ډاکټر فيض الله ثاقب

زړه په دوه برخو وېشل کېږي.

1 . کيڼ زړه

2 . ښی زړه

 

کيڼ زړه او ښيئ زړه بيا پخپل وار په دوه برخو وېشل کېږي چې پورتنيو برخو ته ېې اذينونه (Atriums) او ښکتنيو برخو ته ېې بطينونه (Ventricles) واېې.

پدې ډول د کيڼ زړه پورتنۍ برخې ته کيڼ اذين (Left Atrium) او ښکتنۍ برخې ته کيڼ بطين (Left Ventricle) وایی.

کيڼ اذين او کيڼ بطين د يوه وال (Valve) پواسطه يو دبل څخه بېل شويدي. دا وال د مايترال وال (Mitral Valve) په نوم يادېږي او کله چې هغه د نورمال څخه تنګ شي نو دې ناروغۍ ته د مايترال وال تنګوالی (Mitral Stenosis) وايي.

 

لنډه شرحه

وينه د زړه د راغونجېدو له کبله له ښي زړه څخه دواړو سږو ته ځي، په سږو کې اکسيجن پرې نصب او کاربن ډای اکسايد ترې بهرته وځي، وروسته دا اکسيجن لرونکې وينه دزړه کيڼ اذين ته اولدې ځايه د همدې وال (Mitral Valve) له لارې کيڼ بطين او په پايله کې لدې ځايه د وينې د رګونو له لارې د بدن ټولو برخو ته وېشل کېږي.

کله چې دا وال تنګ شي نو وينه له کيڼ اذين څخه کيڼ بطين ته په اسانۍ نه تېرېږي او په ترتيب سره بېرته په کيڼ اذين او سږو کې دمه کېږي چې دا پېښه د کيڼ اذين پړسوب (Left Atrial Hypertrophy) او د سږو پړسوب (Pulmonary Congestion) منځ ته راوړي او د ناروغ په ساه وېستلو کې ستونزې پيدا کوي.

 

د ناروغۍ پيدا کيدو ميخانيکيت:

مايترال وال په نورمالو حالاتو کې د 4 نه تر 6 سانتي متره مربع ساحه لري. او په عادي حال کې د اذين څخه بطين ته د وينې په تېرېدو کې هيڅ ستونزه نه پيدا کوي لدې کبله د وينې د څلورو څخه درې برخې پرته د اذين د را غونجېدو پخپله بطين ته تېرېږي او باقي پاتې څلورمه برخه وينه د کيڼ اذين د را غونجېدو له کبله کيڼ بطين ته تېرېږي چې د اذين دې را غونجېدو ته (Atrial Kick) وایی.

مګر کله چې دا وال تنګ شي د وينې په تېرېدو کې د ستونزو لامل او په اذين او سږو کې د وينې د دمه کېدو لامل ګرځي او د اذين او سږو پړسوب او نورې ډېرې ستونزې منځ ته راوړي.

 

د وال د تنګوالي درجې:

1.       د مايترال وال لږ تنګوالی (Mild Stenosis) - که د مايترال وال ساحه له يونيم سانتي مترمربع څخه زياته وي نو وييل کېږي وال ډېر لږ تنګ ده ، لدې امله په ډېرو حالاتو کې ناروغ ته تکليف نه ورکوي او درملنې ته ېې هم اړتيا نه وي.

2.       د مايترال وال منځنۍ درجه تنګوالی (Moderate Stenosis) – که د مايترال وال ساحه د يو او يونيم سانتي متر مربع تر منځ وي وييل کېږي چې وال په متوسطه اندازه تنګ ده، په ډېرو حالاتو کې ناروغ ته تکليف ورکوي او در ملنې ته ېې اړتيا ليدل کېږي.

3.       د وال شديد تنګوالی (Severe Stenosis) – هغه وخت چې د وال ساحه د يو سانتي متر مربع څخه لږ شي نو وييل کېږي چې وال شديد تنګ ده او دا نو هغه وخت ده چې د جراحي له لارې د وال پراخه کول نزدې حتمي خبره برېښي. او له جراحي پرته ناروغ تل د مړينې له خطر سره مخامخ ده.

 

د وال د تنګوالي لاملونه:

ددې ناروغۍ تر ټولو عام لامل يوه تبه ده چې روماتيک تبه (Rheumatic Fever) ورته واېې ، دا تبه پخپل وار د يوه مکروب له امله منځ ته راځي چې سټرپټوکاکس Streptococcus نومېږي او ډېر ځل د ستوني درد په شکل او کله کله د پوستکي د مرداردانو په شکل منځ ته راځي.

ځنی نور لاملونه هم لري چې ډېر لږ ليدل کېږي او پيدايشي تنګوالی هم په همدې لږ شمېر لاملونو کې شامل ده.

 

د مايترال وال د تنګوالي درملنه

د يادونې وړ ده چې درملنه پدې ناروغۍ کې يواځې محافظوي ارزښت لري پدې مانا چې د ناروغ تکليفونه کرار او ژوند ېې تر څه کچې ښه کوي. که لږ په تفصيل ووايو نو دلته ډاکټر د هغه ستونزو درملنه کوي چې ددې تنګوالي له امله منځ ته راغلې د بېلګې په ډول که زړه ېې په بې کفايتۍ اخته کړي وي نو ناروغ ته د زړه د تقوېې درملنه کوي او همدارنګه په هغه د کار فشار تر څه کچې را کموي، که د سږو پړسوب ېې ورته پيدا کړی وي د هغه مناسبه درملنه کوي .........

درمل هيڅکله نشي کولای چې تنګ شوی وال بېرته پراخه کړي.

يواځنی وسيله چې تنګ شوی وال بېرته پراخه کوي هغه جراحي ده.  

 

يادونه:

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې جراحي عمليات ددې ناروغۍ لپاره ډېر ګران او بيه ېې ډېره لوړه ده چې زمونږ د هېواد والو له وسې بهر بريښي، پدې ډول زمونږ ډېر هېواد وال چې ددې وال او د زړه د نورو والونو شديد تنګوالی لري يواځې مرګ ته انتظار باسي او ډېر شمېر هېواد وال مو لدې ناروغۍ څخه هره ورځ د خپل خوږ ژوند څخه بې برخې کېږي.

 

په درناوي.

ډاکټر فيض الله (ثاقب).