د پند کیسه! په مکه مکرمه کې یو سړی وو چې عبد الله القرشي یې باله چې ضرري مېرمن یې درلودهاو څلویښت ک
د پند کیسه!
----------------
په مکه مکرمه کې یو سړی وو چې عبد الله القرشي یې باله چې ضرري مېرمن
یې درلودهاو څلویښت کاله یې د هغې په ضرر او ورانکاري صبر کړی وو.
کله یې چې ضرر اخري حد ته ورسېده او د صبر لوښی یې ډک شو له مکې مکرمې ووت په بېدیا کې یې دوه عابدان)عبادت کونکي( وموندل
چې د رب عبادت یې کاوو او علم یې سره زده کاوو نو له دوۍ سره کېنوست ، عبادت یې کاوه قرآن کریم یې لوست او خدای ته ورنږدې کېده!
هغه مهال عربو دا خوی درلود چې له مېلمه څخه به یې تر دریو ورځوله هغه څخه نه پوښتل چې ته څوک او په کومه موخه راغلی یې .
د ماښام د ډوډۍ وخت را نږدې شو یو عابد خپل ملګري ته وویل : الله ته دعا وکړه چې موږ ته د ماښام ډوډۍ راپیدا کړي!
یوه عابد لاسونه لپه کړل چې دعایې کوله ډېر وخت نه وو تېر شوی چې یو چا یې در وازه وټکوله او دخوراک څخه ډک لوښی یې په لاس کې وو!
دوهمه ورځ راغله دا بل عابد دعا پیل کړه چې رب د ماښام ډوډۍ ورته ورکړي
،ناګهانه ور وټکېده چې یو څوک له خوراک څخه ډک لوښیپه لاس ولاړ وو !
په دریمه ورځ دواړو عبادت کونکو بندګانو عبدالله القرشي ته وویل : نن
پرتا ده چې ته خدای )ج( ته دعا وکړې تر څو د ماښام ډوډۍ راکړي ، سړی له ځان
سره وبوږنېده چې زه خویو ډېر ګناهګار بنده یم څنګه به مې خدای)ج( غوښتنه
ومني حال دا چې زه بې پروا او غافل انسان یم ، په دعا یې پیل وکړ او ویل یې
:)للهم بعمل هاذين العابدين وصلاحهما وايمانهما أن ترزقنا العشاء الليلة(
اې خدایه! ددغودوو بندګانو د عمل،نیکي او ایمان په سبب نن موږ ته د ماښام
ډوډۍ راکړه!
ناببره ور وټکېده چې یو چا دوه لوښي په لاس کې نیولي ولاړ دی ، دواړه
پرهېزګاران هیښ شول له سړي یې وپوښتل د څه شي په روۍ د دعا کوله اې ابا عبد
الله!
سړي ورته وویل : قسم دی که ستاسو له پرهېزګاري او ستاسو له ایمان څخه سوا مې په بل شي دعا کړې وي!
بیا سړي ځینې وپوښتل چې تاسو دواړو په څهشي دعا کوله ؟
هغوﺉ ورته وویل : یوه سړي قیصه راته کړې وه چې په مکه مکرمه کې یو سړی
دی عبدالله القرشي نومیږي د خپلې ضررناکې مېرمنې په ضرر یې صبر کړی دی نو
موږ د هغه د صیر په حق چې په خپله مېرمن یې کړی وو له خدای څخه سوال کاوه
چې ډوډۍراکړه .
د )ډاکټر عایض القرني ( له صفحې څخه را وژباړل شو .
فرهنگ اسلامی