سلامونه مي ومني زه به تاسوته د يولسم سپتمبر په اړه  یو کره اسلامی او قرآنی معلومات به درکړم

لومړی ثبوت دقرآنکریم !

په امریکا کی چه کومه د یوولسم سپتمر پیښه رامنځته شوه هغه په سورت التوبه کی ذکر شویده .

لومړی : د سورت شان نزول (۱۱) دی . د نوموړی سورت التوبه ترتیب په قرآنکریم کی نهم (۹) او دحروفو شمیر یی د نوموړی پیښی د ذکر کیدو تر ځای پوری (۲۰۰۱) کیږی

دوهم : هغه سیمه چی نوموړی پیښه پکی رامنځته شوه په نوموړي سورت التوبه کی ذکر شویده چی جُرُف هار نومیږی.

دریم : نوموړی پیښه د سورت التوبه په (۱۰۸) او (۱۰۹) ایتونو کی ذکر شویده .

څلورم : نوموړی سورت په ۱۱ سیپاره کی دی .

واقعه :

په امریکا کی چه کومه پیښه رامنځته شوه هغه په دی لاندی تاریخ میاشت او کال کی را منځته شوه .

لمړی : نوموړی پیښه په ۱۱ تاریخ ؛ د سپتمبر په میاشت کی یعنی نهمه میاشت او  ۲۰۰۱ کال کی رامنځته شوه .

دوهم : هغه سیمه چی نوموړی بلډینګ پکی وو هم جُرُف هار نومیږی

دریم : د نوموړی پیښی واقع کیدو د بلډینګ موقعیت  ۱۰۸ـ ۱۰۹ سړک په مینځ کی وو .

څلورم : هغه الوتکه چی په نوموړی بلډینګ  ور ننوتله هم (۱۱) پری لیکل شوی وو.

دنوموړی پیښی  څخه مطلب دادی چه قرآنکریم یو محکم او مضبوط کتاب او یوه ژوندي معجزه ده . چه تر قیامته پوری ټول پیښیدونکی واقعات پکی ذکر شوی دی او یوه لحظه به وړاندی او وروسته نه کیږی بلکی په هماغه ټاکلی وخت  به واقع کیږی او هیڅ تغیربه پکی نه راځی . ومن الله التوفیق

لیکوونکی نصیراحمد هاشمی . کابل افغانستان

www.nasirhashemi.blogfa.com