د يوې څېړنې پر بنسټ، هغه کسان چې يو پښتورګې يې ويستل شوی وي، څو کاله وروسته د لوړ فشار په ناروغې اخته کېږي. دا څېړنې څرګندوي چې د پښتورګي بسپنه او يا په کوم بل علت د يو پښتورګي ويستل دفشار د لږ خو دپام وړ او دوامداره لوړوالي لامل ګرځي. سره له دې څېړونکي وايي چې د دې پايلو د تصديق لپاره لا زياتو څېړنو ته اړتيا ده. دوی زياتوي چې په 48 څېړنوکې چې د پښتورګي پر بسپنه ورکونکو تر سره شوي دي، د څېړنو له او دوينې فشار د ارزونې جلا جلا لارې چارې کارول شوي دي او پدې هکله چې آيا د پښتورګي بسپنه ورکول په راتلونکې کې د وينې فشار د لوړېدو لامل ګرځي او که نه، بېلا بېلې پايلې لاسته راغلي.
اوس مهال په امريکا کې نژدې 67000 ناروغان چې پښتورګو يې له کاره لوېدلي دي، د پښتورګيو بسپنې او پيوند ته په تمه دي تر څو يې ژوند وژغورل شي.
په 2005 کال کې په امريکا کې يواځې 16477 د پښتورګي د پيوند عملياتونه ترسره شوي دي چې له دې ډلې څخه يواځې 6896 عملياتونو کې د ژونديو بسپنه ورکونکو پښتورګي کارول شوي دي. په ټوله نړۍ کې نژدې اتيا زره کسانو خپل پښتورګې په بسپنه ورکړي. Dr. James F. Childress وايي چې ددې بسپنه ورکوونکو په منظم ډول څارنې د نه شتون له امله په دوې کې د اوږدې مودې د خطرونو ارزونه نه شونی کار دی.
Childress په مشرۍ د غړيو بسپنه ورکولو په هکله يوه کميټې دنده اخيستې تر څو د غړيو ته د اړو ناروغانو لپاره د مړو شويو کسانو څخه د غړيو داخيستلو لارې چارې وپلټي. دوې څرګندوي چې بايد د ژونديو وګړو څخه د غړيو اخيستلو رواج، په دقت سره و ارزول شي.
Childress وايي: موږ د غړيو د ژونديو بسپنه ورکونکو په هکله اوږدمهاله مالومات په لاس کې نلرو او نه پوهېږو چې د غړيو ورکولو د هغوې پر ژوند څه اغېزې کړي او دوې له کوم ډول خطرونو سره لاس او ګريوان دي؟ موږ نه پوهېږو چې د غړيو د ورکړې وروسته هغوی ته څه پيښ شوي، نو موږ څنګه کولاې شو چې نورو بسپنه ورکونکو لپاره چې حاضر دي خپل غړي اړو ناروغانو ته ورکړي، د هغه خطرونو په هکله چې ښايي دوې ورسره مخ وي مالومات ورکړو؟

د وينې د فشار لوړوالی

د نويو مالوماتو پر اساس چې په دی وروستيو کې خپاره شوي دي ويل کېږي چې څېړونکو ټولې 48 پخوانې څېړنې چې په هغوې کې د 28 هېوادونو نه ټول 5145 دپښتورګيو بسپنه ورکوونکي تر څېړنې لاندی نيول شوي وو، له سره تر مطالعې لاندی ونيولې. د پښتورګي د بسپنه ورکولو په وخت کې ددې وګړو منځنې عمر 41 کاله وو.
د پښتورګي د ويستلو نه مخکې ددوی سيسټوليک فشار په اوسط ډول 121mm Hg او ډياسټوليک فشار په اوسط ډول 77mm Hg و. ښايي ووايو چې د 120mm Hg څخه کښته سيسټويک فشاراو 80mm Hg څخه کښته ډياسټوليک فشار نورمال ګڼل کيږي اود وينې فشار هغه وخت لوړ ګڼل کېږي چې سيسټوليک فشار د140 څخه او يا ډياسټوليک فشار د90 څخه لوړ شي.
څېړونکو وموندله چې په د پښتورګو په هغه بسپنه ورکونکو کې چې لږ تر لږه تر پنځو کالو پورې تعقيب شوي او څېړنې لاندې نيول شوي وو، سيسټوليک او ډياسټوليک فشار دواړه د دوې د عمر لپاره د نورمال فشار څخه نژدې 5mm Hg لوړ وه.
ويل کېږي چې په سيسټوليک فشار کې د هرو 10mm Hg او په ډياسټوليک فشار کې د هرو 5mm Hg په لوړېدو سره، د زړه ناروغې او Stroke له کبله د مړينې خطر يونيم ځل زياتېږي.

نوموړي څېړونکې زياتوي چې ښه به وي چې ټول د پښتورګي بسپنه ورکوونکي، د پښتورګي له ورکړې څخه د دوی د روغټيايي حالت له پام کې نيولو پرته، د پښتورګي له ورکړې وروسته د مراقبت لاندې ونيول شي ترڅو له نورو خطري فکټورنو څخه لرې وساتل شي او همدارنګه د فشار له لوړوالي او په راتلونکې کې د قلبي ناروغيو مخنيوی وشي.
Dr. Neil Boudville او ملګري يې وايي: ددی خبرې پخلی چې د پښتورګي د بسپنې ورکونې له کبله منځته راتلونکې لوړ فشار هم دغه راز پايلې لري او که نه، لا زياتو څېړنو ته اړتيا لري. دا ځکه چې د لوړ فشار په نورو ناروغانو کې له نژدې څخه د دوې مراقبت او لازمه درملنه په مرګونو پايلو کې کمښت راوړي.
    SOURCES:
  • Annals of Internal Medicine, August 2006, vol 145, pp 185-196.
  • Organ Donation: Opportunities for Action, May 2006.8.25
  • Age-Specific Relevance of Unusual Blood Pressure in Vascular Mortality, 2002.