انګلیس ترجمه پښتو متلونه شپږم مخ
(٥٩٤) تنقيد کول اسان دي، کار کول ګران.
(595) Crooked by nature is never made straight by education.
(٥٩٥) د سپي لکۍ په زور
نه سمېږي.
(596) Crust cows have short horns.
(٥٩٦) خداى دې خره له
ښکر نه ورکوي.
(597) Custon is the guide of the ignorant.
(٥٩٧) جاهلان په زړو
کيسو پسې ګرځي.
(598) Cut your coat according to your cloth.
(٥٩٨) د خپل څادر سره
پښې غځوه.
(428) Back again, like a bad penny.
(٤٢٨) بد عادتونه په
اسانۍ سره نه ځي.
(429) Bad company is the devil’s net.
(٤٢٩) خراب ملګري د
شېطان جال دى.
(430) Bad counsel confounds the adviser.
(٤٣٠) څوک چې اسمان ته
لاړې توکي بېرته په هغه راپرېوځي.
(431) Bad customs are better broken up than kept up.
(٤٣١) د بدو رواجونو د
پوره کولو نه پرېښودل غوره دي.
(432) Bad excuses are worse than none.
(٤٣٢) د درواغجنو بهانو
نه يو “نه” ښه دى.
(433) Bald heads are soon shaven.
(٤٣٣) چې بخت خراب شي
مصيبت صبر نه کوي.
(434) Barking dogs seldom bite.
(٤٣٤) چې ډېرې غوريږي
هغه ورېږي نه.
(435) Bashfulness is an enemy to success.
(٤٣٥) په شرع کې شرم
نيشته.
(436) Be a friend to thyself and others will be so too.
(٤٣٦) عزت کوه عزت به
دې کېږي.
(437) Be always in time, too late is a crime.
(٤٣٧) چې ناوخته يې
بدبخته يې.
(438) Be it weal or be it woe, it shall not be always so.
(٤٣٨) وختونه بدلېږي
رابدلېږي، کله درياب کله کرياب.
(439) Be not ashamed of your handicraft.
(٤٣٩) په کار کې شرم
نيشته.
(440) Be not the first to quarrel, nor the last to make it up.
(٤٤٠) په جنګ کې پېل مه
کوه او په صلح کې ځنډ.
(441) Be spring in praising and more so in blaming.
(٤٤١) د چا ستاينه په
احتياط کوه او نيوکه د هغې نه هم په زيات احتياط.
(442) Be surety, and danger is at hand.
(٤٤٢) ضمانت کې خطره خو
وي.
(443) Be never so high, the law is above you.
(٤٤٣) د سر د پاسه سر
شته.
(444) Bear and forbear.
(٤٤٤) د صبر مېوه خوږه
وي.
(445) Beat the dot before the lion.
(٤٤٥) اول د مخامخ خطرې
نه ځان خلاص کړه.
(446) Beauty and folly are often companion.
(٤٤٦) ښايست اکثر احمق
وي.
(447) Beauty has a short date.
(٤٤٧) ښايست د ژمي
ماځيګر دى تېر به شينه.
(448) Beauty is blossom.
(٤٤٨) د ګل عمر دوه
ورځې وي.
(449) Beauty is potent but money is omnipotent.
(٤٤٩) ښکلا کې قوت شته
خو د دولت قوت ته نه رسي.
(450) Beauty without grace is a violet without smell.
(٤٥٠) ښايست بې کماله
لکه ګل بې خوشبويه.
(451) Bees that have honey in their mouth have stings in their tails.
(٤٥١) د ګل سره ازغي
خامخا وي.
(452) Before old age my care was to live well, in old age, to die well.
(٤٥٢) په ځوانۍ کې د ښه
ژوند او په پيرۍ کې د ښه مرګ فکر وي.
(453) Beggar’s bags are bottomless.
(٤٥٣) د سوالګر خېټه نه
ډکېږي.
(454) Beggars must be no choosers.
(٤٥٤) زه دې دوکان ته
نه پرېږدم ته وايې چې درانه يې وتله.
(455) Being on sea, sail; being on land, settle.
(٤٥٥) چې چېرې وسې په
مذهب به د هغو شې.
(456) Believe that you have it, and you have it.
(٤٥٦) قناعت ستر دولت
دى.
(457) Believe well and have well.
(٤٥٧) ښه کوه ښه به
درسره کېږي.
(458) Bells call others to church, but enter not in themselves.
(٤٥٨) ملا بل ته مسئلې
کوي پخپله پرې حملې کوي.
(459) Benefits please like flowers, while they are fresh.
(٤٥٩) ښه ژر هېرېږي.
(460) Best is best.
(٤٦٠) ښه ښه وي.
