوونکی ئې.
قرآنکریم دحضرت عیسی علیه السلام په هکله فرمایی:
تِلکَ الرُّسُلُ فَضَّلنَا بَعضَهُم عَلَی بَعضٍ مِّنهُم مَّن کلَمَ اللهُ وَرَفَعَ بَعضَهُم دَرَجاتٍ وَءَاتَینَا عیسی ابنَ مَریَمَ البَیِّنتِ وأَیَّدنهُ بِرُوحِ القُدُسِ وَلَوشآ‌ءاللهُ ماَاقتَتَل الَّذینَ مِن بَعدِمَاجآ‌‌ءتهُمُ البَیِّنتِ ولکنِ اختَلَفُوفَمِنهُم مَّن امَنَ وَ مِنهُم مَّن کَفَرَ وَلَوشآءاللهُ مَااقتَتَلُواولکنَّ اللهَ یَفعَلُ مَایُرِیدُ   (البقره ۲۵۳)
ژباړه:داټول رسولان (چې له آدم ترمحمده پوری یادشول)فضیلت ورکړی دی مو‌‌ږځینی ددوی ته پرځینونوروځینی له دوی څخه هغه دی چې کلام کړی دی الله (له دوی سره چې آدم ، موسی اومحمد دی) اوپورته کړی ئې دی ځینوددوی ته درجې (لکه محمد)اوموږورکړی دی عیسی ځوی دمریمې ته ښکاره معجزې اومرسته موکړېده دده په روح القدس(جبرائیل) سره.
دحضرت موسی علیه السلام سره د(کلیم الله) تور ی راځی یعنی هغه پېغمبرچې دخدای سره ئې خبرې کولې نوددې مطلب دانه چې بل پېغمبرنودالله سره خبرې نه دی کړي، یالکه دحضرت ابراهیم علیه السلام سره چې د(خلیل الله )توری راځی چې معنی ئې داده چې دالله دوست دی نوددې معنی دانه ده چې نعوذباالله دانورپېغمبران ئې دښمنان وه؛ بلکې دادهرپېغمرلپاره بېل توری اوکلمات دی.
الله جل جلاله دحضرت عیسی علیه السلام اودبی بی مریمې رضی الله عنهادالوهیت دردپه هکله وایی:
ماالمَسِیحُ ابنُ مَریَمَ إِلارَسُولٌ قَدخَلَت مِن قَبلِهِ الُّرسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّیقةٌ کَانَایَأ کُلَانِ الطَّعَامَ اُنظُرکَیفَ نُبَیَّنُ لَهُم لأَیتِ ثُمَّ انظُر أَنَّی یُؤفَکُونَ (المائدة (۷۵)
ژباړه:نه دی مسیح زوی دمریمې مګریورسول دی په تحقیق سره له مخکی تېرشوی دي نوررسولان اومورئې(بی بی مریمه) ریښتنې(ښځه ) وه، اودوی دواړو(دنوروانسانانوپه شان) خوراک کاوه، وګوره موږڅنګه دتوحیددلایل بیانوواوبیاوګوره دوی (څنګه دحقیقت) ګرځول کیږي.
