پروفيسور استاد نجم الدين اربکان
ژباړه: ډاکټر وحيدالله مصلح

وروستۍ برخه

څلورمه موضوع!

له شلمې پېړۍ يې زده کوو!

د شلمې پېړۍ پر پېښو تر لنډې تېرېدنې وروسته چې کوم درسونه باید واخلو، کوم دي؟
تر شپاړسمې زیږدیزې پېړۍ وروسته چې کله مادي ځواک لویدیز ته انتقال شو نو بشر د نېکمرغۍ خوند نه دی څکلی، ملتونه په دغه پېړۍ کې له زښتو ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان وو لکه مرګ او وژنه، فقر او تنګلاسي، رنځونه، اوګڼ اخلاقي انحرافونه … ددغو پېښو له مطالعې لاندې پایلې لاس ته راځي:

لومړی درس

نړۍ په شلمې پېړۍ کې د دیکتاتورۍ زمانه شاته پرېښوده، په دغه موده کې لویو رامنځته شویو جګړو سترې فاجعې منځته راوړې.
کوم درس چې باید وایې خلو دادی چې کوم ظلم او ترهګري چې دیکتاتورو زمامدارانو په لار اچولی وه د داروین د ماده پالی نظریې له امله وو.
د داروینیزم پوچ مکتب وايي: دا چې ځواکمن پر ضعیفه غالبیږي، د طبعیت له غوښتنو څخه دي، نو ځکه د کاملېدو په خاطر باید دښمن ولرو او پر ضد یې همېشنۍ جګړه صورت ونیسي.
هغه څه چې تېر شول ترې زده کوو چې:
نېکمرغي یوازې د مادیاتو له ليارې لاس ته نه راځي، بلکه د نېکمرغۍ د ترلاسه کولو په خاطر د مادیاتو تر څنګ د معنویاتو شتون یوه لازمي چاره ده، په بل عبارت، نېکمرغي پر جنګ نه تر لاسه کيږي، بلکه د سولې او سلام له لیارې لاسته راځي.

دويم درس:

د لومړۍ نړیوالې جګړې موخه د عثماني خلافت ړنګول، وړول او د مسلمانانو نابودول وو.
لویدیزوالو د مسلمانانو پر زمکو غلبه تر لاسه کړه، د خلافت دولت يې راوړنګاوه او د اسلامي هېوادونو بنسټيزې زېربناګانې يې هم ویجاړې کړې… خو په دې ونه توانېدل چې مسلمانان نابود کړي.
له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته اسلامي دولتونه خپلواک شول، په داسې حال کې چې لویدیزوالو هيله درلوده چې دا هيوادونه له بلې ليارې استعمار ته کش کړي، مګر په دې موخه کې ناکام شول.
د شلمې پېړۍ له وروستۍ ربعې بیا تر اوسه هغوی هڅې وکړې چې اسلام د یوه نوي دښمن په بڼه معرفي کړي، لکه څنګه چې د مسلمانانو په سيمو کې جګړې طرحه شوې او ډله ایزې ټول وژنې ایجاد شوې، مګر ددې ټولو سره سره د وژنو طراحانو نېکمرغي تر لاسه نه کړه.
نو ځکه دویم درس چې له دې پېښو تر لاسه کيږي دادی چې نېکمرغي هيڅکله د برخورد له لیارې نه تر لاسه کيږي، بلکه خبرې اترې او ډیالوګ دی چې په ګڼ فرهنګه ټولنو کې سولیزه اړيکې منځته راوړي.

