د سیرة النبی دکتابونو زېرمي د رسول الله  صلی الله علیه  وسلم  او د اصحابو رضی الله عنهم  د اخلاقو، کړنلارو په  څېړنه او شننه باندي په بشپړه توګه  غني ده  د ټولو برخو شننه  خوځما له  توان څخه وتلی کاردی خو بیا هم چې بې خې له  منځه  پاتي نشي له  هغې جملې څخه  خپل نظر یوازي  د شام  په  سیمه کې د ( یرموک ) د غزا  دیوڅو برخو څېړنې ته ور اړوم  له دې امله  چې ترټولو لویه ، خونړۍ ، له  ستونزو اوکړاوونو څخه ډکه  غزاده او د اسلام  په تاریخ کې یوه داسي کارنامه  وه چې ټوله  نړۍ ورته  حیرانه  وه  په  دې جګړه کې د مسلمانانو د ثبات  قدمي او شجاعت ستاینه آن تردې چې دغرب  متعصبو مورخینو هم کړېده ، یوه  مورخ ددې جګړې په اړه  داسي لیکلي دي  ( د مسلمانانو شجاعت او جسارت دستایني وړدی چې په یرموک کې د خپل فوځ  په  پرتله  د  رومیانو پنځه چنده زیات  فوځ  ته داسي ماتي ورکړه  چې رومیانو بیا هیڅکله  له هغوی سره د مقابلې جرئت ونکړ ) او له بل لوري د اسلام د لومړۍ  پېړۍ زړورو نومیالیو اتلانونارینه اوښځينه وو  په  بېلا بېلو برخو کې په ځانګړې توګه  ونډه لرلې ده .

ددې غزا د غټو غټو معلوماتو لاسته  راوړني په دې ډول دي  : د یرموک غزا د هجرت په پنځلسم ( 15 ) کال د رجب المرجب  په پنځمه د امیر المؤمنین حضرت  عمر ( فاروق )  رضی الله عنه  دخلافت په  دوران  کې رامنځته شوه ، او د اسلام  د فاتح لښکر  مشر د مصر اوشام  فاتح حضرت  ابوعبیدة بن جراح  رضی الله عنه  ؤ ، او د لښکر لوړ  پوړي بول ( قمنده ) ورکونکي نامتو  بهادران  هر یو حضرت خالد بن  ولید ، حضرت عمرو بن العاص  ،   حضرت  قیس بن هبیرة  ،  حضرت عمربن الطفیل  ، میسرة بن مسروق  ،  حضرت ابوسفیان  ، دهغه زوی یزید بن ابی سفیان ، حضرت شرحبیل  ،   حضرت عکرمة  بن ابی جهل  رضی الله عنهم  او داسي نور  وو  .

د اسلام  د ټول لښکر شمیر د امام  طبري  د روایاتو  له مخه  ( ۵۰۰۰۰ ) پنځوس  زره  تنو ته  رسېدو ، د جګړې په پای کې د ټولو شهیدان  شمېر (۳۰۰۰ ) تنو  رسېدو ، د شهیدانو په  قطارکې دځینو نامتو اتلانو نومونه  په دې  ډول  ښوول  شوي دي ، حضرت  ضراربن آزور ، حضرت هشام بن العاص ، حضرت لبان ، حضرت سعید، حضرت عکرمه بن ابی جهل ، اوحضرت عمربن  الطفیل رضی الله تعالی عنهم  ؤ او د زخمیانو شمیرکره نه  دی  معلوم  .

ددښمن  مشرتوب  د روم  د پاچا هرقل  په غاړه  ؤ، او د لښکر شمیر یې له ګڼ شمیر  رواتو سره  سم  له  دوو  لکو څخه  بیا  تر دوه نم  لکو فوځیانو پوري  روایت  شوی دی ، اود وژل  شوو فوځیانو شمیر   یې د امام طبري او نورو مورخینو له  روایاتو سره سم  له او یازره  بیا تر سل  زرو تنو پوري  روایت کړی دی  .

