په شریعت کې یوولسو تنو ته غسل او لسو تنوته د جنازې لمونځ نه ورکول کيږي
ترټولو لومړۍ خبره داده چې انسان ژوندی وي او که مړشي ، سپېڅلي دین هغه د لوړي کچي دکرامت څښتن بللی دی ، همدا لامل دی چې هغه ژوندی وي دهغه د خوندي کېدو په منظور یې د ژوند ، بقاء ، صحت ، غذاء ، عزت ، ناموس ، ملکیت ، او کسب کار لپاره مصئون قوانین وضعه کړي دي ، او تعلیم تربیه ، د روحاني اوجسماني اخلاقو باندي د روزلو په منظور یې ګڼشمیر توصیې کړې دي .
له ژوند نه وروسته چې له مرګ سره هغه مخکیږي د هغه د اعمالو او کار نامو په بدل کې چې کومي رتبې هغه ته ورکول کیږي د هغو په لحاظ یې دهغوی مرګونه په څو قسمه وېشلي او دهر یوه لپاره یې ځانګړې مراسم وضعه کړي دي ، د بېلګي په توګه ځینې انسانانوته لکه شهید د هغه دکرامت له مخه هغه ته غسل نه ورکول کیږي او دهغه ویني چې تر څو پوري دده له تن او جامو څخه نه وي بېلي شوې دشرع په حکم هغه پاکې ګڼلې کیږي ، او د مسلمان هر یو تن نر او ښځي ته په ځانګړې توګه دسنت طریقې په چوکاټ کې کفن ورکول کیږي ، او همدا راز په خاصو مراسمو کې د هغوی دجنازې د لمانځه او له هغه وروسته دهغه لپاره دعاء اوفاتحې کرامت په ځای کیږي ، او همدا راز د هغه دخپلو خپلوانو د تسلیت په منظور علمآء ، روحانیون او مخور خلګ دهغه مناقب او کارنامې بیانوي او هغه ته د اصال ثواب په نیت د ختم قرآن اوخیراتونو مراسم په ځای کيږي ، دا اعزاز او کرامت دخدای جل جلاله د سپېڅلې شرع له لوري هغه انسان مسلمان ته حاصل دی چې هغه خپل ژوند د سپېڅلي دین اوتقوی په چوکاټ کې پای ته رسولی وي . او ددې په خلاف کوم انسان مسلمان نارینه وي او که ښځه چې خپل ژوند د سپېڅلي دین ، شرع او تقوی له چوکاټ څخه د باندي تېروي ، هغه ته هغه کرامت چې شرع په ژوند او مرګ کې ټاکلی وو ، بیرته په ژوند او هم په مرګ کې ور ځني اخلي ، د ژوند په وخت کې د سپېڅلي شرع له لوري حکم شوی دی ، چې د یوولس ( ۱۱) قسمه انسانانو په خلاف به جګړه کیږي او هغوی به وژل کیږي ، چې دهغې برخي تفصیل به په راتلونکي کې وشي .
او له مرګ څخه وروسته آته ( ۸) تنه انسانان شرع په ګوته کړې دي چې له انساني کرامت څخه به بې برخي وي چې آن په سنت طریقه به غسل او د جنازې لمونځ نه ورکوي .
اوټول هغه انسانان چې هغوی ته غسل نه ورکول کیږي یوو لس تنه دي خو هغوی ته دغسل نه ورکولو لاملونه یو له بل څخه بېل دي ځینې کسانوته دکرامت له امله دي او دځینې نورو بیا له دې امله دي چې دشرع له لوري د سپکاوي او توهین مورد ګرځېدلي دي ، او ځینې نورو ته بیا دتوهین او سپکاوي په خاطر نه بلکي انساني کرامت ورته حاصل شوی نه دی .
د مخکنیو خبرو په فهم کې له نیولو سره هغو کسانوته چې د جنازې لمونځ نه ورکول کیږي یوولس ( ۱۱ ) تنه دي چې بیا په دوو ډلو وېشل شوې دي :
لومړۍ ډله
لومړی : شهید دی چې دکرامت له امله غسل نه ورکول کیږي او د حنفي مذهب له مقرراتو سره سم د جنازې لمونځ ورکول کیږي .
{ اعْلَمْ أَنَّ الْأَصْلَ فِي هَذَا الْبَابِ { شُهَدَاءُ أُحُدٍ فَإِنَّهُمْ كُفِّنُوا وَصُلِّيَ عَلَيْهِمْ وَلَمْ يُغَسَّلُوا لِأَنَّهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ فِي حَقِّهِمْ زَمِّلُوهُمْ بِكُلُومِهِمْ وَدِمَائِهِمْ وَلَا تُغَسِّلُوهُمْ } الْحَدِيثَ وَكُلُّ مَنْ بِمَعْنَاهُمْ يُلْحَقُ بِهِمْ فِي عَدَمِ الْغُسْلِ . (كرامة لهم ) } درر الحكام شرح غرر الأحكام , والدر المختار , والعناية شرح الهداية , و الميحط البرهاني , و الهداية شرح بداية المبتدي , و بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع , و تبين الحقائق شرح كنز الدقائق , و تحفة الفقهاء , و حاشية رد المختار على الدر المختار شرح تنوير الأبصار فقه أبو حنيفة ابن عابدين . و شرح فتح القدير , و مجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر .
ژباړه : پوهه شی ، د ( احد) له شهیدانو سره چال چلند ددې باب بنسټ دی ، د دوی په حق کې داسي وشول : کفن ورکړل شو ، د جنازې لمونځ ورکړل شو ، او غسل ورنکړل شو ، له دې امله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په حق کې وفرمایل : له زخمونو او وینو سره یې خښ کړﺉ ، او غسل مه ورکوﺉ ، الحدیث .
هرڅوک چې ددوی په معنی کې وي دغسل په نه ورکولو کې ددوی په حکم کې داخل دی ، دوی ته د کرامت له امله غسل نه وو ورکړل شوی .
دويم : وَلَا يُصَلَّى عَلَى بَعْضِ الْإِنْسَانِ : حَتَّى يُوجَدَ الْأَكْثَرُ مِنْهُ عِنْدَنَا . بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع لعلاء الدين الكاساني .
قال : " وإذا وجد عضو من أعضاء الآدمي كيدٍ أو رجلٍ لم يغسل ولم يصل عليه لكنه يدفن" لأن المشروع الصلاة على الميت وذلك عبارة عن بدنه لا عن عضو من أعضائه ولعل صاحب العضو حي ولا يصلى على الحي ... ثم عندنا إن وجد النصف من بدنه مشقوقا طولا لا يصلى عليه لأنه لو صلى عليه لكان يصلى على النصف الآخر إذا وجد فيؤدي إلى تكرار الصلاة على ميت واحد. فأما إذا وجد أكثر البدن أو النصف ومعه الرأس يصلى عليه لأن للأكثر حكم الكل ولا يؤدي هذا إلى تكرار الصلاة على ميت واحد. مبسوط للسرخسي . مجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر عبد الرحمن بن محمد بن سليمان الكليبولي المدعو بشيخ زاده سنة الولادة / سنة الوفاة 1078 هـ .
