د مور شيدې د سرطان مخه نيسي
له ماسكو خپرېدونكې مياشتنۍ انګريزي ( اپنيټك ) مجلې د ۱۹۶۸ ميلادي كال د اګست دمياشتې په ګڼه كې د ډاكټر الېګز ينډر يو څېړنېزه ليكنه خپره كړې ،نوموړي په خپله ليكنه كې دا اندېښنه څرګنده كړې وه چې دلويديځې نړۍ اوپه ځانګړي ډول امريكايي مېرمنې د سينې په سرطان اخته دي اودا وبا په ډېره بيړه خپريږي، چې له امله يې ډېرې ميندې ژوند له لاسه وركوي .
نوموړي ډاكټر ددې وبا ترټولو ستر لامل داښودلى چې د لويديځ ميندې خپلو كمكيانوته له شودو وركولو نټه ( انكار ) كوي اودشيدو وركولو دود دلويديځې نړۍ مېرمنې ورځ تر بلې له لاسه وركوي او نژدې ده چې د نه وركړې دود نړۍ وال وګرځي، په داسې حال كې چې د مسلمانانو قرآن كريم ميندو ته لارښوونه كوي چې كوچنيانوته تر دوو كلونو پورې شيدې وركړي ، چې له امله يې په مسلمانو ميندو كې اولادونو ته دشيدو وركړه تراوسه هم دود لري.
د مور شيدې كه څه هم ډېرې لږې وي خو هر وخت د كمكي له پاره ډېرې ګټورې وي، كه د نه وركړې دود عام شي نوپه مېرمنو كې به د سينې د سرطان وبا ډېره په بيړه خپره شي. په ۱۹۵۶ كال كې چې د سرطان دڅېړنې له پاره دريم نړۍ وال كنفرانس رابلل شوى و او امريكا يې كوربه و، په هغه كنفرانس كې هم ګډون كوونكو په مېرمنوكې د سينې د سرطان د پيدا كېدو لامل همدا ښوولى و، تردې وروسته هم بې شمېره څېړنو ددې خبرې پخلى كړى دى، [ ۸۳ مخ \ اګست\ ۱۹۶۸ م ]
( د مولانا تقى صاحب له ( تراشى ) كتاب څخه ۳۴ مخ )