(461) Best is cheapest.
(٤٦١) چې نه پوهېږې ښه
شى اخله.
(462) Best to bend while it’s twig.
(٤٦٢) عادتونه په
ماشوموالي کې بدلېدى شي.
(463) Betrayers are hatred even by those whom they benefit.
(٤٦٣) غدار د هر چا بدي
شي.
(464) Better a good expectation than a mean possession.
(٤٦٤) دنيا په امېد
ولاړه ده.
(465) Better a penny with right than a thousand without.
(٤٦٥) يوه روپۍ حلاله د
يو لک حرامو روپيو نه ښه ده.
(466) Better be alone than in ill company.
(٤٦٦) بدو خلکو سره د
کېناستو نه ځانله ښه يې.
(467) Better be born lucky than wise.
(٤٦٧) عقل مه غواړه
طالع غواړه رحمانه، عقلمند د طالعمنو نوکران دي.
(468) Better be half-hanged than ill-wed.
(٤٦٨) د بدلمنې ښځې نه
لونډ ښه يې.
(469) Better be idle than ill-employed.
(٤٦٩) د بد کار کولو نه
بېکاره ښه يې.
(470) Better be proficient in one art than smattered in a hundred.
(٤٧٠) په سلو کارونو کې
د سر نښلولو نه د يو کار بشپړول ښه دي.
(471) Better deny at once than promise long.
(٤٧١) د نه پوره
کېدونکو وعدو کولو نه “نه” کول ښه دي.
(472) Better do it than with it done.
(٤٧٢) د يو کار په باره
کې د سوچ کولو نه ښه دا ده چې هغه کار وکړې.
(473) Better die once for all than live in continual terror.
(٤٧٣) د هرې ورځې د
وېرې ډار نه مرګ ښه دى.
(474) Better go about than fall in a ditch.
(٤٧٤) په نېغه لار ځه
که اوږده هم وي.
(475) Better go back than go wrong.
(٤٧٥) په غلطه لار د
وړاندې تلو نه بېرته ستنېدل ښه دي.
(476) Better go to bed supperless than rice in debt.
(٤٧٦) په پور د خوړلو
نه نهر ويده کېدل ښه دي.
(477) Better go to heaven in rags than to hell in embroidery.
(٤٧٧) د ناروا ګټې نه
غريب ښه يې.
(478) Better go without medicine than call in an unskillful physician.
(٤٧٨) نيمچه حکيم پوره
خطر دى.
(479) Better half an egg than an empty shell.
(٤٧٩) د خالي لوښي نه
نيمه اګۍ هم ښه ده.
(480) Better ill-fed than ill-bred.
(٤٨٠) نهر ښه يې خو نه
بې لارې.
(481) Better lose a jest than lose a friend.
(٤٨١) د داسې ټوکې کولو
نه يې نه کول ښه دي چې دوست پرې خفه شي.
(482) Better short of pence than short of sense.
(٤٨٢) بې پېسو ښه يې نه
بې عقله.
(483) Better still rise and fall.
(٤٨٣) د خپل څادر سره
پښې غځول ښه دي.
(484) Better small fish than an empty dish.
(٤٨٤) د خالي لوښي نه
ښه دا ده چې څه خو پکښې وي.
(485) Better suffer for truth than prosper by falsehood.
(٤٨٥) د حق زحمت د
درواغو د راحت نه ښه دى.
(486) Better suffer ill than do ill.
(٤٨٦) غم په خپله زغمه
نورو ته يې مه ورکوه.
(487) Better the feet sleep than the tongue.
(٤٨٧) د پښې ښويېدل ښه
دي نه د ژبې.
(488) Better thou perish than truth.
(٤٨٨) د حق په لار کې د
مرګ نه مه ويرېږه.
(489) Better go ask than go astray.
(٤٨٩) په غلطه لار د
تللو نه ښه دا ده چې پوښتنه وکړې.
(490) Better to be blind than to see ill.
(٤٩٠) د بد نظر د اچولو
په ځاى ړوند ښه يې.
(491) Better to die a beggar than live a beggar.
(٤٩١) د ذلت د ژوند نه
مرګ ښه دى.
(492) Better to trust in God than in His saints.
(٤٩٢) په وليانو د
عقيدې نه ښه دا ده چې په خداى عقيده وساتې.
(493) Better untaught than ill-taught.
(٤٩٣) د خراب تعليم نه
بې تعليمه ښه يې.
(494) Between the devil and the deep sea.
(٤٩٤) چې نه مخکې لار
لرې او نه وروسته تلى شې.
(495) Beware of a silent dog and still water.
(٤٩٥) د ژمي په لمر او
د دښمن په خندا اعتبار نشته.
