دبې عدالتۍ احساس دزړه دناروغیو خطره زیاتوي
د ډاکټر عيسی ستانکزي ژباړه
هغه کسان چې احساس کوي په کور او یاپه ټولنه کې له هغوی سره بې انصافي کېږي تر نورو زیات دزړه دحملې له خطرې سره مخامخ وي دغه کسان چې احساس کوي ورسره بې عدالتي کېږي د نورو په پرتله ۵۵ سلنه زیات دزړه له خطرې سره مخامخ وي. د بې عدالتۍ احساس دمنفي عطوفت درامنځته کیدو لامل کېږي چې ورپسې بايوکېمېکل بدلونونه پیدا کېږی .
ددغه څېړونکې ډلې مشر ډاکټررابرټو دوو ولګي وايي : ددغې څیړنې پیغام ددې لپاره یوهڅه ده چې په ټولنه کې عدالت پراخ شي، په دې څیړنه کې دانګلستان په ۸۰۰ مامورینو باندې څېړنې شوي او نوموړې پايلې لاسته راغلي دي .
څیړاندو په جلا جلا توګه دکار په چاپېریال کې دبې انصافۍ عامل نه دی جاجولی بلکه د زړه دناروغیو ښکېلو فکټورونو لکه چاغښت ،سیګرټ په حذفولو سره دې پاېلې ته رسیدلي دي .
ددې څیړنې پايلو وښودله چې د ژوند په نورو اړخونو کې هم بې انصافي دزړه ناورغۍ سختوي ددغو کسانو روحي او رواني سلامتیا کابو یوولس کاله ترڅارنې لاندې ونیول شو. څیړاندو دا خبره ثابته کړه چې وګړي چې څومره دبې عدالتۍ له احساس سره مخامخ وي هومره دغه ډول خطرې زیاتېږي .