باب الشفعـــــــــــــــــــــــة

*عن جابربن عبدالله قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من کان له شریک فی ربعة اونخل فلیس له ان یبیع حتی یوذن شریکه فان رضی اخذوان کره ترک ۱- دشفعــــی لغـــــوی معنــــی ۲- اصطلاحـــــی معنـی ۳- اودشفعی په مشــروعیت جوازکی حکمت څه دی – شفع لغت عربی کی له شفِع نه اخستی شوی ده شفعَ ضَم ته ویلی کیږ ی دی وجـی نه واحد ته وَتر وائی دوته شفعَ وائی – ځکه دیکی ضم العددالی العددوی په اصطلاح دشریعت کی شفع ویلی کــــیږی حقُ تملک البُقعه المشتراة بما قامَ علی المشتری مِن عـــوضٍ مالییٍ بسب الشرکة عی الجوار – ستا دکـــور څنګ کی یو سړی کور خرڅ کړو تاته شریعت داحق درکړی چی داکومه حصه ستا ګاونډی یا شریکـــی خرڅ کړه ددی ځــــان مالک کړی چه پیسی ورکړی خو په هغو پیسو ځان مالک کړی چه مشتری څو په ۱۰۰۰ واخست تاته داحـق دی ددغه کور ځان ما لک کړه هغه مشتری اخستی مشتری ته پیسی ورکـــړه کور واخله – حق تملک البُقعه المشــتراه شفیع دمشتری دملِک نشی مالک کیدی – هغه ته شریعت حق ورکړی – مشتراة قید – یو سړی ته ځـمکه میراث کـــی پاتی شوه یا چاورته وبخښله خیراتی ئی ورکړه په هغی شفع نسته شفع په هغه ځمــکه ده چی واخستلی شـــی بماقامَ علی المشتری په هغومره روپو چی مشتری ته پریوتی دی من عـوض مالیٍ که په بلـــی طـــریقی سره حاصل شوی وی بیاهم شفعه نشی کولی – ښځی له خاوند مهر کی کور ورکړو ښځی خاوند نه کور واخست په بدل کی خپله بضعه ورکړه پدی څوک شفع نشی کولی ځکه مال ئی پدی کورندی ورکړی من عوض مالیٍ نده چه پیسی دی یا یو سړی بل عمداً مړکړ ولی المقتول پورته شوقاتل ته وویل ځمکه راکړه معاف بدی کړم قاتل ورلره ځمـــکه ورکړه پدی هم شفعه نه کیږی ځکه دی ځمکی بدل کی مال ندی ورکړل شوی دی بدل کی وینه پریښودل شــوی نو بما قامَ علی المشتری په بدله دهغه کی چه کوم مال باندی چه مشتری ته پریوتی دی مِن عوض مالییٍ سبب الشــرکة والجوار شفعه هرځای کی نه کیږی صرف دوځایونوکی کیږی یو هغه ځــــای کـــی چی داشفیع ددغه مشتری سره شریک وی او دویم هلته چی جَواروی شرکت بیا دوه قسمه دی شـــــرکت فی نفس المبیع شرکت فی حقوق المبیع – شرکت فی نفس المبیع کوردی ددو ورڼو شریک دی تقسیم شوی ندی یو پورته شو نیم ئی خرڅ کړو دی بل ته حـق دی – چی دی نیم کی شفع وکـــړی سبب شرکت دی هکذا ځمکه دیته شرکت فی نفس المبیع وائــی دویم شرکت فی الحقوق کور شو پټــی شو ددی دوه حقــــــه دی یو لار (لیاره) دویم مَسِیل اوس دی کورکی اوبه نوی لښتی پکاردی – یاکورته لارنوی په کومه به ځی اوس ددو کورنو لار یوه ده یو خرڅ شو بل شفعه پی کَوَی شی ځکه شریک فــی الطریق دی یا دوه کورنوته یو دابو لښتی راغلی یا دوپټی دی دیو لښتی بیاله نه اوبه کیږی یو خرڅ شو بل شفع پــی کولی شی – داشرکت په حقوق دمبیعی دریم اَوالجوار – یا په سبب د ګاونډیتوب مثلاً داکوردی – دی شــرقی جانب ته کور لګیدلی دهغه لارپورته ده- ددی – دی طرف ته لاری جُــدا دی اوبه ئی ځان ته دی – اوس مشرقـــی جانب کورخرڅ شو دی پی شفعه کوی شی دیته شرکت الجوار وائـی – دی شفعی سره دپښتنو شفعه ووته – دپښتانه شفعـه نسب