ستر سوال ځوا ب شو دو یمه برخه ( 2 )
ستر سوال ځوا ب شو دو یمه برخه ( 2 )
ستر سوال ځوا ب شو!
پوښتنه : لومړی : ځینې خلګ پوښتنه کوي چې موږ خو د کافرانو چوپړ له دې امله وهو چې اصحابو او دهغو میرمنو هم دخپلو اړتیاوو د پوره کولو په منظور دکافرانو مزدوري کړې ده ؟ دویم : ځینې خلګ داسي دلیل وړاندي کوي چې مونږ خو غريب خلګ يو , د بچېانو رزق او روزي را دغاړي ده , هیواد مو وچکالۍ ځپلی دی ، مزدوري نشته ، د زمکو عایدات نه لرو ، نو د مجبوريت لمخه دکافرانو چوپړ وهو چې له همدې لاري د خپلو بچو لپاره څه لاسته راوړو ؟
ځواب : دلومړۍ پوښتني ځواب دادی چې اصحابو او دهغوی میرمنو رضی الله عنهم هیڅکله داسي مزدوري نه ده کړې چې په هغه کې د اسلام سپېڅلي دین ارزښتونوته سپکاوی وي ، اصحاب رضی الله عنهم هیڅکله دین ، عزت ، ناموس او هیواد فروش نه وو ، دا خو داسي سوال دی چې د او سنیو دین فروشانو کړني د اصحابو له سپېڅلي کردار سره پرتله کول دي او په اصحابو باندي د لوی طعن ویلو معنا لري ، دا خو داسي خبري دي لکه څوک چې یې په خوب تللو ویدو خلګوته په خطاب کې وایې ، ځکه تاسي د خبر پاڼو ، راډیو ټلویزنونو، او ویب سایټونو له خبر نګارانو او جرنالستانو څخه معلومات واخلی چې کفري مؤسساتو او دیرغلګرو تر مخامخ تخنیکي ماشین لاندي ، زړه راښکونکي ډېر ښایسته عنوانونه یې ورکړي دي چې تردې ښایسته عنوان لاندي خلګوته ترغیب ورکړي ، او خلګ په همدې نومونو باندي جلب اوجذب کړي : د کار د زده کولو مؤسسه ، د طبي روزني مرکز ، د تعلیمي چارو د روزني مرکز ، د هنرمندانو پوهنځی ، د ملي اوردو او ملي پولیسو د روزني پروژه ، د ورزش کارانو د روزني پروژه او دلوبو روزني څانګه ، د کار پیداکولو پروژه ، په همدې پلمه په همدې نومونو له افغاني ناموس سره د فزي د پرېکولو لوبي رواني دي ، دبېلګي په توګه ورشئ د تاند په نوم ویب پاڼي آرشیف وپلټی ، تر دې عنوان ( د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم د غوړېدو په حال کې دی Thursday, 02.10.2011, 02:19am (GMT) لاندي به هغه تصویرونه وګورﺉ چې خپله دوی ترې اخیستي او نشر کړي چې افغاني میرمني له امریکایې لنډغرو سره په کوم حال او کیفیت کې دي او په افغاني عزت ناموس باندي څه ډول ډرامې او لوبي تراجراء لاندي نیول شوې دي ؟ په اسلامي هیواد او اسلامي تقوی پاله ټولنه کې داسي کړو وړو ته په کومه سترګه کتل کېدای شي !!! ایا اصحابو داسي مزدورﺉ کړې وې ؟ دا ټولي سړې پلمې دي چې اوبه خړوي ماهیان پکښې نیسي .
