د وهابيانو د غلطو عقائدو يو څو مثالونه:
د اولياوو کرامو رضی الله عنهم اجمعین د کرامت څخه انکار کوي موږ جواب ورکوو، چي کرامت مخ کي تر مرګ او وروسته تر مرګ ثابت دی مخ کي تر مرګ لکه قصه د بي بي مريمي رض او قصه د حضرت خضر علیه السلام وګورئ دا خو پټه خبره نه ده او تر مرګ وروسته واقعه د عاصم بن ثابت(رض) چي شهيد سو او کافرانو د ده د سر پرېکولو اراده وکړل او الله ج مچمچۍ ورباندي مسلطي کړې. [حديث د بخاري شريف ج ۲ ص ۵۸٦]
دوهمه قصه د هغه صحابي چي خيمه يې پر قبر درولې وه دی خبر نه وو چي دا قبر دی او د قبر څخه يې د سورة الملک د تلاوت آواز واورېدی. [حديث د ترمذي شريف]
درېمه واقعه د ثابت بنايي چي ډېره مشهوره ده چي په قبر کي لمونځ کول يې ثابت دي. [مولانا عبدالحی لکنوي في اقامة الحجة ص ۲۱]
په اسلامي امت کي خامخا داسي خلګ پيدا کېږي چي د ټول امت څخه پر جلا لاره روان وي او کرار، کرار يوه غټه ډله ورڅخه جوړه سي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه والسلم فرمايلي دي چي:
زما امت به پر ۷۳ ډلو باندي وويشل سي او ټول به په دوزخ کي وي خو يوه ډله به په جنت کي وي او هغه (ناجيه) ډله ده چي
د رسول الله صلی الله علیه والسلم سنت پر ځای کوي او ټول يو جماعت وي.
څرنګه چي د وهابيانو ډله له ډېري پخوا زمانې څخه د ديني عالمانو په جامه کي ځانونه ښکاره کوي او ډېری هغه کسان چي نه ديني او نه عصري زدکړه لري، له خپلي لاري څخه بې لاري کوي، په اصل کي دغه ډله خلک د ابليس د نماينده ګانو په صفت د خلکو په منځ کي د ګمراهۍ تخم پاشي او خلکو ته د غلطي لاري ښوونه ورکوي، د داسي عالمانو په هکله حضرت محمدصلی الله علیه والسلم فرمايلي دي چي:
زه د هغه لېوه له خرابۍ څخه چي په بې چوپانه رمه ګډ سي دومره نه بېرېږم لکه يو بد عالم چي زما په امت کي پيدا سي.
او انشاالله کوشش کوو چی نور معلومات هم ده وهابیت ده رد او ده خپل مذهب په تایید وړاندی کو ستاسو ده دوعا په هیله خالد احمدزی

فرهنګ اسلامی