په سودي بانک کې کار کول
په سودي بانک کې کار کول
پوښتنه:
محترما!
زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چې: زه په بانک کې وظیفه لرم چې د دې بانک په
مرکزي شعبه کې سودي اکونټونه شته مگر پدې برخه کې چه زه پکې کار کوم سودي
اکونټونه نشته. نو کوم معاش چې ما ته راکوي ایا دا زما د پاره حلال
دی (زه خو به په سود کې نه راځم) او که دا زما د پاره اجوره ده؟
ځواب:
قدرمنه وروره
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
په سودي بانګونو کې کار کول سم کار نه دى، ځکه د بانګونو ټولې څانګې له يو
بل سره رابطه لري او هغه سودي پيسې پکې تبادله کېږي، مګر ځينې علماء وايي
چې يو د جواز خبره ده چې د ضرورت په وخت کې جواز لري او يو د تقوا خبره ده
که څوک غواړي چې د شبهاتو څخه ځان وساتي نو کار کول ورته ښه نه دي
والله اعلم
+ نوشته شده در 28 May 2012 ساعت ۱۱:۵۱ ق.ظ توسط نصیراحمد الهاشمی
|