آيا ويټامين ډي د سرطان مخنيوی کولای شي؟
د ډاکټر دوران فيضان ژباړه
څېړونکو د ويټامين ډي د نوي ډوز (اندازې) سپارښتنه کوي چې له هغه ډوز څخه چې پخوا يې سپارښتنه شوې وه، ډېر لوړ دی.
څېړونکي څرګندوي چې د بسيا بس (کافي) ويټامين ډي اخيستلو
په شمالي امريکې کې د کولون او تي کانسر په شمېر کې د پام وړ کمښت ليدل
شوی دی.
څېړونکي زياتوي چې بالغ وګړي بايد د ورځې دوه زره نړيوال
يونټه 2000IU ويټامين ډي د Vitamin D3 يا Cholecalciferol په بڼه واخلي
ترڅو دلويو کولمو او تي کانسر په ګډون يې د کانسر په ځينو ډولونو د اخته
کېدو چانس لږ شي. خو ښايي وويل شي چې دا کار په نوموړو سرطانو د نه اخته
کېدو ګرانټي نه ورکوي. دا ځکه چې نوموړې مالومات د يوې کتنې په پايله کې
لاسته راغلي چې په مستقيم ډول يې د کانسر په مخنيوي کې د ويټامين ډي رول
ندی ارزولی.
د ياونې وړ ده چې اوس مهال د 2000IU د ويټامين ډي د زغم
وړ پورتنی حد ګڼل کېږي، او د ژوند په لمړيوپنځوسو کلو کې د ورځې دوه سوره
نړيوال يونټه 200IU او ۵۱-۷۰ کلنې کې د ورځې څلور سوه نړيوال يونټونه
400IU او د ۷۱ کلنې وروسته دو ورڅې ۶۰۰ نړيوال يونټه بسيا بس (کافي) ګڼل
کېږي.
په کانسر باندې د ويټامين ډي اغېزمنتيا په اړه وروستۍ څېړنې د
Cedric Garland DrPH, په ګډون د کاليفورنيا پوهنتون ساينس پوهانو لخوا
ترسره شوې دي. دوې په خپل رپورټ کې چې په Nutrition Review نومي جورنال
کې خپور شوې دی، په دې اړه د ۲۹ کتنيزو څېړنو يادونه کړې.
Garland او
ملګرو يې د نوموړو کتنيزو څېړنو پايلې سره يو ځای کړې او ويې پتيله چې په
شمالي امريکې کې د کولون يا لويو کولمو سرطان په واقعاتو کې 50% کمښت
لپاره اړينه ده چې وګړي هره ورځ د Vitamin D3 دوه زره نړيوال يونټه واخلي،
او د دې لپاره چې د تي په سرطان کې په همدې کچه کمښت راشي بايدهره ورځ
3500IU ويټامين D3 واخسيتل شي. خو دوې خبرداری ورکوي چې د ورستې ډوز د
ويټامين ډي د زغم وړ ډوز له پورتني بريد (Upper Limit) څخه ډېر لوړ دی.
څېړونکي
زياتوي چې ښايي ويټامين ډي له بېلابېلو لارو د سرطان مخنيوی وکړي لکه: د
ژوندينکو (حجراتو) روغتيا او د هغوې د ژوند نورمال اوږدوالي له لارې، د
کنټروله وتلي حجروي تکثر د مخنيوي له لارې، او د تومور لپاره د نويو اوعيو
(رګونو) د جوړېدو د مخنيوي له لارې.
د ويټامين ډي ښه زېرمې کبان،
لبنيات او حبوبات دي. همدارنګه د انسان وجود هم، که چېرې د لمر وړانګو ته
وړاندې شي، ويټامين ډي جوړوي. د Garland ډله سپارښتنه کوي چې هره ورځ دې
پنځلس دقيقو لپاره پداسې حال کې لمر وړانګو ته بدن وړاندې کړای شي چې د
پوستکي ۴۰ سلنه پرته له کوم فلتر څخه د لمر وړانګو ته مواجه وي.