ژباړه : د مسلمان انسان د بدن ځینې غړي یا یوې برخي ته غسل او دجنازې لمونځ نه ورکول کیږي ، لکه یو لاس ، یوه پښه ، یوازي سر ، یا په منځ پرېکړای شوی وي لاندنۍ برخه وي ، یا په طول ( اوږد والي ) پرېکړای شوی وو سر نه وي ورسره ، چې تر څو یې لویه برخه لاسته نه وي راغلې نو یوازي کفن ورکول کیږي او دفن کیږي ، دا له دې امله دی چې د جنازې لمونځ د مړه لپاره روا کړل شوی دی ، هغه له ټول بدن څخه تعبیر دی نه له ځينې غړو څخه ، دویم دلیل یې دادی : کېدای شي چې هغه انسان دلویې برخي په مټ ژوندی وي ژوندي ته دجنازې لمونځ نه ورکول کیږي ، او که نیمه برخه موجوده شي دې برخي ته دجنازې لمونځ ورکړل شي وروسته ورکه شوې برخه لاسته راشي هغه ته به هم د جنازې لمونځ ورکوې ، بیا تکرار د جنازې را ځي چې د احنافو د مذهب له مقرراتو سره سمون نه لري ، نتېجه دا شوه که د بدن نیمه برخه او یا لویه برخه چې سر هم ورسره یوځای وي لاسته راشي د جنازې لمونځ ورکول کیږي ، او دفن کیږي .
درېیم : وَلَا يُصَلَّى على من لد ميتًا : فَاتَّفَقَتْ الرِّوَايَاتُ عَلَى ٍأَنَّهُ لَا يُصَلَّى عَلَى مَنْ وُلِدَ مَيِّتًا ، وَالْخِلَافُ فِي الْغُسْلِ . عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ { : إذَا اسْتَهَلَّ الْمَوْلُودُ غُسِّلَ وَصُلِّيَ عَلَيْهِ وَوَرِثَ ، وَإِنْ لَمْ يَسْتَهِلَّ لَمْ يُغَسَّلْ وَلَمْ يُصَلَّ عَلَيْهِ وَلَمْ يَرِثْ }. الآثار , يعقوب بن إبراهيم الأنصاري أبو يوسف سنة الولادة / سنة الوفاة 182. وبدائع الصنائع في ترتيب الشرائع علاء الدين الكاساني سنة الولادة / سنة الوفاة 587 . والجوهرة النيرة , و العناية شرح الهداية , الفتاوى الهندية في مذهب الإمام الأعظم أبي حنيفة النعمان الشيخ نظام وجماعة من علماء الهند , و اللباب في شرح الكتاب المؤلف : عبد الغني الغنيمي الدمشقي الميداني , و الميحط البرهاني المؤلف : محمود بن أحمد بن الصدر الشهيد النجاري برهان الدين مازه , و حاشية على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح أحمد بن محمد بن إسماعيل الطحاوي الحنفي سنة الولادة / سنة الوفاة 1231هـ , وفتح القدير , و نور الإيضاح ونجاة الأرواح حسن الوفائي الشرنبلالي أبو الإخلاص .
ژباړه : ټول روایتونه په دې خبره متفق دي چې له کوم انسان له مور څخه په داسي حال کې وزېږېد چې ژوند یې نه درلود هغه ته د جنازې لمونځ نه ورکول کیږي ، لکن دغسل په اړوند د فقهاوو یو له بل څخه نظرونه بېل دي : ( ځینې دین پوهان په دې نظر دي چې غسل ورکول کیږي ، او ځینې نور په دې نظر دي چې غسل نه ورکول کیږي او دویمي رایې تایید په دې حدیث شریف شوی دی ) حضرت ابوهریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړیدی چې ده صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که په داسي حال کې وزېژېد چې غږ یې پورته شو ، غسل ورکول کیږي ، دجنازې لمونځ ورکول کیږي ، میراث وړای شي ، او که یې غږ پورته نه شو ، نو غسل او د جنازې لمونځ نه ورکول کیږي او میراث هم نشي وړلی .
د دې لړۍ بنسټ
عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بُعِثْتُ بِالسَّيْفِ حَتَّى يُعْبَدَ اللَّهُ لَا شَرِيكَ لَهُ وَجُعِلَ رِزْقِي تَحْتَ ظِلِّ رُمْحِي وَجُعِلَ الذِّلَّةُ وَالصَّغَارُ عَلَى مَنْ خَالَفَ أَمْرِي وَمَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمِِِِْ . مسند الإمام أحمد بن حنبل المؤلف : أحمد بن حنبل ، والحكيم ، وأبو يعلى ، والطبرانى ، والبيهقى فى شعب الإيمان عن ابن عمر . وصححه الالباني .
ژباړه : حضرت عبد الله ابن عمر رضی الله عنه ، وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زه له توري سره رالیږل شوی پیغمبر یم آن تر دې پوري چې د خدای جل جلاله عبادت وکړي او له هغه سره څوک شریک نکړي ، ځما روزي ځما د نېزې تر سیوري لاندي مقرره شوې ده ، څوک چې ځما له حکم څخه سرغړونه کړي هغه به په خواري او سپکاوي کې ښکېل شي ، څوک له هر قوم ورته والی غوره کړي هغه به په هغو کې وشمیرل شي .
{ وَتَفْسِيرُهُ مَنْقُولٌ عَنْ سُفْيَانَ بْنِ عُيَيْنَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى قَالَ بَعَثَ اللَّهُ تَعَالَى رَسُولَهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِأَرْبَعَةِ سُيُوفٍ سَيْفٌ قَاتَلَ بِهِ بِنَفْسِهِ عَبَدَةَ الْأَوْثَانِ وَسَيْفٌ قَاتَلَ بِهِ أَبُو بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ عَنْهُ أَهْلَ الرِّدَّةِ قَالَ اللَّهُ تَعَالَى {... تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ ... ( 16) } الفتح وَسَيْفٌ قَاتَلَ بِهِ عُمَرُ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ الْمَجُوسَ وَأَهْلَ الْكِتَابِ قَالَ اللَّهُ تَعَالَى { قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاَللَّهِ ... ( 29) } التوبة , وَسَيْفٌ قَاتَلَ بِهِ عَلِيٌّ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ الْمَارِقِينَ وَالنَّاكِثِينَ وَالْقَاسِطِينَ وَهَكَذَا رُوِيَ عَنْهُ قَالَ { أُمِرْتُ بِقِتَالِ الْمَارِقِينَ وَالنَّاكِثِينَ وَالْقَاسِطِينَ } قَالَ اللَّهُ تَعَالَى { ... فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إلَى أَمْرِ اللَّهِ ... ( 9 ) } الحجرات . المبسوط للسرخسي .
المارِقين يعْني الخَوارِجَ . والمارِقُون الخوارِجُ لأَنهم مَرَقُوا من الدين كما يَمْرُق السَّهمُ من الرَّمِيَّةِ . لسان العرب .
( الناكِثين ) " : هم الذين ( نكثوا ) البيعةَ أي نقضُوها : الناكِثُون أَهلُ الجمَل لأَنهم نَكَثُوا بَيْعَتهم . لسان العرب .
القاسِطُون : هم الجائرون والقاسِطُونَ أَهلُ صِفَّينَ لأَنهم جارُوا في الحُكم وبَغَوْا عليه .
