په کومو حالاتو کې سړی د اسلام له دائرې څخه وځي او مرتد کيږي ؟آيا د مرتد توبه قبليږي ؟
سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
زما پوښتنه دیوه مسلمان اوښتل کفر ته او بیرته مسلمانیدلو په باره کی ده،که
یو مسلمان کس خدای مکړه کافر شی بیرته مسلمانیدلای شی او که نه؟
همدارنګه:
۱- په کومو حالتونو کی مسلمان د اسلام له ستری دایری وځی اومرتدیږی( کافریږی)؟
نجيب الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ارتداد يا مرتد کيدل دې ته وايي چې سړی د اسلام څخه وروسته کافر شي ، هغه که قولي ،فعلي يا اعتقادي وي لکه د الله تعالی د ربوبيت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له رسالت او د نورو پيغمبرانو او آسماني کتابونو څخه انکار کول ، يا د الله تعالی ، پيغمبر او قرآن په شان کې مسخري کول ، يا د داسې څه چې هغه په اجماع حرام وي حلال کڼل يا په شريعت کې د حلال څيز حرام ګڼل ، يا د اسلام د ارکانو څخه انکار کول ، يا د آخرت بعث بعد الموت څخه انکار کول او بت ، ستوري ، اور وغيره ته سجده کول او نور هغه که قولي وي يعني په ژبه د ارتداد وينا کول فعلي وي په عمل کې اتداد تر سره کول يا اعتقادي وي د کفر او ارتداد عقيده لرل يا په الله تعالی ، رسولانو ، آسماني کتابونو او شريعت باندې ټوکې ، مسخرې او سپکاوی کول او داسې نور کفري اعتقاداتو ، افغالو او سپکاوي باندې مسلمان د اسلام له دايري څخه وځي .
وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِؤُونَ 65 لاَ تَعْتَذِرُواْ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ (۶۴-۶۵ التوبه ) .
( او قسم دی که پوښتنه وکړی له دوی څخه چې تاسې ولې استهزا کوﺉ نو دوی به وايي چه يقيناً مونږ خو لوبې او ټوکې کولې ، ووايه (ای محمده ! دوی ته چه ) آيا پر الله او د الله په آيتونو او د الله په رسولانو باندې مو استهزا او مسخرې کولې ، عذرونه مه کوﺉ تاسې (مونږ ته په دروغو سره ) يقيناً کافران شوې يئ تاسې وروسته له ايمان راوړلو ) .
که صادقانه توبه و نه باسي او په همدې حالت کې مړ شي کافر به مري او د هغه ټول نيک اعمال عبث دي :
:« وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ »[بقره:217]
(او له تاسې څخه چې څوک مرتد شي – له خپل دين څخه وګرځي او د کفر په حالت کې مړ شي نو د هغه اعمال په دنيا او آخرت کې باطل دي ) .
آيا د مرتد توبه قبليږي ؟
دا مطلب له لاندې مراجعو څخه نقل شو
بزازيه علی هامش هنديه ۳۲۳/۷ مکتبه ماجديه
کفايت المفتي مفتي کفايت الله دهلوي رحمه الله ج ۱ ص ۴۳
شرح العقائد ص ۱۹۵
د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه مکه مکرمه (2/3)
مجموع الفتاوى ( 2 / 193)
و الله اعلم
آيا د مرتد توبه قبليږي ؟
آيا مرتد بيرته خپل دين يعنې اسلام ته راتلای شي ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هو که يو سړی مرتد شي نو بيرته په توبه کښلو سره مسلماندای شي ددې صورت دا دی چې د اسلام کلمه ووايي او د اسلام څخه ماسوا د نورو باطلو اديانو څخه خپله بيزاري اعلان کړي لکه چې وايي :
اسلامه ان يبراء عن الاديان سوی الاسلام ، او عما انتقل اليه (فقه ابوالمختار حنفي – تنوير الابصار ج ۴ ص ۲۲۶ ) .
مګر دې ته مو پام وي چې پر کوم مسلمان باندې د مرتد تهمت لګول سخته ګناه ده (کفايت المفتي ج ۱ ص ۵۸ ) .
إذا ارتد شخص عن الإسلام ثم قرر العودة إليه ، فالطريقة التي يجب عليه اتباعها أن يشهد أن لا إله إلا الله ، وأن محمداً عبده ورسوله ، وإن كانت الردة بسبب جحد أمرٍ من الدين بالضرورة ، فلا يتم رجوعه إلا بالإقرار بما جحده ، وليست هناك مده يمكن خلالها العودة إلى الإسلام فتقبل توبته وعودته ما لم يغرغر وتخرج روحه ، فإذا وُفِّق للرجوع إلى الإسلام في وقت الإمكان وأدى ما أمكنه من شرائعه فهو مسلم . من موقع الاسلام السوال جواب شيخ صالح المنجد
والله اعلم
