د تاليف او ژباړې آمريت
د تاليف او ژباړې آمريت د علمي څېړنو هغه څانګه ده چې د هېوادوالو د علمي
بډاينې په لاره کې کار کوي او غواړي هغوی ته په مورنۍ ژبه علمي مواد چمتو
کړي، له نورو ژبو څخه ديني او علمي کتابونه را ژباړل او بيا په ښه معيار
خپرول، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر بااستعداده عالمان پر کار ګومارل
او هغوی ته وسائل چمتو کول، او مدرسو او ښوونځيو ته منظم نصاب برابرول او
خپرول ددې آمريت دنده ده چې تر دې دمه يې په ځينو برخو کې ډېر کار کړی دی،
افغان ښوونځي او افغان مدرسې ته د نصاب يو شمېر کتابونه چمتو شوي او پر
ډېرو نورو کار روان دی، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رسالې او کتابګوټي
ترتيب او خپاره شوي، او يو شمېر علمي او مطالعاتي کتابونه تر کار لاندې دي.
+ نوشته شده در 4 Aug 2012 ساعت ۸:۱۹ ب.ظ توسط نصیراحمد الهاشمی
|