باب تحریم ثمنِ الکلب وحلوان الکاهن ومهرالبغی والنهی عن بیع السنور
باب تحریم ثمنِ الکلب وحلوان الکاهن ومهرالبغی والنهی عن بیع السنور
داباب دی په تحریم دپیسو دسپی کی اوپه اجرت دکاهن اوپه اجرت د زانیه کی اودبیعی دپشو.
دسپی خرڅول اوپدی سپی پیسی اخستل داجائز دی کنه دیکی مسئله ده دایمة ثلاثه مسلک دادی چه سپی خرڅول په ده باندی پیسی اخستل داحرام دی زمونږ دعلماء احناف مسلک دادی چی که چیری سپی مونږته منتفع به وو نفعـــه تری اخستی شی پدی شان ښکاری وو یادمالونو حفاظت ئی کاوه یادفصلونوحفاظت ئی کاوه یا دکورونو حفاظت ئی کاوه یانن صبا ډیرکاروونه تری اخستــــی شی غل معلومـــــول مینونه معلومول که چیری سپـــــی منتفع به وو دده خرڅــول پده باندی نفعه اخستل جائز دی دایمةالثلاثه دپاره دلیل داحدیث دباب چه رســـــول الله صلی الله علیه وسلم نهـــــی عن ثمــن الکلب نبی کریم ۖ منعه کړی دپیسو اخستل دسپی شاته باب کـــی چه څومره روایات النهی راروان دی پدی اســــتدلال نیسی زمونږ علماء احناف دپاره دلیل چی چه دسپـــی منتفع به خــــرڅـــول جائز دی یو روایت دجابررضی الله عـــنه دی چه نهی رسول الله ۖ عن ثمن الکلب والسنور الاکلب الصید استثنا راغلی چه ښکاری سپی باندی پیسی اخســــتی شی نومونږوایو چی داحدیث په عبارة النص سره ثابت شو چــــی د ښکاری سپــــی خرڅول جائزاونفعه پری روادی اوباقــــی منتفع به سپی په دلالت النص ددی حدیث سره ثابتیږی چه دښکاری سپی خرڅول جائز دی ځکـــه نفعه پری اخستی شی ښکاریوه نفعه ده اوس دادمالونو حفاظت اودفصلونودکـــورونوحفاظت داهــم نفعه دی نودمنتفع به سپی خرڅول جائز شو.دویم دلیل روایت دابو هریرة رضی الله عنه ده ترمذی کــــــی به راشی کتاب البیــوع کــــی نهی عن ثمن الکلب الا کلب الصید دریم دلیل علماء احناف دپاره روایت دابن عباس رضـی الله عنه چی اِنّ رسول الله ۖ رخّص فی ثمن کلب الصید – طریقه داستدلال داشوچه دسپی خــــرڅــول پدی دری احادیـثو سره جائز اوپه عبارة ددی اود نورومنتفـــــع به سپی په دلالت ددی احادیثو سره جائز شوبل دلیل علمـــــاء احنــاف دپاره هغه فیصله دعبدالله بن عمروبن العاص عــن عمروبن شعیب عن ابیه عن جّده انّه قضـــــی بثمن کلــب الصید قتله رجلٌ بأربعین درهماً دوهمه فیصله ئی بکلبٍ ماشیه بکبشٍ- یوکس دیو چادبیزو سپی مړکـــړی وو یوګډ سره ئی فیصله وکـړه – اوس حضرت عبدالله بن عمروبن العاص صاحب قاضی وودښکاری سپــــــی دپاره تاوان څلویشت روپی اوماشیی دحفاظت یوګــــډ وونواوس تاوان په هغه اخستـی یاورکوی شی چه مال متقـــــوم مملـــــوک وی نو معلومه شوه چه سپی مال متقوم دی تاوان پی اخستی شی اودکوم شــــی چی تاوان اخستی شی خرڅوی هم شی بـل دلیل علماء احناف دپاره هغه فیصله دعثمان ابــن عفان دی دحضـرت عثمان صاحب دورکــی یوســړی قیمتی سپی قتل کړی وو قاتل نه حضرت عثمان صاحب نه شل اوښان واخسـتل عن عثمان بن عفان انه اَجرم" تاوان" رجـــــلاً ثمن کلبٍ قتله عشرین بعیرا کلب دلته مطلق راغلی کــه کلب الصید وی یاکــلب ماشیئه اوشل اوښان په جرمانه دقتل دسپی نه معلومه شوه چی متقوم دی اودکــــــوم شی چـــــی تاوان اخستی شـــــی هغه خـــــرڅــــول هـــــم جائزدی دازمونږداحناف دلیل ده بل داسپی مال دی اومال دیته ویلی کیــــږی چی دانسان نه غــــــــیر وی اودانسان فائدی ته پیداوی اوس په سپو فائده ده کارکــــوی دمالــــونو حفاظت دفصلونو حفاظت کوی نو منتفع به شـــــــو اودادشریعت ظابطه ده چی هر منتفع به مال خرڅول جائزدی اوحدیث باب نه ځواب دادی چی نهی عن