توبه به كله كاږو ؟!
توبه به كله كاږو ؟!
مسلمان چې كله ګناه وكړي نو توبه پرې كاږي او پرې پښېمانه كيږي، خو بې لارې انسان چې كله ګناه وكړي دبلې ګناه په لور هڅه كوي ، نه خو په كړې ګناه پښېمانه وي اونه له الله څخه بښنه غواړي، دهغو انسانانو په حال افسوس دى چې ګناه كوي او پخپل حال غمجن نه وي، زړه يې مړ شوى وي، دايمان ډېوه يې په زړونو كې مړه وي، په ديندارو اونېكو خلكو پورې خاندي او ملنډې پسې وهي، په عالمانو پسې خاندي سپكه يې غواړي، دينداره انسانان يې ښه نه اېسي اوله خپل آخرت څخه خبر نه وي ، نه په خپله له ناوړه كارونو څخه راګرځي اونه يې ښه كارونه خوښيږي آن تردې چې هغه څوك يې هم نه خوښيږي چې نېك كارونه كوي ، تاسو به ليدلي وي چې كله دږيرې څښتن وويني نو وايي چې ده خو هم پرې ايښې ده ؟! نه يواځې داچې په خپله يې په سنتو عمل نه وي كړى ، بلكې هغه څوك هم بد اېسوي چې يوسنت يې ژوندى كړى وي ، داډول كسان دنېكمرغۍ په لاره روان نه دي ، ځكه چې دتوبې موكه ډېره كمه په لاس ورځي او الله پاك ددې ناوړه كارونو له امله دتوبې اېستلو توفيق نه وركوي ، داسې خلكو ته خپل ځان په حق برابر اوسم ښـكاري توبه خو هغه څوك كاږي چې دخپلې غلطۍ احساس ورسره وي .
خدايه په مونږ كې ددتوبې وېستلو احساس پيداكړې او دالله پاك په هغه انسانانوكې مو وشمارې چې كله يوه او وړه ګناه وكړي دنيا يې ټوله سترګو ته توره ښكاري ژړا او آفسوس كوي ، همداسې كسانوته الله پاك دتوبې وېستلو توفيق وركوي ، لكه چې وايي لهم مايشاؤن عند ربّهم ذلك جزاء المحسنين ۳۴ ، ليكفّرالله عنهم اسواء الذي عملو ويجزيهم اجرهم باحسن الذي كانوا يعملون سورت زمر ۳۵ . ( ژباړه : دهمدې كسانو لپاره څه يې چې خوښه دهغوى دپروردګار په وړاندې شته اوهمدا دنيكو بندګانو دنيكيو بدله ده ، ددې لپاره چې الله پاك يې هغه تېروتنې ور وبښي چې ددوى له لاسه ختلې وې، اودهغو كړيو نيكو علمونو ښـه بدل اومزدوري وركړي .

د (( نيكمرغۍ پيغام )) له كتاب څخه،
+ نوشته شده در 10 Apr 2013 ساعت ۶:۲ ب.ظ توسط نصیراحمد الهاشمی
|