امام قزویني وایي : ابن سینا ویلي دي کیله دبولوادرار سموي   (ج ــ ۲ ص ــ ۳۴۵) قوت باه زیاتوي ،اوډېر خوراک یې د (سدد) ناروغي پیداکوي   دسدد یاسدادپه اړه ژب پوهان وايي داء في الانف یمنع تنسیم الریح   ( المنجدفي اللغة ص ۳۲۶)

سدادپه پوزه کي یوه پیداکیدونکي ناروغي ده چي شامه قوه ختموي یوه خبره دلته باید زه واضح کړم چي طلح که ډېري انواعي لري مشهوره نوعه یې دغه زموږ اوستاسي رواجي کیله ده   او(موز) خوددې کیلې خپل ځانګړی نوم دی       نوطبي ګټي   یې که څه هم په مختلفو توریو بیان شوي وي خوهماغه ټولي ګټي په دغه زموږ اوستاسي په کیله کي نغښتي دي   اوس به دجدیدو تحقیقاتوپه رڼا کي دکیلې دمبارکي میوې روغتیایې ګټي بیان کړو

کیله ،کیلا،طلح ،موز اوپه نورونومونو ټول څه دپاسه ۱۳۰۰ ډولونه «انواع» لري چي له هغوی نه ۹۶۰ په استرلیایي قاره کي اونورډولونه یې په نوره نړۍ کي پیداکیږي     زموږ هیوادافغانستان ته خودایران دځينوتودو سیمو کیله راواردیږي اوځيني یې هم دپنج پدره ګاونډیانو له تودو سیمو خپله یې اراضي دې ته عیاره ده چي دکیلې کر کرهڼه ورکي وشي خوتراوسه لانه ده رواج شوې اراضي یې ځکه برابره ده چي کیلا دشین کیدو اومیوه کولولپاره فقط یوشرط لري چي دهغې سیمي تودوخه به     ap 40 یاپه ساده ډول ووایو چي دتودوخي درجه به   لوړه کچه ۴۰ درجې سانټي ګراډه وي ټیټي ته یې اعتبار نشته                   نودافغانستان ننګرهار ،خوست ،کندهار ،هلمند،نیمروز،فراه، اوکندوز ولایتونه په همدې کچه یازیات تاوده دي خوکه یې کوم کرهڼ پوه ورپام کړي .

دکیلو پرطبي ګټو لیکل شوي ګڼ شمیر مقالې ماولوستلې چي عمده ورکي دډاکټري ریحانه ستوب   فوائدالموز   فوائد شجرة الطلح دکتور عبدالله الخراز     اودمحقق ابوعصام محمود العمودي العسل البري مقالات دي       دهمدیو اونورو دمضمون لنډ لنډ ټکي دطبي ګټو په اړه راژباړم البته ډېر ټکي ورکي دډاکټري ریحانې دي :کیله یواځي دانه ده چي خوند یې ډېر خوږ اوزړه وړونکی دی یاداچي په ډېر ښائسته خلقت کي لوی رب جل جلاله تقطیع کړې ده بلکه طبي ګټي یې هم بې شمېره دي   .

کیله دفقر الدم   بې ویني توب (کم خوني) لپاره دواده چي دبدن وینه ورزیاتوي اوزبردسته ویټامینونه په وینه کي ورګډوي

کیله دعمومي ضعف (کمزورۍ ) لپاره دواده

کیله فکر اوذکاوت ته وده ورکوي حافظه تیزوي ذهن ته بې ساری قوت اونشاط ورکوي ځکه چي په کیله کي فوسفور په زیاته پیمانه پراته دي پرمیندولازمه ده چي دخپلو ماشومانودذهني اوبدني قوت دبشپړولو لپاره هغوی ته کیله ورکړي   په کیله کي بېلا بېل معادن پراته دي لکه کلسیوم ،وسپنه ،اوفوسفور،اوهم داراز بې دریغه ویټامینونه ورکي دکائناتو خالق ایښي دي لکه ویټامین ــ أ ــ ب ۱ ــ ب ۲ ــ ب ۶ــ ب ۱۲ ویټامین ج اوقسما ورکي ـــ د ــ او ــ هـ ــ هم موجود دي نوځکه دبدن ټولي کمزورۍ ورپوره کوي نوتی ورکوونکې اوحاملې ښځي ته یې خوراک ډېر اړین دی اوهمداراز وړو ماشومانوته ځکه چي دکیلې هضم کول ډېر آسان دي اوقوت ډېر ورکوي اوهم داراز څرنګه چي په کیله کي کالسیوم اوفوسفور په پراخه کچه پراته دي نوخوراک یې هډوکي قوي کوي ،غاښونو اونوکانوته قوت وکوي .