ثمن الکـلب یانورمتعلــق احادیث دااحادیث منسوخ دی داپه ابتداء داسلام حمل دی په ابتداء داسلام کی دسپو دقتل حکــم شوی وو دغـه زمانه کی دسپوخرڅول هم ممنوع وو ساتل هم ممنــــوع وو وروسته چی دسپواجازت میــــلاوشو خرڅول ئـی هـــم جائز شوداحدیث په ابتداء داسلام محمول دی بیا منسوخ دی یاځواب دادی چی دانهی نهی کراهت تنزیهـــــــــی دپاره دی مطلب دمسلمان شان سره دامناسب ندی چی سپی خرڅوی ومهرالبغی بغی زانی ته ویل کیږی مهر نه مــــــراد دلته اجرت دی اطلاق دمهرپی مجازاً شوی دی پدی دټولو فقهاءُ اتفاق دی چی یو ښځه زنا کوی اودی دپاسه اجـــــــرت اخلی داحرام دی وحلوان الکاهن حلوان هم ویلی کیږی اجرت اوشکرانی ته کاهن ویل کیږی هغه شــــــخص ته چه هغه خبر ورکوی داُمور مستقبل نه لکه مستقبل کی به دی ځوی وشی فلانکی ښځی سره به دی واده کـــیږی یابه نه کیږی دی تجارت کی به ګټه کوی تاوان به کوی اویو عراف دی هغه هم په حکم دکاهـــــن کــــــی دی عراف هغه شخــص دی چه هغه خبر ورکوی دمستوری موجوده نه یوشی زمانه حالی کــی موجود دی خوپټ دی لکه مسروق یونه غلاوشی بل ته لاړشی ماله غلا معلومه کړه هغه ورته کله کوزی ګرځی ګاټی پکی واچوی کله په نـوک باندی سیاهی ولګوی کله شیشه کی ګوری اوددی په حکم کی له سړی نه شی ورک دی اوښ ورک وی غـــــوا ورکه وی لاړشی یوسـړی ته چی داکوم ځائی کی دی هغه څه چلول وکړی اوداورته معلوم کړی دیته عراف ویلی شــی اوس عراف شو یاکـــاهن چی داکــــاروکړی اواُجرت درنه واخلی یاتاته کـــــوډی ښئی داپه اتفاق دامت حـــــــــــرام دی داعرافین چی وائی چی له تاغلاشویده کوډی شوی نغری کی ښخی دی خپله تاویزونه ولیکی ستنی پکی کــــــیږدی ویښته پکی کیږدی بیا تاته وائی ۲۰۰۰ روپی راکړه په تا تاویز شــوی ده درته راوباسم خلک هـــــــــم ساده ګــــان پوښتنه نکوی چی له کوم ځای نه دی راوویسته شیخ صاحب فرمائی زه به خپله یو تاویزولیکم اوچیرته به ئـی خښ کــړم بیادی عراف راوباســــــــی د۱۰۰۰ په ځای به ۵۰۰۰ زره روپـــــی ورکړم چی صحی وباسی – ټول دروغ وائی خلکونه مالونه اخلی حـــــــرام خوری هغه دتاویز برکت نوی بلکه دمال کمال وی دصدقی کمال وی دصدقی سره الله تعالا دانسان مرام پوره کوی – مطلب داچه دروغ مه وایه شکرانه ډیره واخـــــله – دا وجه ده چی نن صبا خلک ټول په پریشانی اخته دی چه په ماکـــــوډی شوی دابه چیرته وی دابه چاکــــــړی وی – نوهر څـــــــوک چه دامورمستقبل نه خبر ورکوی یادمستوری حالیهءُنه اواُجرت پی اخلی داپه اتفاق دامت حرام دی وکســــــب الحجام : حجام یوسړی باندی ښکرلګوی بیا په هغه باندی پیسی اخلی داپه اتفاق دعلماء فقهاءُ جائز دی شاته مستــــــــقل باب راوان دی نبی کریم"ص" پخپله ښکر لګولی وو اوپه اجرت صاع کجوری ورکړی وی خـــــودلته حدیث کی کسب الحجـــــام ته چی خبیث ویلی شوی دی داپه معنی دَ دَنی اورَدِی سره چی دایوه ګنده پیشه ده وینه به راکـــاږی خوله به دی په وینو ګنډه کیږی کنه جائز دی خونامنا سب ده. والسنورداهغه غټ پیشو ګانوته ویل کیــــــــږی په پښتوکی نرغوټ ورته وائی – ددی نرغوټ خرڅول په اتفاق دفقهاءُجایز دی ځکه دامال دی منتفع به دی کــــورکی موږکان نیسی داسی نورهرڅه چـی حدیث کی منعه راغلی ده سئلتُ جابر عن ثمن الکلب والسنور فقال زجــرالنبی صلی الله علیه وسلم عن ذالـــک دانهی دکراهت تنزیهی دپاره دی ځکه دمسلمان شان داده ستانه څــــوک پیشو وغواړی تحفه کی ورلره ورکړه اوس ته پیشو خرڅـــــوی ۱۵-۲۰ روپی کیږی دی ګټی ته کینـــــی- کنه خرڅــــول ئی جائزدی.
فرهنگ اسلامي