عقیدت
دعلم عَلم مشال دی بــــــراوســــــــه
غــیږه دی غازیانو ته سنګراوســـــه
ســــــتا،مزارته وایمه سلام ســــــلام
څـــــرخ کی مولانا غوندی دلبراوســه
پـــــوهه یی عرب عــــجم منی مــــدام
فـــــیض د سجاوندپه بحروبراوســــــه
ســــــــتوری دالهام او نورانیت چی وو
مـــــــیرعبدالستار ځلانده لمر اوســـــه
ها ، دبصــــــیرت او ذهانـــت چـــــــینه
امیرمحمدی ، ښــــــــــــکلی رهبراوسه
استاد، داحادیثواو فنــــــــــــــــــــونوهم
شیخ محـــــــــــــمدنعیم په لرو براوسـه
لښکری داسلام تاخاک پاک بـــــــــــولی
دااعـــــــــــــزاز دی تل ترتله ســـراوسه
خاوره دولـــــــــــیانو،اوصوفیــــــــانوده
عزیزه عقـــــــــــــیدت په لوګر اوســـــه
______________________
منبع از اسلام ادب وفرهنگ