د ماهر قرآن مقام
ترجمه : د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی . چه چا په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه د ياد نه يا د مخې نه په بهتره طريقي سره او بې تکليفه روان لولي هغه به د معزز وفا دارو او فرمانبردارو فرښتو سره وي او کوم بنده چه قرآن پاک د ښه نه يادولو يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چه به هغی کې نښلي نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي ( يو دتلاوت او بل د زحت او مشقت ) . صحيح بخاری و صحيح مسلم .
د قرآن لوستلو او په هغه باندې د عمل کولو انعام
عن معاذ الجهنی قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم من قراء القرآن وعمل بمافيه اُلبس و الداه تاجا يوم القيامة ضوء هُ احسن من ضوء الشمس فی بيوت الدنيا لو کانت فکم فما ظنکم با لذی عمل بهذا . ( رواه احمد و ابو داؤد )
ژباړه : د حضرت معاذ الجهنی نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه
وسلم فرمايلي : چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ – نو د قيامت په
ورځ به د هغه د والدينو په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا
به د لمر د رڼا نه ډيره ښايسته وي – هر کله چې هغه رڼا د دنيا په کورونو کې
وي او لمر د آسمان نه زمونږ په خوا کې را کوز شي ددې وروسته رسول الله صلی
الله عليه وسلم وفرمايل : نو ستاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په باره کې چا چه
خپله دا عمل کړی وي .