ليكوال: شيخ محمد بن صالح العثيمين

ژباړه: خادم احمد

پاى او نتيجه:

بايد يادونه وكړو، چې موږ په دې خاطر د دې موضوع شرح او بسط نه دى رادمخه كړې، چې خلك  د دې لوى او پراخ ټولنيزې مسئلې درك او پېژندنې ته اړتيا لري او هغه كسان چې د دې مسئلې په شرح او څرګندېدا كې زيار ايستلى او كار كړي، په كلي او هر اړخيزه توګه په موضوع كې نه دي داخل شوي. په داسې حال كې، چې پر هر باحث واجب دى، چې د عدل او انصاف په تړاو په ژوره توګه سوچ او فكر وكړي او له پوهاوي څخه مخكې دې په خبرو نه پيل كوي، او د بېلابېلو دليلونو په اړه بايد د دوو خصم لوري ترمنځ دې د حاكم درېځ نه خپلوي، په يو عادلانه ليد سره د علم او پوهې په رڼا كې دې پرېكړه وكړي او د مرجح له شتون پرته دې هېڅ لوري ته ترجيح نه وركوي، بلكې د دليلونو په وړاندې كولو كې دې ټول اړخونه په پام كې ونيسي. له دوو ويناوو پر يوه باندې په عقېدې او باور سره بايد د هم عقېدې د دليلونو د اثبات او د مقابل لوري پر اهمال او كوتاهۍ لاس پورې نه كړي. له همدې امله علماوو ويلي، پر يوه شي له باور وړاندې لازم دى، چې پر هغه د دليل اقامه وشي، څو عقيده د دليل تابع وګرځي، نه دا چې دليل د عقېدې تابع وګرځي. هغه كس چې له دليل نه وړاندې پر يو څه عقيده او باور وكړي، دغه عقيده نوموړى د هغو نصوصو په ردولو ، چې يې د عقيدې مخالف دى او كه ردول يې ناشونى وي، نو په تحريف يې لاس پورې كوي. ډېرى كسان مو ليدلي، چې د خپلې عقېدې د تاييدولو په موخه، د ادلې د تسخير له اثره، زيان او ستونزه رامنځ ته كړي، په داسې توګه، چې د خپل صاحب عقېده يې پر كمزورو ( ضعيفو) حديثونو حمل كړي يا د خپلې وينا د ثبوت په خاطر يو شمېر دليلونه په داسې حال كې پر صحيحو حديثونو باندې تحميل كړي، چې په اصل كې پر داسې حديثونو باندې د داسې دليلونه حمل د تحمل وړ نه دي. يوه ورځ د يو ليكوال په ليكنه كې مې د حجاب د نه وجوب په اړه ولوستل، چې د حضرت عايشې ( رض) پر هغه حديث استناد كړى، چې ابوداوود يې پيغمبر (ص) ته د حضرت ابوبكر (رض) د لور اسما له راتګ څخه روايت كړى. په دې حديث كې، ګران پيغمبر (ص) اسما ته ويلى و، كله چې ښځه بلوغ ته ورسېږي، نو ورته نه ښايي، چې دهغه، دغه او هغه ښكاره شي، او په همدې وخت كې يې خپلو لاسونو او مخ ته اشاره وكړه. دغه ليكوال ويلى، چې دغه حديث يو صحيح او متفق عليه حديث دى. په داسې حال كې، چې علما پر متفق عليه توب او صحيحتوب يې اتفاق نه لري. ابوداوود چې خپله د همدې حديث راوي دى، هغه يې پر ارسال معلول كړى او امام احمد او د حديثو نورو امامانو د دې حديث له راويانو څخه يو تن ضعيف بللى. دلته څرګنده شوه، چې ناپوهى او تعصب خپل صاحب بلا او هلاكت خواته ورټيله كوي. حضرت ابن القيم په دې اړه وايي:

(( و تعر من من ثوبين مي يلبسهما/ يلقي الردي بمذله و ان ثوب من الجهل المركب فوقه/ ثوب التعصب بئست الثوبان / و تحل بالانصاف افخر حله / زينت بها الا عطاف و الكتفان.

ژباړه: (( له دوو جامو څخه ځان خالي او لرې ساته، دا هغه جامې دي، كه يې څوك واغوندي، ډېر كله په ذلت او اهانت كې واقع كېږي، دغه دوې جامې، د ناپوهۍ چې برسېره يې د تعصب جامه ده، چې دواړه تر ټولو بدې جامې دي. او ځان د انصاف پر زيور او حليه چې تر ټولو فاخرې حليې او زيور دي، سينګار او متحلى كړه. )) ليكوالان بايد د دليلونو په لټولو كې له كوتاهۍ كار وانخلي او له پوهې پرته پر ويناوو له چټك عمل څخه ډډه وكړي، څو د هغو كسانو په ډله كې رانشي، چې لوى خداى (ج) په اړه يې فرمايلي: فمن اظلم ممن افترى على الله كذبا ليضل الناس بغير علم ان الله لا يهدى القوم الظالمين  الانعام سورت، ۱۴۴ آيه.

ژباړه: ((

او يا داچې پر هغه څه چې په دليل ثابت شوى، د درواغو په تړلو او په دليل كې د كوتاهۍ او تقصير ترمنځ يوځايوالى راولي، او په دې توګه يو شر د بل شر په وسيله رامنځ ته كړي او د خداى تعالى تر دې وينا راشي، چې يې ويلى: فمن اظلم ممن كذب على الله و كذب بالصدق اذ جاۀ اليس في جهنم مثوى للكفرين.

ژباړه: (( پس څو ك دى ډېر ظالم؟ ( بلكې نشته) له هغه چا چې دروغ تړي پر الله ( په لرلو د شريك ځوى، ښځې) او دروغ شمېري رښتيا خبره ( قرآن) كله چې راشي ( دغه قرآن) دغه ( مكذب ) ته، آيا نشته په دوزخ كې ځاى لپاره د كافرانو؟ ( بلكې شته) . )) زمر سورت : ۳۲ آيت.

له لوى خداى (ج) څخه غواړم، موږ ته په ښه توګه د حق ارشاد وكړي او د هغه پر متابعت توفيق راكړي او باطل موږ ته راوښيي او له هغه څخه د اجتناب توفيق راپه برخه او مستقيمې لارې ته لارښوونه وكړي. هغه ذات ترټولو زيات جواد او بښونكى دى. و صلي الله و سلم و بارك على نبيه و على آله و اصحابه و اتباعه اجمعين.

پاي