ګرانه وروره ، درني خوري ـ السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

پوهیږم چی ډیر بوخت یی ،کیدای سی د خبرو د اوریدو فرصت هم ونه لری،خو .....زاری درته کوم یو څو شیبی رار سره تم سه چی اړینی خبری درسره لرم.راځه توکل په خدای جل جلاله   څو شیبی په کډه لدی ستړي نړی نه لري د یو بل منزل لیدو ته لاړ سو، هغه منزل چی له لیدو څخه یی هیڅکله نه پښیمنانه کیږی نو له پوره سوچ او خیال سره دی راځه . تیاریی؟ نو بسم الله ... آه دا څه دی ؟ ځلیدونکی روښنایی ، دنګی ماڼی ،شنی بهیدونکی ویالی رنګارنګ ګلونه ، ډول ډول پخی میوې .ښایسته پیغلي وریښمنی جامي.د مرغلرو دقصرونه ،همیشني ماشومان،لوړ تختونه ، سیوری لرونکي ونې. تل پاتې ژوند.. دلته خو نه غم سته او نه ویره . نه د تنګسې او بیوزلۍ ډار سته نه د ناروغی ، بوډاتوب او نه مرګ اندیښنه . دلته خو اصلا ناوړه خبری نه اوریدل کیږی بلکه هر لوری د سلام سلام خوږی انګازي دي . دا څرنګه نعمتونه دي چی موږ نه لیدلي او نه مو اوریدلی وو؟ اصلا مو په سوچ کی هم نه راګرځیدل . څومره عجیب !دا کوم ځای دی؟ لدی زړه را ښکونکی ترتیب څخه پریښی چی ګواکی کوم قدرمن میلمه په لاره دي؟ اصلا داکم نیک مرغه دی چی دا ډول هر کلی یی کیږی؟ غوږ سه دا زړه را ښکونکی  غږ څه وایی:(خپلو نیکو بندګانو ته می داسی نعمتونه چمتو کړی چی نه سترګو لیدلی. نه غوږونو اوریدلی او نه د چا په زړه کی را ګرځیدلی)(متفق علیه) آه زما خدایه! څومره عجیبه جمله...(خپلو نیکو بنده ګانو ته ) یعنی کوربه او میلمه دواړه څرګند سول . (چمتو کړی می دي ) اوه!میلمه دومره قدرمن دی چی الله جل جلاله  دا نعمتونه ورله تیار کړي دي . هغه هم څه ډول نعمتونه: (نه سترګو لیدلي،نه غوږونو اوریدلی او نه د چا په زړه کی را ګرځیدلی ) سبحان الله ! خبره د جنت ده ، دهغه یار چی ملالتیا نه رواړی، زړونه پري هوسا کیږی او عقلونه ورسره مینه کوی .هغه جنت چی (هیڅوک ندی خبر چی دلته ور له کوم سترګی یخونکی نعمتونه چمتو سوی دی )(لقمان۱۱) خو د نفس د تسل لپاره په قرآن او احادیثو کی دجنت د ځینی نعمتونو څخه په لاندی ټوګه یادونه شوی ده……

 نور بیا په راتلونکی مطلب کی

په تمه ووسی ....

لیکوونکی نصیراحمد هاشمی

کابل افغانستان

 اخستل شوی له د اصلاح پيغام ...۶ لړی چاپ

جمعیت اصلاح د کندهار سمیز دفتر د ځوانانو څانګه 

www.facebook.com/islamic.culture786