آيا د عمه لور په ميراث کې حق لري او که نه؟
محترم مفتي صاحب !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
پوښتنه داده چې محمود کله
وفات شو او له هغه څخه يوه مور چې رقيه نوميږي او يوه خور چې سکينه نوميږي
او بله د هغه د عمه لور چې حليمه نوميږي وروسته پاتې شوې دي نو د محمود د
عمه لور د محمود په ميراث کې حق لري او که نه ؟
بينوا توجروا
( مستفتي
محمد ادريس کابل )
بسمه تعالى
الجواب
حامدا ومصليا :
په پوښتل شوې مسله کې حليمه
دمحمود دعمه لور د محمود په ميراث کې حق نه لري ځکه چې حليمه د محمود په ذ
وي الارحامو کې له څلورمې ډ لې څخه ده او د لته روقيه د محمود مور او سکينه
د محمود خور شتون لري چې دا دواړې د محمود په ذ وي الفروضو کې دي اود ذ وي
الفروضو د شتوالي په صورت کې بېله زوجينو څخه ذ وي الارحام ميراث نه شي وړ
لاى. دآسانتيا لپاره لاندې نقشه وگورئ.
متوفى محمود که لاندې ذوي الفروض ونه لري:
قال العلامة ابن نجيم ( رحمه الله ):
"أي لايرث ذوو الأرحام مع وجود
ذوي فرض أوعصبة إلا إذا کان صاحب الفرض أحد الزوجين، فيرثون معه لعدم الرد
عليه؛ لأن العصبة أولى. وکذا الرد على ذي السهام أولى من ذوي الأرحام؛
لأنهم أقرب إلا الزوجين، وأنهما لا قرابة لهما مع الميت، فلهذا لا يرد
عليهما ما فضل من فرضهما وعليه الصحابة".
( البحر الرائق ٩ \٣٩٧ \کتاب الفرائض ط: رشيديه )
قال العلامة الحصکفي ( رحمه الله ) :
"( وهو کل قريب ليس بذي سهم ولا عصبة ) فهو قسم ثالث حينئذ ( لايرث مع ذي سهم ولا عصبة سوى الزوجين ) لعدم الردعليهما".
( الدر المختار مع ردالمحتار ١٠ \٥٧٦ \باب توريث ذوي الأرحام ط: دارالمعرفة بيروت )
قال الشيخ نظام ( رحمه الله ) :
" وانما يرث ذووالارحام إذا لم يکن أحد من أصحاب الفرائض ممَّن يرد عليه ولم يکن عصبة” .
( الفتاوى الهندية ٦ \٥٠٧ \ کتاب الفرائض الباب العاشر في ذوي الأرحام ط: دارالکتب العلمية بيروت )
حرره سیف الله ( ساعی )
۱۵/ ۸/ ۱۴۳۳/ هجری.
الجواب صحیح
ابو الاحسان (فاروقی)
۱۵/ ۸/ ۱۴۳۳/هجری
+ نوشته شده در 4 Aug 2012 ساعت ۸:۸ ب.ظ توسط نصیراحمد الهاشمی
|