ژباړه : له حضرت عبد الله ابن عمر نه د نقل شوي حدیث شرحه له حضرت سفیان بن عیینه رضی الله عنه په دې ډول نقل شوې ده : الله جل جلاله رسول الله له څلورو تورو سره را ولیږو ، یوه توره ده په خپله وکاروله چې د بوتانو له پیروانو سره یې وسلوال جهاد وکړ ، دویمه توره حضرت ابوبکر رضی الله عنه وکاروله چې له مرتدینو سره وسلوال جهاد وکړ ، الله جل جلاله وفرمایل : ( یا به له دوی سره جګړه په مخ بیا یئ او يا به غاړه ږدي ) . درېیمه توره حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وکاروله چې له مجوسیانو او اهل کتاب کافرانو یې وسلوال جهاد وکړ ، الله جل جلاله وفرمایل : ( له اهل کتابو څخه د هغو خلګو په خلاف جګړه وکړﺉ چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان نه را وړي ) . څلورمه توره حضرت علی کرم الله وجهه وکاروله چې له خوارجو ، له تړون څخه سر غړونکو ، او باغیانو سره یې وسلوال جهاد وکړ . له یو بل روایت سره سم حضرت علي کرم الله وجهه وفر مایل : ماته حکم شوی دی چې له خوارجو ، له تړون څخه سر غړونکو ، او باغیانو سره وجنګیږم ، الله جل جلاله وفرمایل : ( له تیری کونکي ډلي سره وجنګیږﺉ ، تر دې پوري هغوی د الله دحکم خواته راوګرځي ) .
څلورمه توره حضرت علی کرم الله وجهه د باغیانو او خوارجو په خلاف چلولې ده له دې امله د ده چال چلند چې له باغیانو او خوارجو سره کړی دی هغه له د څخه وروسته دهغو جنګونو چې دباغیانو او د دوی په حکم کې د نغښتل شوو په خلاف جاري کیږي د شرعي قانون ( بنسټ ) په توګه کارول کیږي ، همدا سبب دی چې د وخت عالمان د ده کړو وړو پلټني د مخکنیو عالمانو په کتابونو کې کوي .
دویمه ډله
څلورم : ولايغسل وَلَا يُصَلَّى على قتلى أهل البغي : قَوْلُهُ ـ بُغَاةٍ : هُمْ قَوْمٌ مُسْلِمُونَ خَرَجُوا عَنْ طَاعَةِ الْإِمَامِ بِغَيْرِحَقٍّ ، إنَّمَا لَمْ يُغَسَّلُوا وَلَمْ يُصَلَّ عَلَيْهِمْ إهَانَةً لَهُمْ وَزَجْرًا لِغَيْرِهِمْ عَنْ فِعْلِهِمْ ) ... ( وَلَكِنَّهُمْ ( يكفنون ) ويُدْفَنُونَ لِإِمَاطَةِ الْأَذَى . رد المحتار , ومبسوط للسرخسي . وتحفة الفقهاء , وقال : فلا يصلى عليهم ، سواء كان لهم منعة أو لم يكن وهو الصحيح . والجوهرة النيرة . و تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق .
ژباړه : وژل شوي باغیانوته غسل او د جنازې لمونځ نه ورکول کیږي ، باغیان دمسلمانانو هغه ډلي ته ویل کیږي : چې دوی پرته له کوم شرعي حق څخه د عامو مسلمانانو د امیر المؤ منین ( پادشاه ، رئیس جمهور ، ) له اطاعت ( پیروي ) څخه ووځي ، دوی ته چې غسل او دجنازې لمونځ نه ورکول کيږي دا له دې امله ده چې دوی د شرع له لوري د سپکاوي او توهین مورد ګرځېدلي دي ، او چې نور خلګ ددوی له اعمالو څخه عبرت واخلي ، دوی ته به یوازي کفن ورکړي او خښ به یې کړي چې خلګ ورڅخه په ځور نشي .
د تحفة الفقهاء ، صاحب علامه علاء الدين السمرقندي رحمه الله ویلې : باغیانو ته د جنازې لمونځ نشي ورکېدای که دوی دپناه ور وړلو ډله لري اوکه یې نه لري همدا تصحیح شوی حکم دی .
د فقه پوهانو چې دا رایه غوره کړې ده چې باغیانوته غسل او دجنازې لمونځ دواړه نه ورکول کیږي ، دا له دې امله ده چې دحضرت علی رضی الله عنه هغه چال چلند چې له وژل شوې باغیانو سره یې ترسره کړی ، ددې رایې ملاتړ کړیدی :
( لحَدِيثٍ ) رُوِيَ عَنْ عَلِيٍّ أَنَّهُ لَمْ يُغَسِّلْ أَهْلَ نَهْرَوَانَ وَلَمْ يُصَلِّ عَلَيْهِمْ فَقِيلَ لَهُ : أَكُفَّارٌ هُمْ ؟ فَقَالَ : لَا وَلَكِنْ هُمْ إخْوَانُنَا بَغَوْا عَلَيْنَا أَشَارَ إلَى تَرْكِ الْغُسْلِ وَالصَّلَاةِ عَلَيْهِمْ إهَانَةً لَهُمْ لِيَكُونَ زَجْرًا لِغَيْرِهِمْ ، وَكَانَ ذَلِكَ بِمَحْضَرٍ مِنْ الصَّحَابَةِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ ، وَلَمْ يُنْكِرْ عَلَيْهِ أَحَدٌ فَيَكُونُ إجْمَاعًا وَهُوَ نَظِيرُ الْمَصْلُوبِ تُرِكَ عَلَى خَشَبَتِهِ إهَانَةً وَزَجْرًا لِغَيْرِهِ كَذَا هَذَا ، بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع , واخرجه عن أبي البحتري كنز العمال . و المصنف لابن ابي شيبة , والسنن الكبرى للبيهقي , والبداية والنهاية للحافظ ابن كثير الدمشقي . ومبسوط للسرخسي , و درر الحكام شرح غرر الأحكام . وحاشية رد المحتار , وتبيين الحقائق شرح كنزالدقائق .
ژباړه : له حضرت علی کرم الله وجهه څخه نقل شوی دی چې ده نهروان وژل شوو باغیانوته نه غسل اونه یې دجنازې لمونځ ورکړ ، له ده څخه پوښتنه وشوه ایا دا خلګ کافران دي ؟ ده په ځواب کې ورته وویل : هیڅکله داسي نه ده ، دوی زمونږ وروڼه دي ، دوی زمونږ په خلاف د بغاوت په صورت کې هجوم را وړی وو ، بیا یې د غسل او دجنازې د لمانځه د مراسمو د نه ترسره کولو سبب په ګوته کړی چې دا دوی ته سپکاوي او نورو ته ددوی له اعمالو څخه دعبرت په نیت ترسره نشول ، او دا چال چلند یې دګڼشمیر اصحابو رضی الله عنهم په حضور کې ترسره کړ ، آن یوه صحابي هم دده دا کړه وړه ونه غندل ، نو ګواکي داچلند دټولو اصحابو رضی الله عنهم په اجماع ترسره شو ، دا چال چلند هغه صورت ته ورته دی لکه څه راز چې د اعدام مستحق په دار ځوړند کړي او په همغه ځوړند حالت کې یې تر یوې مدې پرېږدي دده دسپکاوي اونورو ته دعبرت په خاطر .