سره دی اوس حکمت په مشروعیت دشفعی – شریعت ولی داشفعه مقرره کړی – نو شریعت چی شفعه مقرره کړی له وجی د دفع دضرر الجوار – ځکه ستا دکور په پاټنر(شریک) راغی یا دځمـکی هغه مُفسِد ســــړی دی غل دی زانی دی هر وخت به تری پریشانه ئـــی  داکوربه پریښودی نشی چی بل چَرته لاړشی نو شریعت وائی چی ته پی شفعـه وکړه ته ئی واخله – اودی چی بل وطن نه راغلی بیا دی وطن ته لاړشی څه تندرپی راغورځی پیسی ئی ورکړه – اوکـه شفعه ونشی دی غریب به آبائی وطن نه تښتی – اود جوار نه ډیرضررونه میلاویږی(پیداکیږی )داد شــــفعی لغوی اصطلاحی تعریف اوحکمت داحادیثو وضاحت – من کان له شریک فی ربعة – ربعه اصل کی هغه کـــورته وائــی چی خلک پکی موسم ربیع(پسرلی)کی پاته کیږی دعربو به دری قسمه کــورونه وو. دژمی به ځان له کور وو سختی ګرمی کی به ځان له کوروو. اوموسم ربیع به هلته کورووچَرته چی هوا به معتـدله وه – وروسته دربعی اطلاق په هرکورکیږی اونخل ذکر دحال مرادتری محل دی – یا باغ دکجوروی- عن جابر قال قضی رسول الله ۖ بالشـفعة فی کل شرکة ای فی کل مشترک لم تُقسِم ربعة اوحائـــط – اوس دیکی مسئله ده اوس داشفعه صرف په غیر منقولـــی کــی کیږی لکه ځمکه کورباغ اویاپه منقولی کی هم کیږی دوکسانو منځ کی ګاډی(موتر) شریک دی دابه شریک داســی نور منقولـی – یو خرڅوی بل شفعَ پی کوی شی کنه ائمه اربعه پدی متفق دی چی صرف شفعه غیر منقولی کـــــی کیږی اومنقولاتو کی شفعه نه کیږی لکه دواب وغیره – دعلاّمه ابن حزم رایه داده چی شفعه په منقولی غیرمنقولـی دواړوکی کیږی هرشی چی دومنځ کی شریک وی بل پی شفعه کوی شی دعلاّمه ابن حزم دلیل داجمله –چی قضی رســول الله ۖ بالشفعه فی کل شرکة – منقولی وی که غیرمنقولی وی کُل – استغراق حقیقی دپاره راځی . دویــم ده دپاره روایت دجابر رضی الله عنه دی بخاری شریف کی به راشی عن جابرقال ان النبی صلی الله علیه وسلم قـضی فی الشفعه فی کُل مالم یُقسَم پورته ځمکه وی یاغیرځمکه جمهوردپاره دلیل یو روایت دجابررضی الله عنه ابــوداؤد کی به راشی قال رسول الله ۖ لاشفعة الاّ فی ربعة اوحائط دویم دلیل روایت دابوهُــریرة صاحب قال النبی ۖ لاشفعــة الاّ فی دارٍ اوعَقار دلته ادواة الحصر راغلی ددی حدیث نه ځــــواب دادی چی قضی بالشفعة فــی کل مشترک مشتـــرک نه مراد دلته ځمکه ده غیر منقولـــی ده قرینه دا وروسته دی لم تقسم ربعة اوحائط داتفسیــــر دی دماتَقَدَمَ- دادمشتـرک تفسیر دی چی هغه مشترک چی تقسیم شوی ندی لکه کور یا حائط – دلته تفسیرپه غیر منقولی سره شوی نه منقــــــولی – باقی دحدیث بخاری نه ځواب ان النبی ۖ قضی بالشفعه فی کل مالم یُقسم فی کل الخ داعام دی که منقولــــی وی یاغـیر منقولــــی مونږوایولږخو مخــکی تیر شه کنه شاته حدیث الفاظ دادی فاذا وُقعت الحدود وصُرفت الطروق فلاشفعـة – کله چی پُلی مقرر شوی ځمکه کی – لاری جداشوی فلاشفعه حدودپه غیر منقولی کی وی دایوه مسئله دویمه مسئله ددی حدیث متعلق داده پدی باندی دفقهاءُ اتفاق دی چی شریک فی نفس المبیع کـی حق دشفعی شته اوس شریک فـی الطریق شریک فـــی الشرب ته حـــق دشفعی شته کنه – پټی جُدا جُدا دی کورونه جدا جدادی باغونه جُداجُدا دی