درېم درس:

لویدیز د شلمې پېړۍ په دویمې نيمايي کې اعلان کړ چې د هغوی سياست پر ازادۍ، بشري حقونو او دیموکراسۍ ولاړ دی.
خو له دې مبدا يې مسلمانان مستثنی کړل، او ويې ويل چې (ازادي او د بشر حقونه باید وي، خو یوازې زمونږ لپاره نه مسلمانانو ته!).
نو له همدې امله يې د ځينو هغو هيوادونو پر ضد دښمنانه موقف ونيوه چې اوسيدونکي يې مسلمان ملتونه دي.
سره له دې چې د اسلام بنسټ پر مسالمت او رحمت ولاړ دی، لویدیزوالو ورته له بله ليده وکتل او له ترهګرۍ سره يې برابر وګڼه.
دې چارې دومره پرمختګ کړی چې مسلمان ته د خطر په توګه ګوري او هره اسلامي ټولېدنه د قانون پر ضد ګڼي. لنډه دا چې مسلمان له هيڅ داسې حقه برخمن نه دی چې بین المللي قوانين پرې اعتراف کوي.
لویديز په ځينو اسلامي هیوادونو کې دوه ګوني معیارونه پلې کوي، هغوی په اقتصادي او سياسي محاصره کې نیسي او مسلمانان د ظلم، توري، ترهې او ويرې لاندې ژوند تېروي.
په تاسف سره باید ووايو چې د ملګرو ملتونو سازمان هم ددې دوګونو معیارونو لپاره د یوې وسیلې په توګه استعمال شوی. دا موقف د نېکمرغۍ پر ځای د ملتونو تر منځ د عدم استقرار، کشمکش او دښمنۍ پایدلی دی. داسياست د ګټې او فايدې پر ځای د زیان او ضرر لامل ګرځېدلی.
کوم درس چې ترې راویستل کيږي، دادی چې: (د بشر حقونه لویدیزو ملتونو ته ځانګړي نه دي، بلکه له ټولو انسانانو سره اړيکه لري)، یانې (د ملتونو نېکمرغي د دوه ګونو معیارونو سره نه، بلکه د عدالت پالنې له لیارې تر لاسه کيږي).

څلورم درس:

د شلمې پېړۍ په جریان کې ځينې لویدیز هېوادونه پر خپل مادي ځواک مغرور شول، او نورو هيوادونو ته يې په سپکه وکتل.
په حقيقت کې، کوم پرمختګونه چې د شلمې پېړۍ په وروستیو دوه لسيزو کې د بېلګې په توګه د لېری ختیز په هیوادنو (جنوب ختیزې اسيا) کې پېښ شوي دي، د مادي قوت د انډول پر تغیر مننې یو څرګند مادي دلیل دی.
سرته رسېدلې څېړنې ښايي چې د يوېشتمې پېړۍ په جریان کې به د نړۍ د اقتصادي فعالیتونو ثقل له اروپا او امريکا څخه د لېری ختیز او اسیا هیوادونو ته انتقاليږي.
له دې بدلونونو داسې پایلې لاسته راځي چې: (د بشر نېکمرغي او د هیوادونو په منځ کې د سمو اړیکو پيدا کېدل باید د مساوات پر بنسټ رامنځته شي، نه پر نورو د لوړتیا او برترۍ پر ادعا).

پينځم درس:

ځينو  لویدیزو پانګوالو هیوادونو مخ پر ودې هیوادونو ته سودي پورونه په ډېر زیات سود سره وړاندې کړل، او دا په دې مفکورې چې (ولې له هغې فرصته چې لرم يې اعظمي ګټه پورته نه کړم؟)، او دا يې د ګټې اخېستنې، زور ويَنې، او نوي استعمار لپاره بنسټ وګرځاوه.
ایا د دویمې نړیوالې جګړې لاملونه دا نه وو چې هټلر له مستعمرو د المان د سهم غوښتنه درلوده؟
دغه ټول موقفونه غلط دي، نېکمرغي پرته د نورو له ګډونه منځته نه راځي، هغه انسان چې په مړه خېټه خوبونه کوي او ګاونډي يې وږی تږی وي، هيڅکله به نېکمرغه نه شي!
هغه څېړنې چې په دې اړه تر سره شوي ښايي چې که چېرې د لویدیز دغه غلط سياست تغير نه شي، نو يويشتمه پېړۍ به د نفوسو د شمېر له انفجار سره مخ شي، او فضا به اروپا ته د ميلیونونو فقيرو انسانانو کډوالتوب او اشغال ته برابره شي.
له دې ځایه داسې پایله اخېستل کيږي چې: د ګټې اخېستنې او استعمارونې له لیارې ملتونه نه نېکمرغه کيږي، بلکه نېکمرغي د متبادلې او ګډې مرستې له لیارې لاسته راځي.