قَالَ الزَّيْلَعِيُّ : وَأَمَّا إذَا قُتِلُوا بَعْدَ ثُبُوتِ يَدِ الْإِمَامِ عَلَيْهِمْ فَإِنَّهُمْ يُغَسَّلُونَ وَيُصَلَّى عَلَيْهِمْ ، وَهَذَا تَفْصِيلٌ حَسَنٌ أَخَذَ بِهِ كِبَارُ الْمَشَايِخِ لِأَنَّ قَتْلَ قَاطِعِ الطَّرِيقِ فِي هَذِهِ الْحَالَةِ حَدٌّ أَوْ قِصَاصٌ ، وَمَنْ قُتِلَ بِذَلِكَ يُغَسَّلُ وَيُصَلَّى عَلَيْهِ ،... وَفِي الْأَحْكَامِ عَنْ أَبِي اللَّيْثِ : وَلَوْ قُتِلُوا فِي غَيْرِ الْحَرْبِ أَوْ مَاتُوا يُصَلَّى عَلَيْهِمْ ا هـ وَهُوَ صَرِيحٌ فِي الْمَطْلُوبِ . حاشية ردالمحتار .
ژباړه : ( علامه فخر الدين عثمان بن علي الزيلعي الحنفي رحمه الله ) ویلې دي : که باغیان د اهل عدل دامام ولکې ته ولوېدل له هغه وروسته ووژل شول دوی ته غسل او دجنازې لمونځ دواړه ورکول کیږي ، دا تفصیل له دې امله حسن ګڼل کیږي چې لویو مشآئخو هم دا رایه غوره کړې ده ، ددې رایې دلیل ته یې اشاره کړې ده ، که قطاع الطریق ( دلویو لارو پرېکونکي ) په همدې حال کې ووژل شي ددوی وژنه خو به حد یا قصاص شمیرل کیږي څوک چې په حد او قصاص کې ووژل شي هغه ته غسل او دجنازې لمونځ دواړه ورکول کیږي ، او په احکام کتاب کې دحضرت ابولیث په حواله نقل شویدی که باغیان پرته له کومي وسلوالي جګړې څخه ووژل شي ، او یا په خپل مرګ مړه شي ، هغوی ته دجنازې لمونځ ورکول کیږي ، علامه ابن عابدین وویل : ابولیث اصل مطلب بشپړ روښان کړ . ردالمحتار .
{ وَهَهُنَا أَهْلُ الْبَغْيِ مُسْلِمُونَ ، وَإِنَّمَا يُقَاتَلُونَ لِدَفْعِ قِتَالِهِمْ ، فَإِذَا أَلْقَى السِّلَاحَ وَاسْتَمْهَلَهُ كَانَ عَلَيْهِ أَنْ يُمْهِلَهُ ، وَلَوْ قَالَ أَنَا عَلَى دِينِكَ ، وَمَعَهُ السِّلَاحُ لَمْ يَكُفَّ عَنْهُ بِذَلِكَ ؛ لِأَنَّهُ صَادِقٌ فِيمَا قَالَ ، وَقَدْ بَيَّنَّا أَنَّ الْبُغَاةَ مُسْلِمُونَ ، وَقَدْ كَانَ الْعَادِلُ مَأْمُورًا بِقِتَالِهِمْ مَعَ عِلْمِهِ بِذَلِكَ فَلَا يَتَغَيَّرُ ذَلِكَ بِإِخْبَارِ إيَّاهُ بِذَلِكَ ، وَهَذَا لِأَنَّهُ مَا دَامَ حَامِلًا لِلسِّلَاحِ فَهُوَ قَاصِدٌ لِلْقِتَالِ إنْ تَمَكَّنَ مِنْهُ فَيَقْتُلُهُ دَفْعًا لِقِتَالِهِ } . مبسوط للامام السرخسي .
ژباړه : ( علامه شمس الدين أبو بكر محمد بن أبي سهل السرخسي رحمه الله په خپل کتاب مبسوط کې ویلي دي ) چې باغیان مسلمانان دي ، ددوی په خلاف د وسلوالي جهاد حکم له دې امله جاري شویدی چې ددوی شر دفعه شي ، نو کله که دوی خپله وسله وغور ځوله دتسلیمي ( دسر د خوندي کېدو) غوښتنه یې وکړه په اهل عدل لازم ده چې ددوی غوښتنه ومني ، او که باغي وویل : زه مسلمان یم په داسي حال کې چې په وسله سمبال وو ، نو اهل عدل یې له وژلو څخه نه دی منعه ، له دې امله چې دﺉ خو په خپله خبره کې رښتنی دی ، ځکه مونږ مخکي ددې خبري پخلی کړیدی چې باغي مسلمان دی له دې سره سره اهل عدل ته دده په خلاف دجګړې حکم شوی دی او اهل عدل پرې خبر دی چې باغي مسلمان دی ، نو ځکه په دې خبره کوم نوی بدلون نه دی راغلی ، دا خبره له ځان سره خوندي کړه که په وسله سمبال وو ، نو دﺉ دحملې اراده لري ، که دي وار پرې لومړی کو ، نو څو چې دﺉ حمله درباندي کوي له دېنه مخکي یې ووژنه او ځان ترې خلاص کړه . مبسوط .
{ ويفعل بالبغاة ... ثمان خصال احداها : اذا غلب عليهم وقهرهم فانه لايقتلهم } . النتف في الفتاوى أبو الحسن علي بن الحسين بن محمد السعدي , سنة الولادة / سنة الوفاة 461 تحقيق المحامي الدكتور صلاح الدين الناهي , الناشر دار الفرقان / مؤسسة الرسالة سنة النشر 1404 - 1984مكان النشر عمان الأردن / بيروت لبنان .
{وإن لم يكن لهم منعة ينحازون إليها: فليس للامام أن يقتل أسراهم ولا مدبريهم، ولكن يحبسهم حتى يحدثوا توبة . ثم يخلى سبيلهم }. تحفة الفقهاء في باب احكام البغاة . علاء الدين السمرقندي , سنة الولادة / سنة الوفاة 539 هـ .
ژباړه : ( علامه أبو الحسن علي بن الحسين بن محمد السعدي رحمه الله په خپل کتاب ) : النتف في الفتاوى کې ویلې دي : په باغیانو باندي به اته حکمونه اجراء کیږي ، یو له هغو څخه دا دی کله چې دوی مغلوب او ژوندي ونیول شول ، ( علامه علاء الدین السمرقندي په خپل کتاب تحفة الفقهاء کې ویلي دي که دوی د پناه وروړلو او له هغوی سره بیرته د یوځای کېدلو کومه ډله نه درلوده په همدې صورت کې دي اهل عدل امام ) دوی او ددوی مدبر مرې یان نه وژني ، بندیان دې کړي تر څو چې دوی توبه وړاندي کړي له هغه وروسته دي ددوی مخه خلاصه کړي .
