دساکن ميم احکام
دساکن ميم احکام
ساکن ميم دری احکام لري ادغام ،اخفاء او اظهار
1- ادغام :
ساکن میم فقط په ميم کې ادغامږي .
يعنی که د ساکن ميم نه ورسته بل ميم راشي نو ميم په ميم کې ادغام کيږي او د يوه حرکت به اندازه غنه پکې کيږي . لکه : (أَمْ مَنْ) (وَمِنْهُمْ مَنْ) (کَمْ مِنْ) (لَهُمْ مَغْفِرَةٌ) .
2- اخفا :
که له ساکن ميم ورسته د (ب ) حرف راشي له غنی سره اخفا کيږي .
احکام تجويد لیکی چې که د ميم نه ورسته د ب حرف راشي اخفااو اطهار دواړه روا دی ولی اخفاء کول غوره دي .
مثال : (هُمْ بَارِزُونَ) (کَلْبُهُمْ بَاسِطٌ) (إِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ).
اظهار :
د ادغام او اخفاحروفو (م،ن)
پرته نور چې شپږويشت حروف دی که له ساکن ميم ورسته راشي اظهار کيږي . يعنی
ساکن ميم له غنی پرته ښکاره او له خپل مخرج څخه ادا کيږي .
لکه : أَنَّ لَهُمْ جَنَّتٍ – أَمْ حَسِبْتُمْ– ألْحَمْدُِللهِ
خو د نورو حروفو په پرتله په (و، ف ) تورو کې د مخرج د اختلاف په وجه اشد اظهار کيږي لکه : په "و"کې اَمْوَلٍ اوپه "ف" لکه کَیْدَهُم فی تَضْلِیْلٍ
+ نوشته شده در 12 Aug 2012 ساعت ۸:۵۶ ب.ظ توسط نصیراحمد الهاشمی
|