د مشرانو لخوا د غنيمت له مال څخه تر تقسیم لمخه سوغاتونه
هرڅوک كه له دې مشترک مال څخه غلاء وکړي قيامت په ورځ به يي په خپله اوږه راوړي كه اوښ وي غرغړې به وهي او كه غو يي وو رمباړي به وهي او كه مږ وو ريا به كوي , يعني اهل محشر به ټول ورخبركړي ، امام زهري ويلي دي پام كوه چي دكتابو غلاء ونكړې يو چا پوښتنه وكړه دكتابو غلاء څه ته وايي ؟ ده , په ځواب كې ورته وويل : چي د مالك له فائدې یې وباسې هغه دكتاب غلاء ګڼله کیږي . تفسير قرطبي .
عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ الْجُهَنِيِّ قَالَ تُوُفِّيَ رَجُلٌ مِنْ أَشْجَعَ بِخَيْبَرَ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلُّوا عَلَى صَاحِبِكُمْ فَأَنْكَرَ النَّاسُ ذَلِكَ وَتَغَيَّرَتْ لَهُ وُجُوهُهُمْ فَلَمَّا رَأَى ذَلِكَ قَالَ إِنَّ صَاحِبَكُمْ غَلَّ فِي سَبِيلِ اللَّهِ قَالَ زَيْدٌ فَالْتَمَسُوا فِي مَتَاعِهِ فَإِذَا خَرَزَاتٌ مِنْ خَرَزِ يَهُودَ مَا تُسَاوِي دِرْهَمَيْنِ . رواه سنن ابن ماجة , في الغلول . ورواه ايضًا مالك في موطاه , في ماجاء في الغلول . وسنن ابي داؤد , وسنن النسآئي , وسنن ابن ماجة , ومسند احمد حنبل , ومصنف ابن ابي شيبة , والسنن الكبرى للبيهقي , والسنن الكبرى للنسآئي , والمستدرك على الصحيحين للحاكم , والمعجم الكبيرالطبراني , ودلائل النبوة للبيهقي , وشعب الإيمان للبيهقي, ومسند الحميدي , وصحيح ابن حبان , ومسند عبد بن حميد , ومعرفة السنن والآثار للبيهقي , ومعرفة الصحابة لأبي نعيم الأصبهاني ,ومشكل الآثار للطحاوي .
قوله الغلول : الخيانة والسرقة .
قوله المتاع : كل ما يُنْتَفَعُ به وَيُسْتَمْتَعُ ، أو يُتَبَلَّغُ بِهِ ويتُزَوَدَّ من سلعة أو مال أو زوج أو أثاث أو ثياب أو مأكل وغير ذلك .
قوله الخرز : حبات ملونة تنظم في عقد تضعه المرأة في رقبتها لتتزين به .
ژباړه : حضرت زید بن خالد الجهني رضی الله عنه وویل : چې د اشجع ټبر یوسړی په کې مړ شو ؛ نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خپل ملګري ته تاسو د جنازې لمونځ ورکړﺉ ، خلګو له دې کار څخه ډډه وکړه ، او مخونو یې تغیر وکړ ، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دخلګو دکرکي دا حال ولید نو یې وویل : ستاسو ملګري د خدای دلارې په جهاد کې خیانت کړیدی ؛ حضرت زید وایې اصحابو رضی الله عنهم دده سامان وپلټو دهغه په سامان کې دیهودیانو مرۍ پیدا شوې چې قیمت له دوو دراهمو سره برابر وو ( په ځینې روایاتو کې راغلې چې قیمت یې له دوو دراهمو سره نه وو برابر ) .
څوک چې د غـله سپارښتنه کوي
قال الله تعالى { مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا وَمَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُنْ لَهُ كِفْلٌ مِنْهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُقِيتًا (85) } سورة النسآء
ژباړه : څوك چې د نیكي سپارښت وكړي هغه به له هغې څخه برخه ومومي ، اوڅوك چې د بدي سپارښت وكړي هغه به له هغې څخه برخه ومومي ( پوهه شئ ) الله جل جلاله په هرشي نظر لرونكى دى .
فائده : يعني يوڅوك دي د ګنهګار او مجرم مرسته نه كوي ځكه د هغه مرسته کول له مجرم سره په جرم كې يوځانګړي برخه پیدا کول دي نو سپارښتي به هم د الله جل جلاله په دربار كې مجرم وګڼلی شي ، اوکه د هغه چامرسته وكړي چې په حقيقت كې هغه مجرم نه وي په يوه اشتباه كې ښکېل شوی وي د ده په مرسته هغه ته برائت حاصل شي نو د الله جل جلاله په درباركې به لويه برخه ترلاسه كړي ځکه له یوه لوري يې پاک او مبراء ته نجات ورکړ له بل لوري يې ګرفتاره کونکی هم له ناحقه ظلم څخه وژغورو .
ومن الله التوفیق .