که څوک دکولمو دالتهاب «پاړسوب» اودمعدې دزخم په ناروغۍ اخته وي نوکیله دي په پیو (شیدو) کي محلول کوي اوڅښي دي ډېر ژر به انشاء الله جوړ شي دې ته موږ دکیلو جوس وایو .

کیله : دروماتیزم ،عصبي التهاب ،دنقرس دناروغۍ اودپښتورګي دنشاط لپاره ګټوره ده که دچا په تریخي کي ډبري یانور تکلیف وي یا داینې په ناروغۍ اخته یاهم دخوږه لوړي (شکري ) په ناروغۍ اخته وي نودغه کسان دي کیله ډیره نه خوري دوی ته ترډیره بریده پرهیزکول په کار دی ، په ځانګړې توګه هغه تنان دي کلک پرهیزوکړي چی حساسیت محسوس کړي  اوهم داراز اومه کیله اوشنه کیله دي هیڅوک هم نه خوري اوهمداراز هر څوک چي کیله خوري ښه دي ژویي ژويي ترڅو په خوله کي لیپړی شي بیادې تیروي ځکه چي کیله درنه ده بیاپرمعده باندي بوج راولي که څوک دویني دفشار دلوړوالي په ناروغۍ اخته وي خوراک یې ورته تاوان نه کوي ځکه چي په کیله کي پوټاشیم ډېر دي خومالګه ورکي نشته که غوماشی یوڅوک وچیچي نوپرهار یې پاړسوب یاسوروالی پیداکړي نواسانه علاج یې دادی چي دکیلې دپوستکي په دننه خوا یعني دکیلی خواته چي یې کوم طرف دی په هغه دي وموښي جوړ روغ اودپرهار تأثیر به یې ورک شي .

کیله : دبدن په داخلي نظام کي دحرارت درجه ټیټوي اومعتدل حالت ته یې راولي ،

کیله : دمعدی دجوش لپاره هم ګټوره ده هغه ایشنا چي ترسږمو پوري له خوراک څخه پیښه شوي وي نوکیله دي په ژوولو ژووولو په خوله کي اوبه کوي تیروي د ي پرمعده ولاړ غازونه اوفالتو مواد به پاک کړي اوایشنا به ورکه شي دکیلي په خوړلوسره دزړه نبض متوازن ساتل کیږي ځکه چي په کیله کي پوټاشیم شته اودهمدې پوټاشیم دشته والي له امله کیله ددماغ اړخ ته داکسیجن دسم پمپ کولو صلاحیت په بدن کي پیداکوي اوهم داراز په دې سبب په بدن کي داوبو خور نظام برابروي ،دکیلې خوړونکی ٪ دسکتې په سبب چي مړه کیږي په هغوی کي څلویښت په سل کي بیغمه اوخوندي دي

که کیله له مڼې سره ملګرې وخوړل شي نودکیلې پروټین څلور برابره نورورسره زیاتیږي کروهیدات یې دوه برابره فوسفور درې برابره ویټامین أ پنځه برابره وسپنه دوه برابره اوهم داراز نور ویټامینونه هم ټول ورسره زیاتیږي نوکه دسړي وس وي هره ورځ دي مڼه اوکیله خوري اوکه یې نه وي نودچا په خبره نیستې خوموخپله هم ډېره ده همدغه ټکي عمده وو چي ولیکل شول

دخوب مانا

حضرت امام ابن سیرین رحمة الله علیه فرمایي :کیله دمالدار ولپاره مال اوددیندارو لپاره دین اودکیلې دوني پاڼه دټولوونو له پاڼو څخه بهتره ده که کوم مالدار سړی په خوب وویني چي کیله یې اخیستې یا چا ورکړې ده نومال به یې نور هم اضافه شي اوکه یې ولیدل چي کیله خوري یایې خوړلې ده نوددین اودنیا دواړو ګټه به لاس ته راوړي. والله اعلم وعلمه اتم