باب ثبوت خیارالمجلس للمتبایعین
باب ثبوت خیارالمجلس للمتبایعین
عن ابن عمر ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال البیّـــــــعان کل واحد منهما بالخیارعلی صاحبه مالم یتفرقا الابیع الخیار*
دخیارمجلس متعلق دفقهاءُ اختـــــــلاف دی دامام اعظم اوامام مالک صاحبا ددی دواړومسلک دادی چه کلـــه بایــع اومشتری ایجاب اوقبول وکړی اوس پدغه مجلس کی بایع ته داخیار شته چه عقد قطع کړی بغیردرضاءدمشتری نـه اونه مشتری ته داحق شته چه بیعه قطعه کــړی بغیر درضاءدبایع نه دامام شافعــــــی او امام احمد بن حنبل صاحـبا مسلک دادی چه کله بایع اومشتری دواړه ایجاب قبول وکړی تر اختتام مجلس پوری با یع ته خیار دی دفسخی دشی بغیر درضاء مشتری نه او مشـتری ته خیار دی دفسخــــی دبیعی بغیر د رضاء دبایع نه کلــــــه چه مجلس ختم شی اودواړه بدناً جُداشی بیا خیار یولره هم نشته مگریوصورت دی چه اختتام مجلس نه قــبل هــــم خیار مجلس ختم شی لکه بایع مشتری ایجاب قبول وکړی دی نه بعد بایع مشتری ته ووائــــــــــی اخترتَ هذالشی مشتری ووائـی اخترتُ یامشتری بایع ته ووائی اخترتَ یعنی ته خوښ ئی په دی بیعه بایع ووائی اخترت دی صورت کی خیار مجلـس خـتم شو دوهم خیار مجلس تفرق بلأبدان سره ختمیږی لکه بایع لاړشی او مشتری یواځی شی – دشوافعــوحـــنابله دپاره دلیل زمونږدلیل اوددوی له دلیل نه ځواب ددوی دلیل حدیث د ابن عمر صاحب*قال رسول الله صلی الله علـیه وسلم اذاتبایـع الرجلان فکل واحد منهما الخ*مافوق الذکرپه حدیث مذکوره کښی دوی تفرق بالأبدان اخلی –اِلاّبـــیع الخیار ددی جملی تشریح داده بایع مشتری ایجاب قبول وکړی ستادامال خوښ دی مشتری ووائی اُو(بلی،جی) دی صورت کی اگر که بدناً نه ئی جُداشوی معنی به داشی اِلّلّبیعَ الذی یجری فیه تخائر بیا اگـر که بدناً جُداشی خیار شته داددوی دلایل شو احناف موالک د پاره دلیل اول قران ده یاایها الذین امنو اَوفو بالعقود-عقود نه مراد ایجاب قـــــبول دی دی کی به وفاء وی دی آیت کـــی امر وجوب دپاره دی اوس په خیار مجلس کی یو پورته شی بل خفه کـړی بیعه فسخه کـــــړی داخو خلاف وفاء ده دوهم دلیل هم قران ده – واشهدوا اذاتبایعتم- تبایعتم نه مــراد ایجاب قبول دی اوس چه یوووای زه نه درکوم بل بل څه ووائی داخو بیا شهادت څه ضـــــــرورت دی چه بیعه فســـــــخه شی- بل دلــــــیل داحنــافـــو موالکــــو دپاره هم قران کریم دی لکه (یاایهاالذین امنولاتأکــلوااموالکـــــــــــم بینکم بالباطل الاان تکون تجـارة عن تراضٍ ) اوس الا ان تکون تجارة عبارة ده له ایجاب قبول نه بایع اومشتری چه عـــــن تراض شی خبره فیصله شی اوس که چیری خیار مجلس شی بیاخومشتری ته خوراک نده جاـئز ځکه مال به پردی وی – مال به ئی اخستی وی اوتصرف به نشی کولی نو معلومه شوه چه ایجاب قبول وشی بس فیصله وشی