شپږم درس:

د بشري ټولنو نېکمرغي د فشار او فاشېزم له لیارې نه، بلکه ټولو ملتونو ته د حقيقي ازادیو او بشري حقونو د ورکولو له لیارې لاس ته راځي.

درېم فصل:

د علاج چاره څه ده؟

ددې په خاطر چې بشر نور له دې فاجعو لېرې پاته شي، نو باید د شلمې پېړۍ له درسونو ګټه واخلي. د نړۍ د ستونزو درملنه او حل لار د اسلام او لویدیز تر منځ د سالمو بنسټونو پر مبنا په ریښتینو خبرو اترو او مذاکراتو کې نغښتې ده. داسې خبرې اترې چې د یوه نوي نړیوال نظام پر درېدو وپاييږي هغه چې د بشر د نېکمرغۍ لپاره کار کوي.

اخېستل شوي ګامونه:

مهمترين ګامونه چې په دې لیار کې اخيستل شوي، د اته ګوني اقتصادي جرګه ګۍ (D-8)رامنځته کول دي، ددې مجموعې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
هغه شپږګوني ستوري چې ددې مجموعې پر بیرغ ثبت دي، لاندې مفاهیمو ته چې د بشر د نېکمرغۍ لامل ګرځي، اشاره کوي:
د جنګ او جنګ خوښونې سره نه، بلکه له سولې او سوله خوښونې سره.
له برخورد او کشمکش سره نه، بلکه د خبرو اترو او ډیالوګ له لیارې.
د دوه ګونو معیارونو له لیارې نه، بلکه د ریښتیني عدالت له لیارې.
له غرور او تکبر سره نه، بلکه له مساوات او برابرۍ سره.
له ګټې اخېستنې له لیارې نه، بلکه د دوه اړخیزو همکاریو له لیارې.
د فشار کارونې او فاشیزم له لیارې نه، بلکه د بشر حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د احترام له لیارې.
هغه ستوري چې د (D-8) مجموعې په بیرغ کې ثبت دي او هغه مفاهیم چې ورڅخه استازیتوب کوي، کولای شي چې د بشر د نېکمرغۍ لامل وګرځي.
ددې مجموعې بیرغ اتو غړیو هیوادونو ته چې ددې مجموعې په تاسيس کې يې ونډه درلوده اشاره کوي. او عبارت دي له : ترکيه، ایران، پاکستان، بنګلادېش، ماليزیا، اندونیزيا، نایجېريا، او مصر، دوی د سترو اسلامي هیوادونو له جملې څخه دي، چې د هر هیواد نفوس له ۶۰ ميلیونو څخه ډېر دی، ددغو هیوادونو د اوسيدونکو مجموعي نفوس د ۸۰۰ میلیونو په شاوخوا کې دی. په اساسنامه کې يې راغلي دي چې ټول اسلامي هیوادونه ددې مجموعې طبیعي غړي دي، لکه څنګه چې یادونه شوې چې د مجموعې د غړیتوب دروازه د ټولو مخ پر ودې هیوادنو په مخ پرانېستې ده.
تاسيسي تړون په (۱۵ جون ۱۹۹۷) کې د رفاه ګوند د حکومت پر مهال (ددې رسالې د لیکونکي پروفیسور نجم الدين اربکان د صدارت دوره) په يوه تاسيسي مجلس کې چې د یادو شويو اتو هیوادونو ولسمشرانو ګډون په کې درلوداو د تاسيس تړون يې لاسليک کړ، نافذ شو.
(D-8) ډلې د دوه اړخیزو همکاریو د تدریجي تکامل او د غړیو تر منځ د مشترکو پروژو د رامنځته کولو لپاره یو کال وټاکه (د دې پروژو په اړه د ډېرو معلوماتو په خاطر دې د مولف بل کتاب، مجموعة الثمانية الاقتصادية، ته مراجعه وشي).
د سترو صنعتي اوه ګوني ډله (G-7) چې د نړۍ د پانګوال نظام استازیتوب کوي، د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو ۳۰ هغه په بر کې نيسي، ددغو هیوادونو اوسيدونکي د نړۍ له ۶ ميلیاردو انسانانو څخه نزدې یوميلیارد انسانان جوړوي.
خو د (D-8) ډله په پام کې لري چې ټول مخ پر ودې هیوادونه چې د نړۍ له ۱۵۰ هيوادونو استازيتوب کوي او د اوسيدونکو شمېريې ۵ ميلیارده انسانان دي په بر کې نیسي.
مخکې مې په همدې بحث کې یادونه کړې وه چې د لویدیز تمدن پر قوت، زور ويَنې، او غلبې ولاړ دی.
د لويدیز سياستونه د (G-7) ډلې له خوا پلې کيږي، تر څو پر نړۍ غلبه تر لاسه کړي او د ظلم، بې عدالتۍ او استبداد بېلګې عملي کړي.
دغه هیوادونه د مخ پر ودې هيوادونو د وړاندیزونو په مقابل کې بیخي بې اعتنا دي چې وايي: راځئ یو داسې نوی نړیوال نظام جوړ کړو چې په هغې کې یو له بل سره تعاون او ګټوره مرسته وکړو او سره ژوند وکړو.
نو ځکه، ددې په خاطر چې د بشر نېکمرغي تر لاسه کړای شي، د (D-8) ډله جوړه کړای شوه، تر څو د یوه نوي نړیوال نظام په جوړولو کې چې په هغه کې مخ پر ودې هیوادونه فعال او موثر نقش ولوبوي، یو ګام وي.