ــ له دې تفصیل څخه څرګنده شوه که باغي ژوندی ونیول شي او قاضي هم د هغه د وژلو حکم ورکړ ، تر څو چې د مسلمانانو لوی امیر دهغه وژل تایید نکړي نو څوک به یې په خپل سر نه وژني ، { وإن عفا الامام عن أسرائهم فلا بأس به أيضا.} تحفة الفقهاء في باب احكام البغاة . د مسلمانانو امیر ته اختیار شته که وغواړي دهغوی محبوسین وبخښي هیڅ جرم او ګناه نه لري .
{ وَيُصْنَعُ بِقَتْلَى أَهْلِ الْعَدْلِ مَا يُصْنَعُ بِالشَّهِيدِ فَلَا يُغَسَّلُونَ ، وَيُصَلَّى عَلَيْهِمْ هَكَذَا فَعَلَ عَلِيٌّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ بِمَنْ قُتِلَ مِنْ أَصْحَابِهِ ، وَبِهِ أَوْصَى عَمَّارُ بْنُ يَاسِرٍ ، وَحُجْرُ بْنُ عَدِيٍّ ، وَزَيْدُ بْنُ صُوحَانَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ حِينَ اُسْتُشْهِدُوا } . مبسوط للامام السرخسي .
ژباړه : اهل عدل به په خپلو وژل شوي کسانو هو بهو هغه مراسم اجراء کړي چې له شهیدانو په حق ترسره کیږي ، غسل به نه ورکوي ، دجنازې لمونځ به ورکړي ( له زخمونو ، وینو ، او هغو جامو سره به یې یو ځای دفن کړي چې هغه شرعي کفنونو ته ورته وي ) حضرت علي کرم الله وجهه له خپلو وژل شوو ملګرو سره په همدې توګه چال چلند وکړ ، حضرت عماربن یاسر ، حجر بن عدی ، او زید بن صوحان رضی الله عنهم هم دداسي مراسمو سرته رسولو توصیه دشهادت په مهال کړې ده .
{ وإذا ثَبَتَ الْحُكْمُ في الْبُغَاةِ ثَبَتَ في قُطَّاعِ الطَّرِيقِ لِأَنَّهُمْ في مَعْنَاهُمْ إذْ هُمْ يَسْعَوْنَ في الْأَرْضِ بِالْفَسَادِ كَالْبُغَاةِ فَكَانُوا في اسْتِحْقَاقِ الْإِهَانَةِ مِثْلَهُمْ وَبِهِ تَبَيَّنَ أَنَّ الْبُغَاةَ وَمَنْ بِمِثْلِهِمْ مَخْصُوصُونَ عن الحديث بِإِجْمَاعِ الصَّحَابَةِ ,وَكَذَلِكَ الَّذِي يُقْتَلُ بِالْخَنْقِ كَذَا رُوِيَ عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ : وَكَذَلِكَ مَنْ يُقْتَلُ عَلَى مَتَاعٍ يَأْخُذُهُ وَالْمُكَاثِرُونَ فِي الْمِصْرِ بِالسِّلَاحِ ؛ لِأَنَّهُمْ يَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ بِالْفَسَادِ فَيُلْحَقُونَ بِالْبُغَاةِ وَاَللَّهُ أَعْلَمُ } . بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع لعلاء الدين الكاساني سنة الولادة / سنة الوفاة 587 . و البحر الرائق شرح كنز الدقائق زين الدين ابن نجيم الحنفي سنة الولادة 926هـ/ سنة الوفاة 970 هـ .
ژباړه : چې د باغیانو په حق کې دا حکم ثابت شو ( غسل او دجنازې لمونځ نه ور کول کیږي ) هوبهو همدا حکم د قطاع الطریق ، خانق ، غاصب ، او مکاثر ( مکابر ) هم دی دوی د هغوی په معنی کې دي ، له دې امله چې دوی ټول د باغیانو په څېر په ځمکه کې دفساد خپرولو منډي ترړي کوي ، نو دوی هم د همغه سپکاوي مستحق دي لکه هغوی چې یې وو ، له دې څخه جوته شوه چې باغیان او نور هغه کسان چې ددوی په معنی کې دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه حدیث څخه چې د یوه مسلمان په بل مسلمان د حققو ټاکنه کوي ، په اجماع د ټولو اصحابو رضی الله عنهم را بېل شوې دي .
٭ د بدایع الصنایع او نورو داعتبار وړ کتابونو له صریح نصصو څخه ثابته شوه چې په دې باب کې اصل او مقیس علیه باغیان دي دا نور اصناف په هغوی باندي دقیاس په توګه دهغوی په معنی کې شمیرل شوې دي چې هغه د کوم سپکاوي مستحق وو نو دا نور صنفونه هم د همغه سپکاوي مستحق ګرځېدلې دي .
{ وَأَمَّا أَمْوَالُ اهُل البغي التي ظَهَرَ أَهْلُ الْعَدْلِ عليها فَلَا بَأْسَ بِأَنْ يَسْتَعِينُوا بِكُرَاعِهِمْ وَسِلَاحِهِمْ على قِتَالِهِمْ كَسْرًا لِشَوْكَتِهِمْ فإذا اسْتَغْنَوْا عنها أَمْسَكَهَا الْإِمَامُ لهم لِأَنَّ أَمْوَالَهُمْ لَا تَحْتَمِلُ التَّمَلُّكَ بِالِاسْتِيلَاءِ لِكَوْنِهِمْ مُسْلِمِينَ وَلَكِنْ يَحْبِسُهَا عَنْهُمْ إلَى أَنْ يَزُولَ بَغْيُهُمْ فإذا زَالَ رَدَّهَا عليهم وَكَذَا ما سِوَى الْكُرَاعِ وَالسِّلَاحِ من الْأَمْتِعَةِ لَا يَنْتَفِعُ بِهِ وَلَكِنْ يُمْسَكُ وَيُحْبَسُ عَنْهُمْ إلَى أَنْ يَزُولَ بَغْيُهُمْ فَيُدْفَعَ إلَيْهِمْ لِمَا قُلْنَا } . بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع علاء الدين الكاساني سنة الولادة / سنة الوفاة 587 . و الفتاوى الهندية في مذهب الإمام الأعظم أبي حنيفة النعمان الشيخ نظام وجماعة من علماء الهند . اللباب في شرح الكتاب , تأليف الشيخ عبدالغني الغنيمي، الدمشقي، الميداني، الحنفي أحد علماء القرن الثالث عشر , على المختصر المشتهر باسم "الكتاب" الذي صنفه الإمام أبو الحسين أحمد بن محمد، القدوري، البغدادي، الحنفي. المولود في عام 362، والمتوفى في عام 428 من الهجرة. الاختيار لتعليل المختار المؤلف : ابن مودود الموصلي .
ژباړه : د باغیانو مالونه که دي اهل عدل په ولکه کې راغلل او اهل عدل مسلمانانو هغو ته اړتیا درلوده هیڅ ګناه نه لري چې د هغوی هغه مالونه چې جنګي وسایل او سایط دي دهغوی په خلاف جګړه کې کار ترې واخلي ، پرته دجګړې له وسایلو له نورو مالو څخه به یې هیڅ راز فایده نه اخلي هغه به په محفوظ ځای کې د دوی د قوت تر ځپلو او توبې تر ایستلو پوري خوندي کړي ، کله چې معضله پای ته ورسېده نو د هغوی جنګي او غیر جنګي مالونه به ټول هغو ته وسپاري ، دا له دې امله ده چې د مسلمان مال په ولکه کېدو د چا مملوک نشي ګرځېدلای .
