دمسلمان سره دوستي څنګه پيداکيږي؟
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
مخکي موداخبره بيان کړه چي دمسلمان سره دالله لپاره دوستي کول داډېرضروري
کاردی اوس څنګه به دوستي اومينه دمؤمنانوسره راولو،ددې مقصددلاس ته
راوړولولپاره دزړونوصفاکول ډېراړين دي،چي زړه له حسد،کينې اوبغض څخه خالي
کړو. که موزړونوله کينې څخه خالي شول نوبيابه مودهرمسلمان سره مينه په زړه
کي راشي اوبيابه مسلمان ته په ناحقه تکليف نه ورکوواودهغه پرابرواوعزت به
تجاوز نه کوو،نوله ډېروگناهونوبه راوگرزو. دزړونودصفايئ اهميت په لاندي
څوټکوکي دی :
۱:داصفت الله پاک په قرآن کريم کي دمؤمنانو بيان کړی چي
دهغوی ديوه اوبل په هکله زړونه صفاوي الله پاک فرمايي: وَالَّذِينَ جَاؤُوا
مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا
الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا
لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ} (.الحشر:10)
{اوهغه کسان چي له دوی څخه وروسته(په نوروزمانوکي راغلي دي) هغوی وايي:اې
زموږربه!موږاوزموږټولوهغووروڼوته بخښنه وکړه چي له موږنه مخکي يې ايمان
راوړی اوزموږپه زړونوکي
دمؤمنانولپاره هيڅ بغض مه اچوه !
اې زموږربه!ته ډېرمهربان اورحم لرونکی يې!}
نوپه دې آيت مبارک کي الله پاک دمومنانوداصفت بيان کړی چي
دمخکينومومنانولپاره هم دبخښني دُعاگاني غواړي اودادُعاءهم کوي چي ياالله
زمونږپه زړونوکي دمومنانوسره بُغض مه پيداکوه!
له دې آيت څخه ددې خبرې اهميت معلوميږي چي بايدد مسلمان زړه دنورومسلمانانوپه هکله له هرډول کينې اوبُغض څخه صفاکړي .
۲:په آخرت کي له عذابه دخلاصون اودجنت د برياليتوب لپاره هم دداسي زړه
درلودل شرط دي چي سالم اوله دغوبدوصفاتوپاک وي الله پاک فرمايي: يَوْمَ
لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ * إِلَّا مَنْ أَتَى اللهَ
بِقَلْبٍ سَلِيمٍ} [الشعراء: 88،89)
{هغه ورځ چي نه مال څه ګټه رسولی شي اونه اولاد،پرته له دې چي څوک دروغ اوسپېڅلي زړه سره دالله حضورته ورغلی وي}
نومطلب دادی دمرضجنوزړونوڅښتنان به له عذابه نشي خلاصېدلای که څه هم دوی شتمن اودډېرواولادونوڅښتنان وي .
۳:دمسلمان دين اومسلماني ټولني ته ددوی ترمينځ حسد،کينه اودوکه ډېرلوی خطردی..
مسلمانانوته ددوی خپلمنځي اختلاف ډېرخطرناک دی اوددوی حسداوکينه دوی
پرمختگ ته نه پرېږدي اوداداسي تاواني شی دی چي انسان دالله پاک له مغفرت(بخښني)څخه هم محروموي
داسلام سترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «تُفتح
أبواب الجنة يوم الاثنين والخميس فيغفر الله لكل عبدٍ لا يشرك بالله شيئًا
إلا رجلًا كانت بينه وبين أخيه شحناء، فيقول الله - جل وعلا -:انظروا هذين
حتى يصطلحا»؛ رواه مسلم.
{دجنت دروازې ددوشنبې اوپنجشنې په ورځ
خلاصيږي،نوالله پاک هرهغه چاته چي دالله تعالی سره هيڅ ډول شرک نه
کوي،بخښنه کوي،پرته له هغه سړي چي دده او(بل مسلمان)ورورترمينځ کينه وي،
نوالله پاک فرمايي:دغودووکسانوته ترهغه انتظاروکړئ څوچي سوله سره کوي(مسلم)
يعني دالله پاک له مغفرته محروم وي،ترهغه چي سوله سره کوي اوسره پُخلاکيږي .
نوسړی دي دځان سره فکرووهي چي دمرگ وخت خومعلوم نه دی،نوکه په دې حالت کي
مرگ راشي نوڅومره دبدمرغۍ خبره ده چي الله پاک ته انسان په داسي حال کي ورشي چي دگناهونوپېټی يې راخيستی وي.
۴:ؤمنان داول ځل پيداکېدلوڅخه شروع بياترقيامته پوري چي څومره پيداکيږي
ټول سره وروڼه دي که هرڅومره يې وطنونه اوزماني سره لري اوبېلي وي، بياهم
ددوی وروستني دمخکينوپرپله روانيږي،دهغولپاره دُعاوي غواړي اودهغولپاره له
خپل رب څخه دمغفرت سوالونه کوي .
نوربيا...
وصلی الله علی نبينامحمدعلی آله وصحبه اجمعين
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام