باب تحریم بیع فضل الماء الذی یکون بالفلات ویُحتاج الیه لرعی الکلاءوتحریم منع بذله وتحريم بيع ضراب الفحل

*عن جابر بن عبدالله قال نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن بیع فضل الماء – ونهی رسول الله صلــی الله علیه وسلم عن بیع ضراب الجمل الخ*
دی احادیثوکی مسئله ده اول داچه اُبو مملوک ګرځی کنه او دَ اُوبه خرڅـــــول جائزدی کنه دعـــــــلاّمه ابن حــــزم مســــــلک دادی چه اوبه مملوک نه ګرځی او اوبه خرڅول جائزندی دائمة اربعه مســــــلک دادی چه اوبه په ملک کی هــــــم داخلیږی یعنی مملوک هم ګرځی اوخرڅول ئی هم جائز دی – علامه ابن حزم دپاره دلیـل داحدیث دباب نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن بیع فضل الماء دی معنی سره معلـــــومه شوه چه اوبه ملک کی نه داخلیږی اوچی شــــــی مملوک نشی خرڅول ئی ناجائز وی جمهورو دپاره دلیل چی اوبه مملوکی ګرځی روایت دابو هریرة رضی الله عنه دغه مُسلِم کی به راشی نبی کریم علیه السلام فرمائی والله لاَََذودَنَّ رجالاً عن حَوضـــی فما تـــــــُذابُ الغریبة مِنَ الابل عن الحـــــــوض – دقیامت ورځ به شی دهر نبی به حـــــــــوض وی خلک به سخت تږی وی دی حوضونوته به روان وی نبــــی کریم علیه السلام به خپل امت نه علاوه خلک به له حوض نه به منع کـــــــوی چــه رانشی والذی نفسی بیده لازوَنّ رجالاً زه به خلک منع کوم دخپل حوض نه فماتذاب الغربیة من الابل لــــکه دی دُنیا کـی نااشنا اوښان منع کـــوی شــــی عن الحوض – اوس داحدیث دال شو پدی باندی چه کــوم سړی په حــوض کی اوبه جمع کړی دامملــــــوک دی اوپردی اوښان تری منع کوی شی اوکه دامملوک نه وائی بیادی چیرته اوښان منع کـــوی شوی دویم دلیل جمـــــهورو دپاره روایت د عبدالله ابن عباس رضی الله عنهمادِی بخاری مُسلم کــی به درته راشی نبی کریم علیه السلام فرمائی یرحــمُ الله اُمّ اسمعیل لوترکت لزمزمه لکانت عیناً مَعین دابه روانه چیـــنه وه – شـــــــــــاته فاقبلتُ جُرهم قالو اتأذنین ان نزلَ عندکِ- دمکی مکرّمی نه بهر دجُرهُم قبیله پاته کیده ځــکه جحازکــی اُوبه نشته – جُرهُم قبیلی ته پته ولګیده چه مکــــــی مکرمی کی اوبه زرغونی شوی نو دلته راغلل اودامطالبه ئـــی وکړه چی مونږه به دلته خیمی ولګوو اودااوبه به استعمال کړو – ان ننزل عندک قالت نعم خودَاُبو دَملکیت دعوه به نکوی دَ اوبه مالکه به زه یم اوس داحدیث دلالت کــوی پدی چی یو سړی صحراء کـــــی ځانته چینه زرغون کـړله دَ اُبه مالــــــک دی اوبل ورســـــره شریکیدی نشی بغیر دمالک داجازت نه- خوداستعمال حـــــــق لـری. دریم دلیل جمــــــهورو دپاره هغه مشهور حدیث من احیا ارضـــــاً میتتًا فَهِیَ له داشاړی ځمــــــکی دَښتی دچاممــــــلوک ندی داچی مملوک ګــرځی په آبادولو سره بل حدیث کی راځـــی الصید لمن اََخَذَ ښکارچی چاونیوله بس دهغه دی . اوس چی شاړی ځمکی په آبادولو اوصید په نیولوسره مملوک ګرځــی اُوبـه څنګه مملوکی نه ګرځی اُوبه چی کله مخرج شوی بس مملوکی ګــــــرځی دادری دلایل پدی باندی چه اُوبه مملوکی ګرځــــی اوحدیث باب نه ځــــواب دادی چه نهی رسول الله ۖ عن بیع فضل الماء داحدیث په باره داوبه دسمندر کی دی داحدیث دمطلق اوبه باره کـــــی ندی بلکه خاصی اُوبه باره کـی دی چه ماءُ البحار دی او غټ غټ سیندونه دی اودلیل پدی باندی روایت دایاس ابن معـــبددی – دی وایی کان الناس یبعون الماء الفلاة خلکـــو به دفرات دسیند اوبه خـــــرڅول فنهی هم رسول الله صلی الله علیه وسلم عن ذاک – دی نه معلومه شوه چه نهی عن بیع فضــــل الماء په باره داودیة العظام اوبحارکـــــی دی ځــکه دا اوبه مباح په اباحت اصلی سره دی – دَ اوبه متعلق تحقیــق ذهن نــــشین کـړی اوبه ټوټل دری قسمه دی ماء البحار ماءاودیة العظام داپه اتفاق دفقهاءُ دچا مملوک ندی دامباح په اباحت اصـــلی سره دی لکه دلمررڼا- دویم قســــم هغه اوبه چی له فلات یا چینی نه ئی راوړی اوتاسره په لوښی کی وی یاددی حکــم کی موجوده دورکی ماء المُخرج فی الانابیب وتنکات – لکه خلک په ټانکی کی اوبه محفوظی کړی یا پیپ کــــی اوبه محفوظی کړی – دی اوبه متعلـق جمهورپدی متفق دی چه دامملوک دی ددی خرڅول هم جائزدی – ددی نه منعه هم جائزده. اودمنعی دمضطرنه  بیا ناجایزدی سړی له تندی مری اوته اوبه نه ورکوی داناجائز دی حرام ده – داســــی اوبه ته قانوناً منعه کـــــوی شی څه جبرپه تانشته خودیانتاً ښه کار دی رابشی حدیث کـــی یو صحابی نبی کریم ۖ نه پوښتنه وکــړه ماالشــــــــئُ الذی لایحلُ منعه قال الملحُ والماء ددی په معنی سره کنجوسی ده قانوناً ئی منعه کـــوی شی لیکن دیانتاً ئــــــی نشی منعه کوی ځکه دامعمولی شیان دی منعه ئی بُخل ده بهر حال ماء المخرج فی الاوانی مملوک دی بیعه اومنعـــه ئی جائز دی.دریم قسم اوبه ماء الابیار ماءالحیض ماءالعیون اوماءالانهارالصغاردی تا کوهی وویست په هغــــی کـــــی اوبه ووتلی تالاب (حوض )دی جوړکړپه هغه کــــی دباران اوبه جمعه شوی یاځــــان لـــدی یوه چینه زرغونه کـــــــړه کاریزدی وویست دی ته ماء القنات ویلی کیږی دی حکم کی دحکومت واړه واړه نهرونه وی کــوروته تیرکـــــړی وی یادنلو اوبه ددی ټولی اوبه متعلق زمونږدعلماء احناف مسلک دادی چه دااوبه مملوکی دی – اومنعـــــــــه ئـــی داستعمـال شرب نه دابیا ناجائز ده لکه ستا کوهی دی پکـــی اوبه دی ستاله حاجت نه زائــــد دی ســــــتانه یو سړی وغواړی ځان له یاحیوان له نشی منعه کوی اودشرب دپاره خرڅــــــوی هم نشی هــــرڅه سقی المـــزارع دی سقی البساتین دی بیادااوبه خرڅوی شی یاستا دکوهی اوبه یادکاریز چینه دځمـکی دابوکولودپاره ئی خرڅوی شی خوچی مقدارئی معلوم وی په ساعاتو سره لکه کهنـټه (دقیقه)په ۱۰۰ روپی دی مطلب چـــی جهالت دمبیعـــی رانشی اوس دلیل په تفرقه باندی چـــی دادریم قسم اوبه دشرب انسان یا حیوان دپاره نشی منعه کـوی اوسقی المزارع نه ئی منعه کوی شی دلیل پدی روایت دابوهریرة رضی الله عنه نبی کریم ۖ فرمائی لاتبیع الماءولاتمنع الکــــــلاء فیـــوذل المال فیجوع العیال – چی اوبه مه خرڅوی له ګیاه نه څوک مه منع کوی په صحراء کی ځکـــــــه مالونه به مـــړه شی – اوعیال به وګی شی دیکی عام ضررده اوله باغ اوپټیونه منعه کــی څه ضررنشته علامه عینی ذکـــــر کړی دادریم قسم اوبه چی ستا قدر حاجت نه زائد دی دادشُرب نه ځکه نشی منعه کــــولی چه عام ضررده – اوقدرحاجت مــنعه کوی هــــــم شی اوخرڅوی هم شی حدیث پدی دال ده لاتمنع الماء – ددی حکم موجوده دوردحــــکومت نلونه بیالی داخلک له څښاک کالـــی مینځل داسی نورنه نشی منعه کوی اوله سقی المزارع نه ئی منعه کـــــوی شی چه باغونه خلـــــــــــک پی اوبه کړی. اوباقی دااوبه خرڅوی هم شی – زمونږ دفقهاء دغه مسلک دی نهـــــی عن بیع ضراب الجمل –ضراب یو لغت دی له ضرب نه لکه ضَرَبَ الفحل علی انثی ای رَکِبَ علیهاللجماع – دلته مــــرادله ضراب الفحل نه – ورکول په اُجرت ســـــره دَاوښ دی دجماع دپاره لکه دااوښ بوځه خپل اوښه لره خوسل روپـــی اُجرت به راکوی نومراد په اجرت سره مذکـــــر ورکول دمؤنث دپاره اوس داجائز دی کنه ایمة ثلاثه په نزد داناجائــز دی اودانهی تحریمی بولی – امام مالک صاحب په نزد اجرت اخستل پی جائزدی وائــــی دانهی په حدیث کی داکراهت تنزیهی دی اوکراهت تنزیهی خلاف اولی ده. جمهوروائــــــی چه اقران کوی شی حدیث کی تصریح ده خو شریعت اصول دی هل جزاء الاحسان الی الاحسان نیکی چی یوسړی وکړه نیکی ورسره وکړه یو څوروپی ورکـــــړه ځکه دَاوښ هغه ډیر خدمتونه کــړی – قال لایمنع فضــــل الماء لیمنع به لاکلاء لام لام عاقبت دی په دشته کی ستاحوض دی ته چی خلک مال له اوبه منع کــــوی هغه مـال واله به لــدی ځایه لاړشی انجام ئی داچی د خلکو مال تا له ګـیاه نه منع کړ لام لام عاقبت دی انجـام عاقبت ئی داچی تاخلک له ګیاه نه منع کــړاودی نه حدیث کی منعه راغلی ځکه عام ضررده. دی وجی نه علماء فرمائـــــــــی ستا بستان دی اوحوض لــــری اوګردچاپیره شاړی ځمکی دی خلک مال څروی ته ئی باید لدی اوبه منعه نکړی چی ستاحـــاجت نه زائـــدوی نو اوبه نه ئــــی نشی منعه کوی اوله خپل ملک بستان نه ئی منعه کوی شی اوس دیکی فقهاء وائی دوه صورته دی دی یابه څاروی   پریږدی چی دننه راشی اوبه وڅښی یااوبه ورته اوباسه چی ستاله ملک نه ئی بهروڅښـــــــی داتحقیق پدی ځای کی پائی ته ورسید.
   

فرهنگ اسلامي