څلورم دلیل زمونږدپاره روایت د ابن عباس صــــاحب من ابتاعَ شئاً فلایبـعُ حتی یستوفیه – داحدیث دال ده پدی چه شی بعد القبض که مجلس وی یانه داشی بیا خرڅوی شی اوس که هریولره خیارمجلس وی نو بعدالقبض به هم نشی خرڅــوی بل دلیل روایت د عبدالله بن عمروبن العاص دی وروسته به راشی چه المتبایعان بالخیار مالم یتقرقا الا ان تکون که خیار شرط کیږدی له دغو دلایلو نه معلمومه شوه چه ایجاب قبول وشی عقد تام دی مجلس غیر مجلــس ته اعتبار نشته حدیث باب د احنافوموالک لخوا څلورځوابونه شوی ځواب اول ابراهیم نخعی صاحب کــړی چه حدیث کی خیارنه مرادخیارقبول دی اوتفرق نه مراد تفرق بالأقوال دی معنـی به د حد یث داسی شی البیعان کل واحدمنهما بالخیار مثال لکه بایع مشتری ته ووائی چه بعُتـک هذاه الدار بألفٍ اوس مشتری لره خیار ده اوکـــــــه مشتری قبلتُ ووی بیا خیار نشته اوکه قبلت ونه وائی بایع لره خیار ده که بیعه فسخه کوی یانه نوکــــل واحدمنهمابالخیار شو مالم یتفرقا معنی قولاً بایع ووائی بعتُ مشتری ووائی اشتریتُ دویم ځواب قاضی ابویوسف صاحب کـــــړی چه خیار نه مراد خیار قبول دی اوتفرق نه مراد تفرق بالأبدان دی معنی داشوه چه خیار نه مراد خیار قبول دی لکـه بایع ووائی بعت هذاه الدار مشتری لره خیار شته چه اخلی ئی یانه او بایع لره هم خیـار شته مالم یتفرقا تفرق بالأبدان نه ئـــــــی شوی دریم ځواب شاه انورشاه کشمیری صاحب کړی خیار نه مراد خیار قبول اوتفـــرق بالابدان خو دلته ذکــرلازم دی چه مطلق تفرق ده مراد ترینه ملـــــــزوم دی چه تفرق اقوال دی یعنــی مالم یتفرغا چــــــه ایجاب قبول نه فارغ شی څلورم ځواب شیخ المهند محمود الحسن دیو بندی صاحب کړی چه خـــــیار نه مراد خیارمجلـس ده خو برضاء الاخــَر اصل کی خیار کی دری صورته دی یو هغه چـه ته عقد ختم کولی شی بغیر رضاء العاقد تاکــــــــور خر څ کــــــړاوتاخیار شرط کیخود ثلاثه ایام دایو صورت دوهم خیار رویت تا نالیدلی شی واخست دلیدلوپه صورت تا لـه خیار دی اگر بایع نوی خوښ دریم خیار عیب تا یوشی واخست اوعیبجن وو تاله خیار دی اگــــــــــرکه با یع خوښ نوی دادری صورتونه هغه دی چه صاحب خیار عقد ختم کولی شی بغیررضــاء الاخرنه بل هم هغه چه عقـــد ختم برضاءالبایع بالخیارمالم یتفرقا په خیار مجلس کی بایع لره هم خیارشته په رضاءدمشتری اوهمدارنگــه مشتری لره خیارده په رضاءدبایع-اوقید د مالم یتفرقا لپاره داشد استجاباًده- الاّ بیع الخیــــار دااستثنی عن المقدردی مالم یتفـرقا- فاذاتفرق فلاخیارلهما الاّبیع الخیار معنی به ئی داسی شی.

فرهنگ اسلامي
+ نوشته شده در 3 Nov 2012 ساعت ۶:۴۷ ب.ظ توسط نصیراحمد الهاشمی
|