وروستي ګامونه

دویم ګام چې د دکتور نجم الدين اربکان په مشرۍ د رفاه ګوند حکومت غوښتل وايې خلي داوو چې د (G-7) او (D-8) ډلګیو تر منځ ګردی مېز راوغواړي. ددې د راټولېدو لپاره د ۱۹۹۸ ميلادي کال وړاندوينه شوې وه، او له ځينو لویدیزو هيوادونو له رهبرانو سره په دې اړه لومړنۍ خبرې هم شوې وې چې چې مثبتې پایلې يې درلودې.
د یالتا لومړنی کانفرانس د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د نوي نړیوال نظام د رامنځ ته کولو په خاطر د بریالیو هیوادونو په منځ کې دایر شوی وو. هغوی دداسې نړیوال نظام بنسټ کېښود چې د هغوی د ګټو په خوندي کولو سره پر نړۍ د هغوی واکمنۍ ته تحقق وبښي. دوی د برلاسۍ، ځواک، او زور له مبدا څخه د ملتونو پر حقونو ولګېدل. بهترینه بېلګه يې په ملګرو ملتونو کې د  امنیت شورا جوړول او او بریالیو هیوادونو ته د وېټو حق ورکول دي.
له همدامله سولې ته لاس رسی چې د ټولو هیله ده او د مطلوبې نېکمرغۍ لاسته راوړنه ناشونې وګرځېده. مونږ د شپږ ګونو بنسټونو پر مبنا چې د (G-8) ډلې اعلان کړي وو غوښتل چې د نوي نړیوال نظام د رامنځته کولو لپاره دویم نړیوال یالتا کنفرانس راوغواړو.
دغه ټول توضیحات څرګندوي چې د نوي نړیوال نظام د رامنځته کولو لپاره د اسلام او لویدیز خبرې اترې نهایت اړينې دي، په دې شرط چې له هغه نقطې يې پيل کړو چې جهان ورته رسېدلی.