د دویم سوال ځواب دادی : لومړی دا وایم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وصيت كړى دى كله چې ستاسو رزق كم شي نو د الله جل جلاله د عبادت او اتباع په لاره كې یې وغواړئ , په ګناه كې روزى مه غواړئ , دویم دا چې تاسي که له دوی سره کار وکړﺉ نو ددې کار په سلو کې یوه برخه ګټه ستاسي او نهـ نوي ګټي د دوی لاسته لوېږي ، د کافرانو مټي پرې غښتلې کیږي ، د دوی واک غځولو ته وده ورکوي ، د نوک پرځای بیا سوک ځایه وي ، دوی غواړي چې شناخت ، اړیکي وغځوي ، آن د افغاني کورونو انګړته ځانونه ورسوي ، هملته ځانو ته ځایونه پیدا کړي ، له هغه وروسته د دوی داهدافو دروازې بیا ډالر ورته خلاصه وي ، ډالر د آهن روبا ( مقناطس ) تبعیت لري هرڅه ځانته را کښکاږلی شي ، داسي کولای شي چې خواخوږي ، جاسوسان ، پیره داران ، دین فروشان ، ناموس فروشان ، وطن فروشان ، داټول په ظرفیت د یوڅو ورځوکې پیدا کړي ، نو د دوی مټي ستاسي کار ورغښتلې کړې ، دا په شرع کې د دوی ملاتړ ګڼل کیږي ، حرام ناروا ، او نه بخښونکی جرم دی ، دا خو هسي بې بنسټه او بې مفهومه ساړه دلائل دي چې هغوى يې د ځان دګټي لپاره په کار اچوي ، ځکه د خدای جل جلاله د روزی پراخ د سترخوان یوازي د امريكايانو په لکۍ پوري ځوړند دی بل ځای رزق او روزي نشي پیدا کېدلای ؟ چې دا یهودي لنډغر نه وو راغلي تاسي څه خوړل ؟ چې دوی ولاړشي بیا تاسوته رزق څوک درکوي څوک مو پالي ، دمور په رحیم کې چا پاللې وﺉ ، هملته هم ستاسي روزي رسان دغه یهودیان وو ؟ نور اولسونه چې د امریکا یانو په لکیو پسي یې لاسونه نه دي نیولي هغه څه کوي څه خوري ؟ اوس که یو څوک په لیږو وسایلو ، په لیږو روپیو, په لیږو جایدادونو صبر او قناعت نه کوي , ډېري روپۍ غواړي ددې په بدل کې ایمان ، وطن ، ناموس دا هرڅه خرڅوي خو چې روپۍ لاسته ورشي , نو ایا موږ به هغه ته اجازه ورکوو ؟ ایا هغه به خپلي مخي ته پرېږدو ؟ ایا د ده دا مجبوریت او عذر چې ډېره هستي بل ځای نه پیدا کیږي د شرع او عقل په چوکاټ کې قبول او داعتبار وړ وګڼو ؟ نه نه هیڅکله د دوی دا عذرونه شرع ته د اعتبار وړ نه دي ، كه د دوى دغه دلائلو ته د شرع يا د عقل لمخه په یو وخت کې هم اعتبار وركړل شوى واى نو بيا خو غلاء ، داړه ماري ، زنا، لواطة ، شراب خوري او داسي نور دا ټول جرمونه به خلګ کوي بیا به وايې چې مونږ يې د مجبوريت له امله كوو , نو خلګ بيا لېوني دي چې په قطاع الطريق يا په غلو باندي مقدمې او دوسيې چلوي , يا زناكاران , لوطيان مجرمان ګڼي د شرعي عدالت منګولوته یې را کاږي ، ځكه هغوى ټول دمجبوريت له امله دا كارونه كوي ؟ نو له همدې څخه څرګنده شوه چې په اصل كې هيچا ته داسي عذر په لاس نشي ورتللای چې شرع ته دقبول وړوي نو ځكه هرمسلمان ته لازم ده چې اسلام ته تر هرڅه زيات ارزښت ور كړي هسي په بې هوده خبرو دي نه غولیږي او نه دي يو بل په دې شيطاني جال كې ښکېلوي دا ټول شيطاني حركات او فكرونه دي چې دوى د شيطان اكبر غربي يهوديانو په جال کې ښکېوځي .
اقول قولي هذا ونفوض امورنا الی الله .