په دې ایات شریف کی په څرګنده ډول سره معلومیږی چې دوی خدایان نه وه داځکه چې هرهغه څوک چې خوراک کوی دادخدای ځانګړتیانه ده،لومړی دوی مخلوق وه، دوهم دوی انساني ټول حاجات درلودل دریم داچې الله وایی تاسی ورته وګوری داڅنګه خدای کېدلای شی، داموڅه پرعقل باندی دجهل اوناپوهۍ پردې لګېدلی دي اوبل داچې دوی په خپل ژوندکی وهیچاته نه دی ویلی چې زموږعبادت وکی اوموږ(العیاذباالله) خدایان یو؛ ددې ثبوت دبایبل په هیڅ ورژن کی نشته اوقرآنکریم داسی وایی:
وَ إِذقَالَ اللهُ یعیسی ابنَ مَریَمَءَانتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِی وأُمِّیَ إِلهَین ِ مِن دُونِ اللهِ قَالَ سُبحَنک مَایَکُونُ لِی أِن أَقُولَ مَالَیسَ لِی بِحَقٍّ إِن کُنتُ قُلتُهُ فَقَد عَلِمتَهُ تَعلَمُ مَافِی نَفسِی وَلآأعلَمُ مَافِی نَفسِکَ إِنَّک أَنتَ عَلّم الغُیُوبِ
    (المائدة ۱۱۶)
ژباړه:اوکله چې الله دمریمې زوی عیسی ته وویل: ایاتاخلکوته ویلی ووچې له الله پرته مااوزمامورپه معبودیت ونیسی؟ عیسی وویل: ته سپېڅلی ئې ماته نه ښایی چې داسی خبره وکړم چې دویلوحق ئې نه لرم، که ماداسی ویلی وای نوهرومروبه تاته معلومه وای، تاته هغه څه چې زماپه نفس کی دي معلوم دی اوزه په هغه څه نه پوهېږم چې ستاپه ذات کښې دي بېشکه همداته ئې چې پټ رازونه درته ښه معلوم دی.
اوس ته اوټوله عیسایی نړۍ دی قضاوت وکړی چې په کوم ثبوت سره تاسی حضرت عیسی علیه السلام اودده مورخدایان بولی.
داچې تاسی عرب یاست اوپه قرآنکریم پوهیږی اوزموږ سره په قرآن دلایل وایاست نوځکه می دقرآنکریم ایاتونه درته بیان کړل.
زه ودې ته حاضریم چې په لاندیوموضوعګانودرسره مناظره وکړم:
۱: ایاعیسی علیه السلام خدای دی؟
۲: ایابایبل دخدای کتاب دی؟
۳: ایاعیسی علیه السلام صلیب شو؟
۴: تثلث تخیل دی که حقیقت؟
۵: ایادیوه ګناه بل پروږواخیستلای شی؟
۶: دګناهونوکفاره اودحقیقت ئې
یادونه:دبایبل چې کومې حوالې ماورکړیدی هغه می دکینګ جیمزبایبل څخه ورکړیدی ،دایادونه په دې کوم چې په اوسمهال کی هم دوه بایبله یوشانته نه دی نوځکه دبایبل نوم،دنشرځای اودچاپ ځای ئې اړین دی.
دوهمه برخه
ژباړن: شاکر جلالي
اوله برخه
زه يوه عيسوۍ دينداره نجلۍ وم او زمونږ کورنۍ هم ټوله دينداره وه د اسلام او مسلمانانو په اړه هيڅ نه پوهېدم تر دې چې د څلوېښتو کالو په عمر مسلمانه شوم.
دا ټول د الله تعالي رحم و چې د ثنا او ستاېلو وړ دى او همده ته شکر ادا کوم چې ماته ئې د هدايت لار راوښودله که څومره هم زه خپله کيسه لوستونکو ته وړاندې کړم بيا هم نه ستړې کېږمه ‌او نوره هم د خوښۍ احساس کوم دا تاسې او دا زما کيسه:
زه د امريکا د اوکوهالم په ښار کې زېږېدلې او په يوه عيسوي کورنۍ کې لويه شوم زمونږ کورنۍ ډېره دينداره وه مور هر وخت کوښښ کاوه چې ماله بدو او ناوړه ملګرو ځنې وژغوري په اونۍ کې به مونږ درې ځله کليسا ته تللو.
الله تعالى په خورا ډيره ښکلې کورنۍ کې لويه کړمه چيرته چې نه شراب ول نه سګريټ ول نه قمار خپل ديني امورو ته ډيرپابندولو ما تقريبا ټول بايبل زده کړى و.
زما نيکه د کليسا يو راهب و ما ډير ښکلي اواز درلود چي هر وخت به ما د کليسا ميوزيک ويلي او د خپل ټولي مشري به مي کوله تر دي پوري چي ما لومړي د اسلام نوم واوريد او د لومړي مسلمان سره خبري وکړي چي هغه هم د پوهنتون محصل و پدې وخت کي زه 49 کلنه او د کليسا يو له فعالو غړو څخه وم.