د پروژې وړانديز

په مخکينیو کرښو کې څرګنده شوه چې د نوې نړۍ د جوړولو په خاطر ډېرې او دوامدارې هڅې تر سره شوي دي. او موخه ترېنه د تمدنونو او په ځانګړي توګه د اسلام او لویدیز تر منځ د تعاون او همکارۍ زمينه جوړونه ده.
نو ځکه هغه ګامونه چې په اوسني وخت او شرایطو کې باید واخېستل شي، کوم دي؟

د خبرو اترو د مجمع بنسټ ايښودنه:

هر ازاد انسان او شرافتمند دولت چې هدف يې د انسان نېکمرغي ده دنده لري چې د یو نوي نړیوال نظام رامنځته کولو لپاره چې د بشر حقونه، خبرې اترې، ډيالوګ او عدالت پرې حاکم وي، هڅې وکړي.
کله چې دغې هيلې ته درسېدو په خاطر سياسي کوښښونه جریان لري، نو ددې هدف د ترلاسه کولو په خاطر ددې اړتيا احساسيږي چې په فکري ډګر کې هم ورته هڅې وشي.
ددې خاطر چې یوازې سياسي کار همېشه له ستونزو سره لاس او ګريوان وي، د بېلګې په توګه ګڼې پوښتنې راولاړيږي چې: کوم دولت یا موسسه کولای شي له اسلامي امته استازيتوب وکړي؟ او ایا نور به يې انتخاب او تصميم ومني؟
ددې پرځای، به دا ډېره ښه وي چې یوه داسې مجمع تشکيل شي، چې د پوهې او فکر څښتنان په بر کې ونیسي. او ددې چارې د تعقيب او د مطلوبو پایلو د ترلاسه کولو په خاطر، سعودي عربستان چې په اسلامي نړۍ کې له ځانګړي مقامه برخمن دی، کولای شي چې د خبرو اترو لپاره یوه ځانګړې مجمع تاسيس کړي.
دغه مجمع به د اسلامي نړۍ د مختلفو هېوادونو غوره شوي د فکر څښتنان په بر کې نیسي. ګڼې مسلکي کمېټې به تشکيل شي، او د مجمع د دندو د پرمخ بېولو په خاطر به بنسټونه او ارګانونه جوړ کړای شي.
له بلې خوا، هغه اړيکې چې د مجمع او نورو دولتونو په منځ کې پيدا کيږي، د هغوی لپاره به پلانونه کيږي او مهال ويش به ورته تياريږي، تر څو خبرې اترې په غوره توګه تر سره شي او د کامیابۍ لوړې درجې ته ورسيږي.

د مجمع تنظيمي تشکيلات:

عمومي جمعيت

اجرايي اداره چې له دې پورې استشاري هيئت اړه لري.
عمومي ريس به د لاندې څانګو پر دفترونو اشراف کوي:
د پلان او ستراتيژيکو څېړنو څانګه، د هغو افترآتو او درواغو مناسب رد چې په لویدیز کې برسېره شوي او اسلام بدنومی کوي، په مختلفو هيوادونو کې د کاري ټيمونو د جوړولو په خاطر د هيئت ایجادول تر څو د پوهنتونونو، رسنیو، او دسياست له سړیو سره اړيکې جوړې کړي او دا ددې په خاطر چې د هغوی نظريات له اسلامي نړۍ سره نزدې شي.
همدارنګه امکان لري چې خبرې اترې په پرمختللي توګه د اسلامي هېوادنو او روسيې، چين، جاپان، هند اوبرازيل د استازو تر منځ صورت ونیسي. طبيعي ده چې د امريکا له متحدو ایالتونو او اروپايي اتحاديې سره به خبرو اترو ته لازمه پاملرنه اړول کيږي.