د مسلمانانو ستر سالار  حضرت ابوعبیده  رضی الله عنه  دومره هوښیار او دلوړو اخلاقو څیښتن ؤ  هغه سیمې چې مسلمانانو فتح کړې وې او اوسېدونکي  یې لا اوس هم په عیسایې مذهب پاتي ؤ دحضرت ابوعبیده  رضی الله عنه  اونورو مسلمانانو له  ښواخلاقو او د انصاف   له  چلند څخه  دومره   متاثره شوې ؤ چې   د  روم   د عیسا یې حکومت ټوله  جاسوسي  یې  مسلمانانو ته کوله  ،

په دې  لړ کې  یوه  ورځ  یو ډېر عجیب  خبر را ووړ چې هرقل ټول فوځي افسران  خپل حضورته  را وغوښتل او هغوی ته  یې  په خطاب کې وویل : ما داسي اورېدلې دي چې مسلمانان له  تاسو څخه په  شمېر او وسله کې ډېر کم دي  نو بیا ولې سیمي ستاسو له  قبضې څخه  وځي او د دوی  په  ولکه کې راځي او تاسو له  دوی سره په  مقابله کې ماتي خوری  ددې لامل څه دی ؟  د ټولو سرونه  له  شرم اوخجالت څخه ښکته ځوړند شول، هیچا هم ځواب  ورنکړ  یوتجربه کار بوډا  د هغوی له  منځه  را پورته  شو او هرقل ته  یې  وویل  : چې مسلمانان  په  خوی او اخلاقوکې له  مونږ  ډېرښه دي ، هغوی دشپې له مخه عبادت کوي اود ورځي  روژې  نیسي ، خپل دین  ته  ډېر  وفادار دي ، په غریبوخلګو ترحم کوي ، د مشرانو  ډېر احترام کوي ، هرې سیمي ته چې داخل شي چور چپاول  نه کوي ، په کمزورو ظلم  زیاتی روا نه ګڼی ، په  خپلومنځوکې له یوبل سره  د ورور  ولی چال چلندکوي ، یوله بل سره ډېره خواخوږي لري ، له دې امله د هغوی په کارونوکې وحدت یو والی جوش خروش ، ټینګار ، او سرښندنه  موجوده وي  .

مونږ د ورځي شراب  خورو، عیش کوو ، دشپې له مخه خوب کوو او ځینې په ساز سروز شپه  صبا کوي ، ناوړه کارونه کوو ، په عهد او ژمنه وفا  نه کوو ، په نورو باندي ظلم خپل حق ګڼو ، هرې سیمي ته  چې ننوځو د خلګو مالونه  لوټوو ، له  دې امله  زمونږ  په  هرکار کې تفرقه یوپه بل  بې باوري ، بې ثباتي موجوده وي  او یوازې دځان پالني په فکر کې یو ، داټول  له ورایه ښکاره  هغه  لاملونه دي چې زمونږ  هوډ ، مېړانه ، همت  ، وحدت  یې له  منځه  وړی دی  .

دیرموک  د غزا په جریان کې یو د فام  وړ  ټکی دا  هم ؤ  چی دکافرانو په لښکر کې  د ( جرجیري) ترمشري لاندي یې دېرش زره (۳۰۰۰۰ ) تنه  داسي جنګیالي چې تر اخیري سلګۍ پوري  یې دجګړې کولوسوګند کړی ؤ په  داسي توګه  چې  هرو لسوتنو یې په  یوه  ځنځیر ځانونه  تړلې ؤ  ددې لپاره چې څوک  د جګړې له  میدان څخه  تیښته  ونکړي او دوی ته وظیفه  ورکړای شوې وه  چې دحضرت  خالدبن  ولید  رضی الله عنه  ترقمندې لاندي فوځ  باندي به  تاسو یرغل کوﺉ  ترڅو چې خالد  رضی الله عنه  ووژنئ  او یایې  ژوندی  له  ځان سره دبندي په توګه  راولئ  .