ما زياته مطالعه کوله تردي پوري چي له ما سره زيات سوالونه پيدا شول او همدغه سوالونه چي زه ئي ورو ، ورو اسلام ته نږدي کړم چيرته چي ما مطالعه کوله هلته په عام ډول د نورو مذاهبو په اړه معلومات نه ول او په ځانګړي ډول د اسلام په اړه خو هيڅ نه ول ما غوښتل چي تر دولسم وروسته پوهنتون هم شروع کړم مګر مور ته مي پلار طلاق ورکړ او زه مجبور شوم چي نور نو کار وکړم او درس پريږدم.
په کومه ليسه کي چي ما درس ويلي هلته نړيوال شاګردان نه ول په ځانګړي ډول مسلمانان بلاخره ما واده وکړ او اولادونه پيدا شول وروسته ئي طلاقه کړم بيا مي واده وکړ بيا ئي طلاقه کړم.
د ځينو ملګرو او کورنۍ د غړيو په تشويق سره د (ټولسي) په پوهنتون کي به مي تراني او غزلي ويلي او تر څنګ ئي ما مطالعه هم شروع کړه دا لومړي ځل و چي ما د مسلمانانو په اړه معلومات لاسته راوړل او د محمد صلي الله عليه و سلم په باره کي لږه پوه شوم  چې مسلمانانو ته يې د محمديانو نوم ورکړى و مګر اوس پوه شوم چې دا محمديان نه بلکې مسلمانان دي.
د پوهنتون ترڅنګ په لېسې کې هم استاده شوم او هلته مې د رسم الخط درس ورکاوه په دې لېسه کې ٩٠ مالېزيايان شاګردان وو د دوي له ښو اخلاقو څخه ډېره متاثره شوم د دوي کړه وړه پخپلو منځو کې د دوي لمونځ چې پنځه وخته په خپل وخت کې به يې کاوه.
دوي به تور حجابونه اغوستل ما فکر کاوه چې دا فقط د دوي رسم او رواج دى نور څه نه دي اوس په دې پوهه شوم چې دا د الله تعالى د ساتنې او حفاظت لاره ده.
کلونه وروسته ماته ډېرې ستونزې پيدا شوې يو له هغو څخه سر دردي وه چې د دې لپاره مې ډېرې قوي قوي دواګانې وخوړې او ډېر وخت به مي په بستره کې تېرولو وخت په تېرېدو سره نور هم سردردي زياتېده او ما دوا خوړل هم پرېښودل شپه او ورځ به بستره کې پرته وم بالاخره لېسه مې هم پرېښوده.
کله چې زه لېسې ته ورنغلم نو مالېزيايي شاګردانې زما پوښتنې ته راغلې او خپل اسلامي اخلاق يې راته ښکاره کړل کله چې به دوي راتلل نو زه به ويده وم نو بېرته به لاړلې او ماته به يې يوه ورقه پرېښوده او چې به راويښه شوم نو دوي به ارام ناست او يا ځينو راته سوپ (شوربا) جوړاوه زه چې به کوم ځاى کې اوسېدم کليسا راسره ډېره نږدې وه دوه کاله ما مسلسله ناروغي تېره کړه خو د کليسا څخه يو کس زما عيادت ته رانغى.
پداسي سختو حالاتو کي چي له ماسره پيسي هم نه وي يوه ورځ يوه ملګري د تليفون پر ليکه پوښتنه وکړه او يو ملګري کور ته راغي چي ددې راتگ بيلګه هم داسي وه لکه چي زما په زړه کي سيخ وهل.
ما خداي(ج) ته ډيري دعا ګاني وکړي چي زما سردردي لري کړي چي لدي قوي دوا ګانو څخه خلاصه شم.
