الدنیا سجن المومن و جنت الكافر

دحدیث شریف مفهوم :
دونیا دمسلمانانو لپاره زندان او دکفارو لپاره جنت دی:
اول : زندان په دونیا کی دمجریمینو دبندی کولو اوسزا ورکولو ځای دی ددونیا په زندان کی دوه مهم اصله موجود وی ۱-بندی په زندان کی دخپل اختیار اوخپل واک ندی دهغی خوراک څښاک او دژوندانه ټولی چاری دهغی په خپل اختیار کی ندی بلکه اختیار یی دزندان دحاکم او یا هغه موظف عسکر په واک اواختیار کی دی دزندان حاکم چه دکوم څه حکم ورته کوی زندانی به هغه ترسره کوی دهغی له حکم څخه اضافه څه نشی ترسره کولای.
دوهم : ددونیا په زندان کم مجرم هیڅکله خوښ ندی او زړه یی پکی نوی لګدلی دهغی کوشش داوی چه لدی تیاره کوټی څخه په هرډول چه کولای شی ځان زرترزره وژغوری .
بلی خواته په اخرت کی جنت او دوزخ دی په جنت کی هر جنتی په خپل اختیار کی دی هرڅه چه وغواړی په هم هغه لحظه هغی ته رسیږیی او په یوه لحظه کی هغه غوښتل شوی شی ورته موجود کیږی بل داچه جنتی هیڅکله هم دونیا تلل نه خوښوی هغه نعمتونه چه په جنت که ورته رسیږی هیڅکله نه خوښوی چه بیا ددونیا ژوندته بیرته وګرځی او دځان کندن هغی سختی ورباندی تیری شی مګر یواځی اویواځی شهدا دا ارزو کوی چه بیرته ژوندی شی او له کفاروسره جهادوکړی بیا شهید شی بیا ژوندی شی او له کفارو سره جهاد وکړی بیا شهید شی ځکه ده هغه خوند چه دشهادت په مرحله کی هغه وخت کی چه دی په شهادت رسیږی لیدلی هغه خوند په جنت کی هم نشی احساسولی الله ج د مونږ دشهادت مرګ رانصیب کړی مګر دوزخ چه هغه دکفارواو ګنهګارانو لپاره دی هغوی ډیره ډیره ارزو ددی لری چه کاش مونږ یوځل بیا دونیا ته تلی وای یعنی ددونیا ژوند ددوی لپاره غوره ژوند او دی دبیرته راګرځیدو تمنا کوی مګر هيڅکله هم ددوی دا غوښتنه نه ترسره کیږی نو ځکه رسول الله ص وایی چه دونیا دمسلمانانو لپاره زندان او دکفارو لپاره جنت دی داځکه چه مسلمان په دی دونیا کی په خپل اختیار کی ندی هرڅه به دالله ج دحکم او فرمان مطا بق تر سره کوی او بالعکس کفار په دی دونیا کی په خپل اختیار کی دی هرڅه یی چه زړه وغواړی ترسره کوی مګر په جنت کی بیا مسلمانان په خپل اختیار کی دی هرڅه یی چه زړه وغواړی کوی یی