د اوښانو پۍ او ځانګرتياوې
د اوښانو پۍ او ځانګرتياوې
د ډاکټرانو څېړنو ښودلې ده چې د اوښانو پۍ د ډېرو ناروغيو دپاره
درملنه ده، په دې وروستيو کې د امريکايوې علمې ورځپاڼې ثابته کړه چې د
اوښانو پۍ د ډول ډول خطرونو مخنيوى کوي، دوى واي: د اوښانو پۍ د يوشمېر
خطرناکو ناروغيو مخنوى کوي، او د انسان بدن ته ډېره ګټه رسوي.
پيغمبر
عليه السلام په ګڼو حديثونو کې خپل امت ته د اوښانو شېدو پر چيښلو امر کړى
دى او ډېر ګټې يې بيان کړي دي. الله تعالى فرمايي: (أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ؟) [الغاشية: 17].
(ايا دوى اوښانو ته نه ګوري چې څه ډول پيدا شوي ؟) په دې ايت کې الله تعالى دې ته اشاره کوي چې اوښ يې په څه ډول پيداکړى دى چې انسان ډېرې ګټې ترې اخلي.
دغه
راز الله تعالى موږ ته امرکوي چې د هغه جل جلاله په مخلوقاتو کې سوچ او
فکر وکړو ترڅو د الله تعالى ستره خدايې په واضحو د لائلو و پيژنو. الله
تعالى فرمايي: (أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ؟) [الغاشية: 17] (ايا دوى اوښانو ته نه ګوري چې څه ډول پيدا شوي ؟)
په دې ايت کې الله تعالى د اوښ په شمول ډېرو مخلوقاتو ته اشاره کوي چې د
الله په ستره خدايې کې فکر و کړئ هغه جل جلا له څه ډول مخلوقات پېدا کړي
که موږ د اوښ پرځانګړتياوو غور وکړو الله تعالى په دې ژويې کې ډېرې په زړه
پوري نښې نښانې ايښي دي. اوښ کولاى شي په ٧٠ درجې تودوښه کې ژوند وکړي ،
همدا راز کولاى شي په صفر ٤٠ يخه درجه کې ژوندى پاتي شي، د تندي پر وخت
خوږې او مالګيني اوبه دواړه څښلاى شي، د تندي پرمهال که اوبه نه وي تر يوې
مياشتي زيات وخت تېرولاى شي او په سحراء کې چې هر ډول باران ، ګرد او
طوفانونه وي او که ګرمې وي ژوند کولاى شي. سبحان الله ! دا د الله تعالى د
ستري خداىي يوه څرګنده نښه ده.