ددواړه کــورنو دباغونو لاریوه ده – یا دابو لښتــــی یودی دائمه ثلاثه مسلک دادی چـــی شریک فی الطریق والشرب ته حــق دشفعی نشته . علماء احناف په نزد حــــق دشفعی شته دوئمه دامسئله چـی جار ملاصق ته حق دشفعی شته کنه ستاکـــــور سره شرقی جانب ته کور لګیدلی دی لارجدا جدا دی هرڅه جدا جدا دی صرف اتصال دی ائمه ثلاثه وائی نشتـه احناف وائی شته نو دائمه ثلاثه په نزد شفع صرف په شریک فی المبیع کی ده شریک فی الحقوق چی لاراولښتی دی اوملاصق ددوی دلیل یو داحدیث چی قضی ۖ بالشفعه بکل شرکة لم تقسم – نو معلومه شوه چی شفعه په مشترک کــــورمشترک پټی کـــی ده دویم دبخاری روایت دجابر صاحب چی ان النبی ۖ قضی بالشفعه فی کل مالم یُقسم فاذاوقعت الحـــدود وصُرفت الطروق فلاشفع – علماء احناف دپاره دلیل چی شریک فی الحقوق ته حق دشفعــی شته یو روایت دجابر صاحب دی ابوداؤد کـــی به راشـــی عن جابر قال قال رسول الله ۖ الجار احق بالشفـعه الجار یین ینتظر بها(وان)کان غائب – اذاکان طریق هماواحد – داحدیث په اعتبار دعبارة النص دلالت کوی چی شریک فی الطریق ته حق دشفعی شته . نو هر کله چی شریک فی الطریق ته حـــق دشفعی راغلی نو په دلالت النــــص ددی حدیث سره شریک فی الشرب ته هـــم حق دشفعی راغی ځکه لکه دپټی نه بی لاری نفعه نشی اخستی – نودپټـــی نه بی لښتــی هم نفعه نشی اخستـــی . دا دلیل شوپدی باندی چـی شریک فی الحقوق ته حق دشفعی شته . اوس جارملاصــــق ته حق دشفعی شته ددی دلیل روایت دابو رافع دی بخاری کی به راشی نبی کریم ۖ فرمائی الجارُ اَحق بِسَبَبیِه – ګـــــاونډی دسبب قُرب حقداردی دویم دجابر صاحب ترمذی کتاب البیوع کی به راشی جارالداراحـــق بالدارالجار والارض – ګاونډی دکــور دګاونډی دکور اوځمکی مقدار دی – باقی ددی حدیث باب نه ځواب چی قضی بالشفعه بکل الشفـعه مالم تقسم نومونږ هم پدی قائل یو کور ځمکه تقسیم نوی پکی دشفعی حق شته – بخاری روایت نه ځواب چی قضی بالشفعه فی کل مالــــــم یقسم فاذاوقعت الحدود الخ فلاشفعه – یعنی فلا شفعة با لسبب الشرکة – بل مونږ دا وایو چی شریک فی نفس المبیــــع ته چـــی شریعت حـق دشفعی ورکړی دی دپاره چی ضررنه خلاص شی – نو ولی داشریک فــی الطریق شریک فــــی الشرب ته ضــرر نه میلاویږی – حدیث باب – لایحل له ان یبیع حتـی یؤذَنَ شریکه الخ – دیکی مسئله ده یو سړی دبیعی نه مخکی شفعه پریږدی مثلاً داکوردومنځ کی شــــریک دی یوئی خرڅوی بل ته وائـی ته دا اخلی کنه زه ئی  خرڅوم هغه وی زه ئی نه اخلم داشریک پورته شو خپله حصه ئی خرڅه کړه اوس بعد البیع دابل ورورپورته شو شفعه کوی شی کنه ائمه ثلاثه پدی متفق دی چــی شفعه کوی شی دامام احمد صاحب یو قـــــول دادی چی شفعه نشی کوی امام احمد بن حنبل دی جملی سره استـدلال نیسی چی لایحل له ان یبیع حتی یُؤذن شریکه فان شاء اخذ وان شاء ترک نو فاذابایع ولــم یؤذنه فهواحــق بشرکه نو معلومه شوه که خبرکړی وو او ده شفعه پریښـــوده بیا حقدارندی په مفهوم مخالف استدلال نِسی جمهورو دپاره دلیل دادی چی حق الشفعه بعد البیع ثابتږی نو ستا شریک کور نه ئی خرڅ کړی یاګاونډی – ته دشفعی حقدارنه ئی شفعه بعدالبیع ثابتیږی.

فرهنگ اسلامي