ما خداي جل جلاله ته وژړل ...زاري مي وکړه ...او دعاګاني وکړي خو سردردي مي ختم نشوه لدي سره سره نوري ستونزي هم منځ ته راغلي زما پيسي خلاصي شوي چي د کور کرايه ورکړم زما سره مي زوي اوسيدلو له ماسره ئي هيڅ کومک نکولو تر دي چي هغه هم کور پريښود او له خپلو ملګرو سره اوسيده.
او ما دا توان هم نه درلود چي يو وړوکي کور هم په کرايه کړم يو له ځامنو مي راته وويل چي له ماسره به اوسيږي خو زما د کوټي په پس خاني کي چيرته چي به يي خپل بيکاره شيان اچول او دا يي هم ويل چي زما له سودا څخه به هيڅ نورې فقط کولاي شي چي پدي پس خاني کي ژوند وکړي او دا مهال په امريکا کي د ژمي سختي شپي او ورځې وې.
يوه ورځ ما له يوه شاګردي څخه پوښتنه وکړه چي د اسلام په اړه معلومات راکړي او هغې وويل چي زه يي په اړه پوره معلومات نلرم بل کس به درته راوړم او بل مسلمان يي راووست چي محمود نوميده.
او د ځينو پوښتنو ځوابونه يي راکړل په دوهمه ورځ محمود يو بل کس راووست چي سيف نوميده او له يمن څخه و او دوي دواړو زما سوالونه ځواب کړل تردي لږ وروسته ئي خالد او عمار راوستل چي يو يي له عمان او بل يي د اماراتو څخه و دوي به هره ورځ راتلل زه د دغو مسلمانانو له اخلاقو څخه زښت زيات متاثره شوم چي د دوي اخلاق او د هغو ماليزيايي شاګردانو تر منځ توپير نه درلود.
او ددي تر څنګ ددي عربانو او ماليزيايي شاګردانو تر منځ مينه او محبت زه پدي پوه کړم چي دا د دوي رسم او رواج نه بلکي دا ددوي دين دي چي دوي يې دومره سره نږدي کړي.
ما هم غوښتل چي له دوي سره همداسي مينه وکړم څرنګه چي دوي پخپلو منځو کي يو له بل سره کوي.
وروسته زه پدي پوه شوم چي دا د الله تعالي له ما سره محبت و چي د دوي له لاري يې راپيرزو کړي و او دا د الله تعالى رحم و پر ما باندي    سبحان الله
ما هر وخت غوښتل چي د اسلام په اړه نوي معلومات لاسته راوړم  ماته ئي يو کتاب راکړ چي ليکوال ئي جمال بدوي نوميده د کتاب نوم د ښځي ارزښت په اسلام کي لدي کتاب څخه ډير څه لاسته راوړلو د اسلام په اړه د محمد صلي الله عليه و سلم له يوه حديث څخه ډيره متاثره شوم چي د والدينو دحقوقو په اړه دري ځله ئي مور ويلي او څلورم ځل ئي پلار ياد کړى.
ددي تر څنګ پدي هم پوه شوم چي ښځه څومره لوړ مقام لري د مسلمانانو تر منځ او هغه د غربيانو دعوي باطلي دي.
سيف ډير زيات محتاط او باحکمت انسان و هغه هيڅکله هم ماته ندي ويلي چي عيسويت پريږده او راشه مسلمانه شه لومړي هغه زما د ټولو پوښتنو ځوابونه راکړل يوه ورځ ما ورته وويل چي انګليسي قرانکريم راته راوړي سيف راته ځواب راکړ چي قرانکريم هيڅکله هم په انګليسي نه اوړي ځکه چي هغه د الله تعالي پاک کلام دي او دهغي معنا يا ترجمه په انګليسي ژبه پيدا کيږي زه به ئي درته راوړم.
سبا ورځ ماته ئې د يوه ښائسته چاپ قرانکريم راوړ چي ترجمه او تفسير ئي احمد يوسف علي کړي.
سيف ماته ډير نصيحت وکړ چي بايد لاسونه ومنځي پاک ځاي کې يې کيږدي د پاسه ئي بل څه پري کينږدي کله چي تشناب ته ځي بايد له ځان سره يونسې کله چي لوستل ئي پيل کوي نو بايد بسم الله ولولې.