د كافرانو د خوښئ په چوپړکې چې ووژل شي
په هره زمانه کې که ځینې مسلمانان له کافرانو سره ملګري شول د مال ترلاسه کولو په نیت یا د رتبې د ترلاسه کولو لپاره یا دکافرانو سره په ناسته ولاړه کې یې کوم عزت احساس کړی وي ، یا د هغو په ملګری کې دنیوي ګټي په نظر ورغلې وې ، لنډه دا چې دکافرانو په څنګ کې ودرېدل او د اهل عدل مسلمانانو په خلاف یې په جګړه لاس پوري کړ ، نو دوی هم د باغیانو په حکم کې داخل دي نو د دوی له سر او مال سره به په ژوند او مرګ کې همغه چال چلند کیږي لکه څه راز چې له باغیانو سره کېده او د اهل عدل مسلمانانو په خلاف جګړه کې ووژل شي ، نو غسل او د جنازې لمونځ نه ورکول کیږي ، له دې امله چې دوی د سپېڅلي شرع له نظره د کافرانو تابع شمیر ل شوې دي او د توهین او سپکاوي مورد ګرځېدلي دي ، .
پنځم : وَلَا يُصَلَّى على قطاع طريق : وَلَا يُصَلَّى عَلَى قَاطِعِ الطَّرِيقِ . حاشية رد المختار على الدر المختار شرح تنوير الأبصار فقه أبو حنيفة ابن عابدين. , وتبيين الحقائق شرح كنزالدقائق , وبدائع الصنائع في ترتيب الشرائع , علاء الدين الكاساني سنة الولادة / سنة الوفاة 587 . ومتن بداية المبتدي في فقه الإمام أبي حنيفة برهان الدين علي بن أبي بكر بن عبد الجليل الفرغاني المرغيناني سنة الولادة / سنة الوفاة 593 هـ . وتحفة الملوك (في فقه مذهب الإمام أبي حنيفة النعمان ) محمد بن أبي بكر بن عبد القادر الرازي سنة الولادة 0/ سنة الوفاة 666 .
وقال محمد ( رحمه الله ) في شرح المتن كان ... اهل البغي وقطاع الطريق بمنـزلة اهل الحرب لان الكل يحاربون الله تعالى . الجامع الصغير وشرحه النافع الكبيرأبو عبد الله محمد بن الحسن الشيباني سنة الولادة 132/ سنة الوفاة 189 .
ژباړه : قطاع الطریق ( دلویو لارو پرېکونکي ) چې د وسلوالي جګړې په مهال ووژل شي ( غسل ) او د جنازې لمونځ نه ورکول کیږ ي .
امام محمد رحمه الله ویلې : باغیان او قطاع الطریق د کافرو جنګیالانو په مرتبه کې شمیرل کیږي ، له دې امله چې دوی له خدای جل جلاله سره په جګړه کې دي .
له دېنه مراد دادی چې الله جل جلاله ځمکه په سپېڅلي دین اوتقوی اصلاح کوي او دوی دهغه په خلاف په ځمکه کې دفساد او بدمرغي خپرولو منډي ترړي کوي .
شپږم : وَلَا يُصَلَّى على من قتل في العصبية ، قوله ـ أهل عصبة : والعصبي : من يعين قومه على الظلم والذي يغضب لعصبته ، ... وجعل مشايخنا المقتولين في العصبي في حكم أهل البغي على هذا التفصيل ... أقول : والظاهر أن هذا حيث كان البغي من الفريقين، فلو بغى أحدهما على الآخر وقصد الآخر المدافعة عن نفسه بالقدر الممكن يكون المدافع شهيدا . ردالمحتار. و حاشية على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح أحمد بن محمد بن إسماعيل الطحاوي الحنفي سنة الولادة / سنة الوفاة 1231 هـ . والنتف في الفتاوى أبو الحسن علي بن الحسين بن محمد
السعدي سنة الولادة / سنة الوفاة 461 . { وَحُكْمُ أَهْلِ الْعَصَبِيَّةِ كَحُكْمِ الْبُغَاةِ } . البحر الرائق شرح كنز الدقائق زين الدين ابن نجيم الحنفي سنة الولادة 926هـ/ سنة الوفاة 970 هـ .
ژباړه : العصبیة : قوم پالنه : العصبي : قوم پالونکی . د عصبیت څښتن هغه څوک دی : چې د قوم پالني په نیت د قومي ظالم ملاتړ وکړي او یوازې د قومولۍ ریشتې پالني په سبب غصه شوی وي .
د قوم پالني په نیت د قومي ظالم له ملاتړو څخه چې څوک د هجوم وروړلو دجګړې په مهال ووژل شي ، زمونږ د سپېڅلي دین پوهانو هغه د باغیانو په حکم کې شمیرلی دی ، هغه ته دي سپکاوي له امله غسل او دجنازې لمونځ نه ورکول کیږي ، او که د مظلوم له ملاتړو څخه چې یرغل پرې شوی دی څوک له خپل ځان څخه د
دفاع په مهال ووژل شي ، هغه شهید دی ،
عَنْ سَعِيدِ بْنِ زَيْدٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ... مَنْ قُتِلَ دُونَ اهله فَهُوَ شَهِيدٌ . رواه مسند الإمام أحمد بن حنبل .
حضرت سعید بن زید رضی الله عنه له رسول الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې د خپل اهل په دفاع کې ووژل شي هغه شهید دی . الحدیث .
او که صورت داسي وو چې له دواړو لورو څخه د دفاع په نیت نه بلکي یو په بل باندي د هجوم او یرغل وروړلو قصد وو نو د دواړو لورو د جګړې په مهال وژل شوي ملاتړو حکم د باغیانو دی یوه ته هم غسل اودجنازې لمونځ نه ورکول کیږي .
اوم : وَلَا يُصَلَّى على الْمُكَابِر: اي الْمُتَغَلِّبُ ، والمراد به من يقف في محل من المصر يتعرض لمعصوم ... وَالظَّاهِرُ أَنَّ هَذَا مَبْنِيٌّ عَلَى قَوْلِ أَبِي يُوسُفَ مِنْ أَنَّهُ يَكُونُ قَاطِعَ طَرِيقٍ إذَا كَانَ فِي الْمِصْرِ لَيْلًا مُطْلَقًا أَوْ نَهَارًا بِسِلَاحٍ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى كَمَا سَيَأْتِي فِي بَابِهِ إنْ شَاءَ اللَّهُ تَعَالَى , رد المحتار . { والمكابرون ( والمكاثرون ) في الْمِصْرِ بِالسِّلَاحِ لِأَنَّهُمْ يَسْعَوْنَ في الْأَرْضِ بِالْفَسَادِ فَيُلْحَقُونَ بِالْبُغَاةِ وَاَللَّهُ أَعْلَمُ } . بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع , علاء الدين الكاساني . { الْمُكَابِر : أَيْ الْآخِذُ عَلَانِيَةً بِطَرِيقِ الْغَلَبَةِ وَالْقَهْرِ } . حاشيه ابن عابدين .