(496) Beware of him who regards not his own reputation.
(٤٩٦) چې د ځان عزت نه
پېژني نو د بل به څه وپېژني؟
(497) Beware of no man more than thyself.
(٤٩٧) ښه او بد دې په
خپل لاس کې دي.
(498) Beware of one who flatters unduly; he will also censury unjustly.
(٤٩٨) چې څوک دې هيڅ بې
هيڅه ستاينې کوي هغه به دې هيڅ بې هيڅه بد هم وايي.
(499) Birds of feather flock together.
(٤٩٩) کوتره له کوترې
سره او باز له باز سره.
(500) Black is the badge of hell.
(٥٠٠) تورتم د دوزخ
نخښه ده.
(501) Black will take no other hue.
(٥٠١) په تور بل رنګ نه
خېژي.
(502) Blame is the lazy man’s wages.
(٥٠٢) د ناراسته سړي
معاش څه؟ خبرې!
(503) Blind zeal only does harm.
(٥٠٣) ړوند جذباتيت د
زيان سبب جوړېږي.
(504) Blood is thicker than water.
(٥٠٤) لاس چې مات شي
خپلې غاړې له ځي.
(505) Blow will answer blows.
(٥٠٥) د سُوک ځواب په
سُوک.
(506) Blushing is virtue’s colour.
(٥٠٦) شرم د حيا نخښه
ده.
(507) Bodies devoid of mind are as statues in the market-place.
(٥٠٧) د بې عقله سړي
مثال د بُت دى.
(508) Bodily labour earns not much.
(٥٠٨) په مزدورۍ څه
کېږي.
(509) Bones for those who come late.
(٥٠٩) ناوخته کولو کې
تاوان دى.
(510) Books and friends should be few and good.
(٥١٠) کتابونه او
دوستان لږ خو ښه ساته.
(511) Borrowed cats catch no mice.
(٥١١) د سوال په اوبو
جرنده نه ګرځي.
(512) Brave actions never want a trumpet.
(٥١٢) ښه کارونه څوک د
نوم لپاره نه کوي.
(513) Bright to sight, heart’s delight.
(٥١٣) کوم شى چې په زړه
ښه ولګي هغه زړه خوشحالوي.
(514) Bring not a bagpipe to a man in trouble.
(٥١٤) په زهيرو زړونو
ګوتې مه وهه.
(515) Broken sacks will hold no corn.
(٥١٥) مات شوي زړونه نه
روغېږي.
(516) Brothers quarrel like thieves inside a house, but outside their swords
leap out in each other’s defense.
(٥١٦) ورونه که د کور
دننه د يو بل وينې هم وڅکي خو له کوره بهر بيا د يو بل ملاتړ ته رادانګي.
(517) Building and marrying of children are great wasters.
(٥١٧) په کور جوړولو او
واده کولو پېسې خو لګي.
(518) Bullies are generally cowards.
(٥١٨) څوک چې لاپې وهي
هغه ډارن وي.
(519) Burns not your hose to fright away the mice.
(٥١٩) په سپږه پسې لمڅى
سوځول.
(520) Business neglected, business lost.
(٤٢٠) په کار کې بې
پرواهي کار له منځه وړي.
(521) Business is the salt of life.
(٥٢١) د ژوند خوند خو
په کار دى.
(522) But one egg and that too addled.
(٥٢٢) يوه ها او هغه هم
سخا!
(523) Buy what you do not want, and you will sell what you cannot spare.
(٥٢٣) چې بې ضرورته
شيان دې اخيستل نو د ضروري شيانو خرڅولو ته به اړ کېږې.
(524) Buyers want a hundred eyes; sellers none.
(٥٢٤) اخيستونکى خپل
زړه ته ګوري، خرڅوونکى خپل ته.
(525) By taking always out and never putting in, the bottom is soon reached.
(٥٢٥) چې خوراک وي او
ګټه نه وي د قارون خزانه هم ختمېږي.
(526) By doing nothing we learn to do ill.
(٥٢٦) د وزګار په مزغو
کې شېطان ناست وي.
(527) By losing present time we lose all time.
(٥٢٧) وخت له لاسه
ورکول هر څه له لاسه ورکول دي.
(528) By other’s faults wise men correct their own.
(٥٢٨) عقل د کم عقلو نه
زده کېږي.
(529) By time all things are produced and judged.
(٥٢٩) وخت ښه قاضي دى.
(530) By trying the Greeks got into try.
(٥٣٠) په همت هر څه
کېږي.
(531) By bearing with others, you shall be borne with.
(٥٣١) څه چې کرې هغه به
رېبې.
(532) By his very concealment he added fame to fame.
(٥٣٢) مشهور چې ورک شو نور مشهور شو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