ما چي لومړي څه زده کړل هغه دا وو چي قرانکريم د الله تعالي کتاب دي پدي کي هيڅ تغير ندي راغلي او تر قيامته پوري به تغير نه مومي بايد احترام ئي وکړم.
ما بايبل ډير لوستي دى اما کوم تائثير يي راباندي ندرلود مختلف بايبل مختلف ليکوالان درلودل د بايبل په هيڅ ځاي کي هم داسي ندي راغلي چي د الله تعالي خبري پکي پيدا کړم بالعکس کله چي ما قرانکريم لوستلو نو پري پوهيدم چې پرې کې څومره تاثير نغښتي دىڅومره رعب لري.
نور بيا...
دریمه برخه
د یوې یهودۍ پیغلې اسلام راوړلو اسرائیل ولړزول

په اسرائیلو کي یوي یهودۍ پیغلي د اسلام سپیڅلی دین و مانه او خپل اسلام یي اعلان کړ ، دي کار په یهودي ټولنه کي یو ډول تاوده بحثونه او لانجي را وپارولي ، په تیره بیا وروسته تر هغه چي د اسرائیلو د ( یدیعوت احرونوت ) ورځپاڼي په خپله لومړۍ پاڼه د نوموړي پیغلي تصویر چاپ کړ او د هغي د اسلام راوړلو خبر یي ورکړ .

یادي خپروني له مسلماني شوي پیغلي څخه چي نو م یي نه دی یاد شوي او یواځي په ( جي ) سره اشاره ورته شوي ، د هغي دا قول نقل کړی دی : له کله نه چي د اسلام په دین مشرفه شوي یم د یو ډول سکون او آرام احساس کوم ځکه دا ډیر ښکلی او خوندور دین دی .

څیړونکي په دي باور دي چي د هر کال په تیرویدو سره په اسرائیلو کي د هغو یهودو شمیر مخ په ډیرودو دی چي مسلمانان کیږي ، په تیره بیا په وروستیو پنځو کلونو کي ، چي صهیوني چارواکي یي په غوغا کړي دي چي په دي کار سره یي په اشغال شوي فلسطین کي د یهودیانو د اکثریت ګرزولو هڅي له سخت ګواښ سره مخامخ شوي دي .

همدا راز د ( معاریف ) په نامه ورځپاڼي لیکلي دي : دوی د اسرائیلو د کورنیو چارو له وزارات څخه داسي رسمي شمیري تر لاسه کړي دي چي ښیي چي په وروستیو پنځو کلونو کي د مختلفو ټولنو په سل ګونو اسرائیلو د اسلام منل اعلان کړي دي .

یاده خپرونه زیاتوي چي : د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو تر مینځ د اسرائیلو د عدلیي وزارت د ۳۰۶ تنو اسرائیلو داسي غوښتني تر لاسه کړي دي چي هغوی د خپل دین د بدلولو په اړه ور کړي دي او پکي ۲۴۹ تنو یي د دوی له لوري د اسلام د منلو اعلان کړی دی ، په داسي حال کي یواځي ۴۸ تنو یي د عیسویت د منلو یادونه کړي ده .

د ( تر ابده دي اسرائلي کورنۍ وي ) په نامه د یوي یهودي ټولني ( چي اسلام ته د یهودو له اوړیدلو سره مبارزه کوي ) یوي سرچیني ویلي دي : په حقیقت کي وضعه تر دي ډیره خطر ناکه ده او دا کار ډیر ځوروونکی دی .

دوی ټینګار کوي چي : هغه شمیري چي نوموړي ورځپاڼي د اسرائیلو د عدلیي وزارت د احصائیي له مخي ورکړي دي اصل تریخ حقیقت نه څرګندوي ، په دي ډول چي سلګونو اسرائیلو خپل دین بدل کړی دی او له یهودیت څخه د اسلام او یا هم د مسیحیت په لور اوښتي دي بي له دي چي د عدلیي وزارت ته یي په رسمي ډول مراجعه کړي وي .