ژباړه : مکابر : په زور اخیستونکی . مکابر : هغه څوک دی چې په ښار او دهغه په څنډو کې د شپې لمخه مطلق او د ورځي لمخه د وسلې په برېښولو له خلګو څخه دهغو معصوم مالونه په سپین سترګۍ ( ناروا لاره ) اخلي ، نو که د جګړې په مهال ووژل شي ، د باغیانو په حکم داخل دی غسل او د جنازې لمونځ نه ورکول کیږي ، له دې امله لکه د باغیانو په څېر په ځمکه کې فساد خپرونکی دی .
٭ د مال څښتن که د خپل مال په دفاع کې ووژل شي هغه شهید دی ،
عَنْ سَعِيدِ بْنِ زَيْدٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ . رواه مسند الإمام أحمد بن حنبل .
ژباړه : حضرت سعید بن زید رضی الله عنه له رسول الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې دخپل مال په دفاع کې ووژل هغه شهید دی . څوک چې د خپل ناموس په دفاع کې ووژل شي هغه شهید دی . څوک چې د خپل دین په دفاع کې ووژل شي هغه شهید دی . څوک چې دخپلو وینو په دفاع کې ووژل شي هغه شهید دی .
اتم : وَلَا يُصَلَّى على خناق : فِي الْبَحْرِ وَالزَّيْلَعِيِّ : أَيْ حُكْمُ أَهْلِ عَصَبِيَّةٍ, وَمُكَابِرٍ, وَخَنَّاقٍ : ( خَنَقَ غَيْرَ مَرَّةٍ ) .حُكْمُ الْبُغَاةِ فِي أَنَّهُمْ لَا يُغَسَّلُونَ وَلَا يُصَلَّى عَلَيْهِمْ . ردالمحتار .
( إنَّمَا لَمْ يُغَسَّلُوا وَلَمْ يُصَلَّ عَلَيْهِمْ ) لِأَنَّهُمْ يَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ بِالْفَسَادِ فَيُلْحَقُونَ بِالْبُغَاةِ وَاَللَّهُ أَعْلَمُ . بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع .
قاتل بالخنق غيلة ) بالكسر الاغتيال يقال قتله غيلة وهو أن يخدعه فيذهب به إلى موضع فيقتله والمراد أعم كما لو خنقه في منزل لسعيه في الأرض بالفساد . مراقي الفلاح بإمداد الفتاح شرح نور الإيضاح لحسن بن عمار بن علي الشرنبلالي الحنفي .
ژباړه : الخناق : هغه څوک دی چې یو انسان د چلول په مټ تښتوي بیا یې په ګوښه ځای کې د ستوني په خفه کولو وژني ، که دا عمل د هغه عادت مستمره وو ( یعنی څو ځله یې داسي کړي وو) د ده حکم دباغیانو دی که ووژل شي نو غسل او دجنازې لمونځ نه ورکول کیږي ، دا له دې امله دی چې په ځمکه کې دفساد او بدمرغي خپرولو هڅي کوي .
نهم : وَلَا يُصَلَّى قاتل أحد أبويه : ( قَوْلُهُ : لَا يُصَلَّى عَلَى قَاتِلِ أَحَدِ أَبَوَيْهِ : الظَّاهِرُ أَنَّ الْمُرَادَ أَنَّهُ لَا يُصَلَّى عَلَيْهِ إذَا قَتَلَهُ الْإِمَامُ قِصَاصًا ، ( قَالَ : إهَانَةً لَهُ وَزَجْرًا لِغَيْرِهِ . التَّبْيِينِ ) أَمَّا لَوْ مَاتَ حَتْفَ أَنْفِهِ يُصَلَّى عَلَيْهِ . حاشية رد المحتار . ونور الإيضاح ونجاة الأرواح
حسن الوفائي الشرنبلالي أبو الإخلاص .
ژباړه : څوک چې خپل مور او پلار دواړه یا په هغو کې یو ووژني ، له دې وروسته ونیول شي او د مسلمانانو امیر یې دقصاص په توګه ووژني هغه دباغیان په حکم کې داخل دی ده ته سپکاوي او نورو خلګو ته دده له عمل څخه دعبرت ورکولو په سبب غسل او دجنازې لمونځ نه ورکول کیږي ، او که داسي وشول چې په خپل مرګ مړ شو بیا ورکول کېدای شي .
لسم : وَلَا يُصَلَّى عَلَى مَنْ قَتْلَ نَفْسَهُ : وَعَنْ أَبِي يُوسُفَ لَا يُصَلَّى عَلَيْهِ لِمَا رُوِيَ . الجوهرة النيرة ... عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ أَنَّ رَجُلًا قَتَلَ نَفْسَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيْهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , مسند احمد . وسنن ابوداؤد . ومستدرك للحاكم وقال : على شرط مسلم .
ژباړه : قاتل النفس : ځان وژونکی هغه څوک دی چې ( د ماغي امراض و نه لري ) له خپل ژوند څخه د ورپېښي ستونزي له امله تر پزي رسېدلی وي ، نو له پوهي او ادراکه سره سره په قصدي ډول : زهر وخوري ، ځان په رسۍ را ځوړند کړي ، له لوړ ځای څخه ځان را وغورځوي ، په ځان وور بل کړي ، په وژونکې آله ځان ووهي ، په ټوپک یا د توپنچې په مرمۍ ځان ووېلي ، او یا ځان په قصد سره د روان موټر مخي ته په ځمکه وغور ځوي ، امام ابویوسف رحمه الله حکم کړی دی چې دې ډول ځان وژونکو ته دجنازې لمونځ نه ور کول کیږي ، د ده د حکم ملاتړ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د رانقل شوي حدیث په مټ شویدی .
حضرت جابر بن سمره رضی الله عنه روایت کړیدی چې یوه سړي په خپله ځان وژلی وو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته دجنازې لمونځ ورنکړ .
مرتد که مړ شي یا ووژل شي
يوولسم : مرتد هغه څوک دی چې د اسلام د سپېڅلې عقیدې په بدل کې کفري عقيده ځان ته غوره کړي نو مرتد شو هغه مړ شي یا ووژل شي د هغه جرم به الله جل جلاله هیڅکله ونه بخښې او نه د هغه دغسل ، کفن ، او د جنازې د لمانځه مراسم په ځای کیږي ، نه به یې د مسلمانانو په هیدره کې دفن کوي او نه دکافرانو بلکي د مردار سپي په ډول به یې په کډي کې تر خاورو لاندي کړي .
قال الله تعالى { اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ (80) } سورة التوبة
ژ باړه : ای ! پیغمبره که ته دداسي خلګو لپاره ( یعنی منافقینو ) ته بخښنه وغواړې او که یې ونه غواړې که ته اویا ( ۷۰ ) ځله هم د دوی د بخښني هیله وکړې نو الله به هغوی هیڅکله ونه بخښي ځکه هغوی په الله او د هغه په پیغمبر باندي کافر شوې دي الله ، فاسقانوته د رغېدو لاره نه ښیې .
