د جهاد او جګړې ترمنځ توپير
په سپيڅلي اسلام کې د اسلامي جهاد (جګړې) هدف د جګړې پاى ته رسول وي اسلامي اردو او په عقيده مين اتلان يواځى په دې خاطر په جګړه ﻻس پورى کوي ترڅو د جګړې ټغر ټول شي د امن امان د سولى او سلامتيا فضا رامنځ ته شي او د هر ډول وسلوال تيري امکان له منڅه ولاړ شي کله چې د اسلامي دعوت په ﻻره کې حنډونه رامنځته شي په دغه صورت کې اسلام مومنو افرادو ته دستور ورکوي چې وسلى را واخلي او تر هغه وخته پورى وجنګيږي ترڅو حرب خپلى وسلى په ځمکه کيږدي، د حرب احتمال له منځه وﻻړ شي تيرى پاى ته ورسيږي او د دعوت لمن پراخه شي پردې سربيره چې وسلوال اسلامي جهاد د دعوت د ﻻرې موانع له مينځه وړي شر او فتني ته خاتمه ورکوي او د دين د حاکميت لپاره زمينه برابره وي، د دين دلمنى د ﻻخپراوي په برخه کې ځينى نړيوال اهداف هم لري او هغه دا چې په ګرده نړۍ کې به د شر او فساد له قواو سره مقابله کوي او بندګان به د بندګانو له عبادت څخه خلاصوي او د خداى تعالى د عبادت خوا ته به يې را بولي د هر راز محدوديت څخه پرته به په ګرده نړۍکې الهي دين حاکموي.
د جهاد حقيقت د قران په رڼا کې.
څه ډول جگړه او د څه لپاره؟
)وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ، وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ( [البقرة. (آية١٩٠ ١٩١]
ژباړه: د خداى (ج) په ﻻره کې له هغوکسانو سره چې له تاسو سره جګړه کوي وجنګيږئ او له ټاکليو حدودو څخه تيرى مه کوئ ځکه خداى (ج) تيرى کونکي نه خو ښوى او وئې وژنې په کوم ځاى کې يې چې بيا مومى اوباسى دوى له هغه ځايه چې تاسې يې کښلى ياست او فتنه له وژلو څخه هم سخته ده لوى خداى (ج) په پورتني امر سره هر مسلمان وګړى مسلمانى ټولنى او ټول اسلامي امت ته امر کوي چې تيرى مه کوئ )خو مظلوميت هم مه منى( که چا در باندې تيرى کاوه تاسو سره جنګيدل تاسو هم ور سره جګړه وکړئ او ظالم له خپل کور، کلى، هيواد، څخه چې تاسى يې ورڅخه را ايستلي ياست وباسئ او ويې وژني چرته يې چي بيا مومى او بايد چې وپوهيږى چې د قتل او مرګ له جنايت څخه بده پيښه دا وي چې مسلمانان له اسلام څخه شرک او ارتداد ته اړه ول کيږي.
په پورتني مبارک آيت کې مسلمانانوته تاکيدا امر کوي چې د خداى (ج) په ﻻره کې د اسلام پر اصولو متکي او د خداى (ج) د خوښۍ د تر ﻻسه کولو په خاطر وجنګيږئ.
دا جګړه بايد د خداى (ج) په ﻻره کې پر اسلامي اصولو مبتني جګړه وى خپل سرى نه منى.
دا جګړه بايد هدفمنه وي بې ځايه او له حکمت څخه خالي جګړه مقبوله نده.
دا جګړه بايد د سولى او امنيت لپاره وي د عدم امنيت او نا ارامۍ فضاء رامنځ ته نکړي.
دا جګړه بايد د ظالم د ظلم د مخنيوي لپاره وي هيڅ کله پکې ظلم او تيرى ته اجازه ور نکړاى شي.
دا جګړه بايد د حقوقو د تحفظ او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره وي د محکوميت محروميت او مظلوميت د ايجاد سبب نشي.
دا جګړه بايد دالهي احکامو د تنفيذ لپاره وي په شخصي اغراضو هيڅ کله بنا نه وي.
دا جګړه يو داسى عبادت دى چې دنيوي او اخروي ستر اجرونه تر شا لري.
دا جګړه د مومنانو جګړه ده د کفارو جګړه نده.
دا جګړه د خداى (ج) د رضا د حصول جګړه ده هيڅ کله د بل چاپه خدمت کې نده.
هوکي: دا جګړه )جهاد فى سبيل الله( يو مقدس عبادت او د اسلامي امت پر غاړه يوه خورا لويه فريضه ده، له پورتني محتوى څخه دا ترﻻسه کيداى شي چې (جهاد فى سبيل الله) د ظلم، استکبار، استعمار، په وړاندې د عمل او نظر يوه اصولي مبارزه ده د خداى (ج) په ﻻره کې جهاد د خپلواکۍ د تضمين لپاره يوه عملي وسيله ده )جهاد فى سبيل الله( د نړيوالى سولى، امنيت، بشرى مصئونيت او پايښت لپاره په نظري او عملي ډول يوه اصولي مدافعه ده )جهاد فى سبيل الله( د حق او ټولنيز عدالت د تآمينولو په لاره کې يوه ځانګړى طريقه ده د خداى (ج) په لاره کې جهاد پر مخلوق باندې د الهي حکم د نافذولو او د اسلامي دعوت په لارکې يوه عملې مبارزه ده د خداى (ج) په لاره کې جهاد د عبادت يوه خورا ستره فريضه ده.