له انار سره خواله
پوښتنه : که په پیل کې راته ووایاست چې دلته له کومه ځایه راغلي یاست ؟
انار : زما کور په کندهار کي دي اوځیني خپلوان مې په ایران کې هم اوسیږي .
پوښتنه : ستاسو مزاج څه ډول دي او څو ډولونه لرئ؟
انار : طبیعت مې سوړ او خشک دي او زما دوه ډولونه دي یو قسم یې کندهاري او بل ډول یې بې دانه انار دي .
په کندهاري انارو کې خواږه او تروه دواړه وي او دانې یې سرې وي او بې دانه ټول خواږه وي او سپین وي .
دکندهاري انارو دانې خلک وچوي او بیایې په خوړو کې د تریووالي لپاره کاروي .
دچکني په جوړولو کې هم پکاریږم او زما دانې دمثانې دډبرې لپاره هم ګټورې دي .
زماد دانو په ژوولو سره هاضمه سمیږي او اشتها هم خلاصیږي .
پوښتنه : ستا پوستکي هم کومه ګټه لري ؟
انار : بلې هو ، که یوڅوک زما پوستکي په سایه کې وچ کړي بیا تور مرچ او مالګه په ګډه کړې او ویې څښي نو دغاښو او وریو لپاره ډیره مفید دارو ترې جوړیږي .
همدارنګه که زما د ريښو دپوټکي یوه کوچني برخه له پنځه دانې لونګو سره وڅښل شي نو دنس دچنجو دلمنځه وړلو لپاره هم ګټور دي .
له دې څخه ماسیوا په ماکې داسې اجزا موجود دي چې دوینې زیاتوالي ، جوړولو او دبدن په قوت کې مرسته کوي او وینه په معتدل حالت کې ساتي .
دقبض په حالت کې دتروو انارو خوړل قبض ماتوي که دهغه یوګیلاس جوس دیوې کاچوغې عسلو سره وڅښل شي نو دځیګر دتکلیف لپاره دوا ده او د ګیس په ختمولو کې هم مهم رول لري .