کومو خلګو چې د منافقینو تر ډلي پوري تړاو درلود هغه چې مړه شول د هغه د جنازې ته له ورتګ څخه الله خپل پيغمبر منعه كړى دى له دېنه ثابته شوه هغه خلګ چې د منافقینو په ډله کې صریح نصوصو شمیرلي وي که مړه شول یا ووژل شول د هغو جنازې ته هم د فرست په مهال ورتلل په شرع كې حرام ده او نه دې څوك ورحاضريږي ځكه الله جل جلاله هغه د رټل شوو خلګو په ډله کې شمېرلي دي د شرعي له لوري د سپکاوي او اهانت مورد ګرځېدلي دي نو یو مسلمان ولي هغه ته په خپل ورتګ د سر لوړی تاج ور په سر کوي .
قال الله تعالى { فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لَا تَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ (81) فَلْيَضْحَكُوا قَلِيلًا وَلْيَبْكُوا كَثِيرًا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (82) فَإِنْ رَجَعَكَ اللَّهُ إِلَى طَائِفَةٍ مِنْهُمْ فَاسْتَأْذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُلْ لَنْ تَخْرُجُوا مَعِيَ أَبَدًا وَلَنْ تُقَاتِلُوا مَعِيَ عَدُوًّا إِنَّكُمْ رَضِيتُمْ بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوا مَعَ الْخَالِفِينَ (83) وَلَا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ (84) وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلَادُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ (85) وَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آَمِنُوا بِاللَّهِ وَجَاهِدُوا مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُولُو الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوا ذَرْنَا نَكُنْ مَعَ الْقَاعِدِينَ (86) } سورة التوبة
ژباړه : كومو خلګوته ( منافقینوته ) چې د بېرته پاته كيدو رخصت وركړل شوى وو , هغوى د الله له پيغمبر سره په ملګرتيا نكولو ، او په كوركې په پاتي كېدو باندي ډېرخوشحال شول او دايې نشوه خوښه چې د الله په لاره كې په سر او مال جهاد وكړي ، هغوى نورو خلګوته وويل : چې په دې سخته ګرمي كې جهاد ته مه وځئ , ته دوى ته ووايه , چې د دوزخ اور تر دغه زيات ګرم دى ، كاشكي له هغوى سره ددې شعور واى ( ۸۱ ) اوس په كارده چې دا خلګ خندا كمه كړي او زيات ژاړې ځكه چې كومه بدي چې دوى یې كوي د هغې جزآء داسي ده , چې دوى ته په هغې ژړا په كارده ( 82) كه الله د هغوى منځ ته تا بيرته راولې او په راتلونكي وخت كې په هغوى كې كومه ډله له تا څخه په جهاد كې د وتلو اجازه وغواړې نو په ډاګه ورته ووايه : اوس تاسي لما سره هيڅكله نشئ تللاى او نه ځما په ملګرتيا كې له كوم دښمن سره جنګېداى شئ تاسو مخكي د ځان لپاره ناستې غوره كړې وه نو تاسي له ناستو خلګو سره په كور كښېنئ ( 83) او كه په راتلونكي وخت كې له هغوى نه ( یعنی منافقینو ) كوم څوك ومري نو د هغه جنازه هيڅكله مه كوه او هيڅكله د هغوى په قبر مه درېږه ځكه چې هغوى له الله او د هغه له پيغمبر څخه انكار كړى دى او هغوى په داسي حال كې مړه شوې دي چې هغوى فاسقان وو ( 84 ) د هغو شتمني او د هغو د اولادونو زیاتوالی دي تا تیر نه باسي ، الله خو اراده کړې ده چې د دې مال او لاد په واسطه هغو ته په دې دنیا سزا ورکړي ، او هغو ساه ګاني په داسي حال کې وباسي چې هغوی کافران وي . ( ۸۵ ) کله به چې کوم سورت په دې مضمون نازل شو چې الله ومنئ ، او د هغه د پیغمبر په ملګرتیا کې جهاد وکړﺉ ، نو تا ولیدل کوم خلګ چې له هغوی څخه د قدرت څښتنان وو ، همغو له تا څخه دا غوښتنه وکړه چې هغوی دې په جهاد کې له برخي اخیستنې څخه معاف کړل شي ، او په کور کې له ناستو خلګو سره کښېني .
كل مسلم ارتد فإنه يقتل إن لم يتب إلاالمرأة ... حكم الردة : وجوب القتل إن لم يرجع وحبط الأعمال مطلقا ... كذا في البزازية .
والمرتد لَا يَقِرُّ على الرِّدَّةِ بَلْ يُجْبَرُ على الْإِسْلَامِ إمَّا بِالْقَتْلِ إنْ كان رَجُلًا بِالْإِجْمَاعِ وَإِمَّا بِالْحَبْسِ وَالضَّرْبِ إنْ كانت امْرَأَةً عِنْدَنَا إلَى أَنْ تَمُوتَ أو تُسْلِمَ . بدائع الصنائع
المرتد بسب النبي صلى الله عليه و سلم فإنه يقتل ... مَنْ سَبَّ الرَّسُولَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَإِنَّهُ مُرْتَدٌّ وَحُكْمُهُ حُكْمُ الْمُرْتَدِّ وَيُفْعَلُ بِهِ مَا يُفْعَلُ بِالْمُرْتَدِّ انْتَهَى . ردالمحتار , النتف في الفتاوى أبو الحسن علي بن الحسين بن محمد السعدي سنة الولادة / سنة الوفاة 461 .
واذا مات أو قتل على ردته لم يدفن في مقابر المسلمين ولا أهل ملته وإنما يلقى في حفيرة كالكلب والمرتد أقبح كفرا من الكافر الأصلي . الاشباه والنظائر .
ژباړه : المرتد : هغه څوک دی چې یوځل د اسلام په سپېڅلي دین مشرف شوی وي ، له هغه وروسته د اسلام دیني عقیده پرېږدي دهغې په ځای کفري عقیده د پیروي په لحاظ غوره کړي ، د مرتد حکم ( العیاذ بالله ) دادی چې مرتد په هغه ارتداد چې ده غوره کړیدی نشي پرېښول کېدای ، له یوه لوري یې ټول نیک اعمال بابېزا او ضایع شو، او له بل لوري به د اسلام سپېڅلي دین ته بیرته اړ یستل کیږي ، که یې ونه مانو ، که نارینه وو ، نو دټولو دیني پوهانو پرې اجماع ده چې ودي وژل شي ، او که ښځه وه ، په بندي کولو او ترټلو دې د اسلام دین منلوته اړ یستله شي که له دې سره سره د دین منلو ته چمتو نه شوه آن دمرګ تر وخته دي په بندي خانه وځنډوله شي .
مرتد چې د ارتداد په حال کې مړ شي یا ووژل شي ، د مسلمانانو په هیدره کې به یې نه دفن کوي او نه به یې دهغو کافرانو په هیدره کې دفن کوي چې دﺉ دهغو عقیدې ته ور اوښتی ده ، بلکي د مړه شوي سپي په څېر به یې په کډي کې ترخاورو لاندي کړي ، دا له دې امله ورسره وړ دي چې په شرع کې مرتد تر اصلي کافر ډیر د کرکي مورد ګرځېدلی ده .
کوم څوک چې ( العیاذ بالله ) پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل وکړي ( او مسلمان که د الله جل جلاله سپکاوی وکړي یا قرآن کریم ته سپکاوی وکړي ) دا هم د مرتد په حکم کې داخل دی ، له ده سره دي هغه چال چلند وکړي چې له مرتد سره کېدو .