دوهمه حـصـه ددینی اسلامی معلومات پــوښــتنـۍ او جـوا بـونـه
دوهمه حـصـه
ددینی اسلامی معلومات پــوښــتنـۍ او جـوا بـونـه
سوال:- په مسجد الاقصی کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟
جواب:- لکه پنځه سوه لمونځونه .
سوال:- د مکی دری نومونه واخلی؟
جواب:- ۱- ام القری،۲- مکةالمکرمه ۳- او بلدالامن.
سوال:- «کلیم الله» د چا لقب دی؟
جواب:- د موسی (ع)
سوال:- حضرت محمد (ص) څو عمری اداء کړی؟
جواب:- (4) څلور عمری.
سوال:- لمړنی عمل چی په قیامت یی پوښتنه کیږی کوم دی؟
جواب:- لمونځ دی.
سوال:- د هجری قمری کال لمړنی میاشت څه نومیږی؟
جواب:- د محرم میاشت.
سوال:- لمړنی امت چی د قیامت په ورځ حساب او کتاب ورسره کیږی کوم امت دی؟
جواب:- د محمد رسول الله ص امت دی.
سوال:- لمړنی نبی څوک دی؟
جواب:- حضرت آدم (ع).
سوال:- حضرت ادم (ع) په کومه ورځ پیدا شوی دی؟
جواب:- د جمعی په ورځ.
سوال:- لمړنی قتل چا کړی دی؟
جواب:- قابیل چی کله یی هابیل مړ کړ.
سوال:- «ابوالبشر» دچا لقب دی؟
جواب:- د حضرت آدم (ع).
سوال:- د حضرت ادم (ع) قد څو متره وو؟
جواب:- 60 متره وو.
سوال:- حضرت بی بی حوا څرنګه پیدا شوه؟
جواب :- د حضرت آدم (ع) له بغل نه په داسی شکل چی حضرت آدم بیخی پوه نه شو.
سوال:- ولی حوا ورته وایی؟
جواب:- ځکه چی د ژوندی نه پیدا شوه او ژوندی هم آدم وو.
سوال:- حضرت رسول الله ص د معراج په شپه چیری د خپل پلار آدم (ع) سره ولیدل؟
جواب:- د دنیا په آسمان کی.
سوال:- په قرآن مجید کی څو ځله د حضرت آدم (ع) یادونه شوی؟
جواب:- 25 ځله.
سوال:- د حضرت ادم وروسته وکوم نبی ته نبوت ورکول شو؟
جواب:- حضرت شیث (ع) ته.
سوال:- لمړنی کس چی په قلم یی لیکنه وکړه څوک وو؟
جواب:- حضرت ادریس (ع).
سوال:- حضرت رسول الله دمعراج په شپه د ادریس (ع) سره په څوم آسمان کی ولیدل؟
جواب:- په څلرم آسمان کی.
سوال:- په نړی کی لمړنی رسول څوک وو؟
جواب:- حضرت نوح (ع)وو.
سوال:- د نوح (ع) د قوم نوم څه وو؟
جواب:- بنو راسب.
سوال:- هغه انبیاء کوم دی چی په نومونو یی د قرآن سورتونه نومول شوی دی؟
جواب:- حضرت یونس، هود، یوسف، ابراهیم نوح، او محمد (علیهم السلام اجمعین).
سوال:- شیخ المرسلین د کوم پیغمبر لقب دی؟
جواب :- د حضرت نوح (ع )
فرهنګ اسلامی