حضرت خالد  رضی الله عنه  د لښکر  په  ترتیب  پیل وکړ ی ، حضرت معاذ بن جبل  رضی الله  عنه  د ا صحابو  رضی الله عنهم  په  منځ کې دلوی اعتبارڅښتن وو  د لښکر  په  میمنه  برخه  د مشر په  توګه  او قباث بن اثیم  رضی الله عنه  یې په  میسره   برخه  د مشر په  توګه ، هاشم بن عتبه  رضی الله عنه  یې دپلي فوځ  دمشر په  توګه  وګومارل ، حضرت خالد  رضی الله عنه  ترخپلي قمندې لاندي مجاهدین  هم  په  څلورو برخو ووېشل  یوه  برخه یې له ځان سره  وساتله  په  نورو درو برخو یې قیس بن هبیره  ، میسره بن مسروق  او عمربن الطفیل  رضی الله  عنهم   د قمندانانو په  توګه  وګومارل ، په  هرحال  رومیان  هم  په  شان  شوکت د دوولس  میله  اوږدې  مسافې په  اوږدوکې ځای  په  ځای  شول، کله  چې فوځونه  سره  مخامخ  شول  د  رومیانو له  ډلې څخه  ( بطریق )  د مېړني جنګیالي په  توګه  میدان  ته  را  وړاندي شو غږ  یې  وکړ : په  تاسو کې کوم  څوک  ځما  سیال  شته  چې میدان  ته  را وړاندي شي  ؟   حضرت میسره  بن  مسروق  رضی الله  عنه  هڅه  وکړه  چې خپل آس یې میدان  ته ور  وړاندي کړی ، حضرت خالد  رضی الله عنه  ایسار کړ ، ځکه  حضرت میسره  رضی الله عنه   د پاخه  عمر سپینږیری سړی ؤ او بطریق ځوان  چالاک  پهلوان  ښکاره کېده ، حضرت خالد  رضی الله عنه  قیس بن هبیره  رضی الله عنه  ته اشاره  وکړه  ته  ور وړاندي شه  هغه  له  حماسې  ډک  شعر ووایو د باز مرغه په  شان  یې  میدان  ته   ور  ودانګل ، هغه لا ځان  نه  وو سنبال کړی چې  حضرت قیس  د تکبیر له  لړزونکې غږ  سره د توري  دروند ګوزار  پرې  وکړ  سر  یې له  تن  څخه  په  غوڅه  توګه ورجلا کړ  مسلمانانو  د تکبیر په  اوازونو بدرګه  کړ ، حضرت  خالد رضی الله عنه   له  ډېرې  خوشحالۍ څخه  وویل  : چې انشآ‌‌ء الله  بری  زمونږ  په برخه  دی  .

له دې  وروسته  جګړه  پیل شوه  تر ماښامه  پوري  وغځېده  دحضرت خالد رضی الله عنه  او دده  د ملګرو  د مېړاني له  برکته  یواینچ  شاته  نه شول  ، یرغلګر  ناهیلي  بیرته  شاتګ ته اړ ایستل شول  .

د یرموک  د غزا په  جریان کې  بل د فام  وړ ټکی دا هم ؤ  چې د رومیانو د لښکر  مشر ( باهان )  له یو څو جګړو وروسته  حضرت ابوعبیده  رضی الله عنه  ته  د روغې جوړې  وړانديځ  وکړ ، نو حضرت ابوعبیده  رضی الله عنه  د خبرو اترو لپاره  حضرت  خالدبن ولید رضی الله عنه  وټاکو دﺉ  چې کوم  مهال  د  رومي  مشرتابه  په  لوري روان شو هغوی دده په وړاندي دشان شوکت  ښوولو  لپاره  د فوځیانو اوږده اوږده  قطارونه  په داسي شان  چې په  سر یې پولادي  خولونه  او په  مټوکې ډالونه ، او ټول تن  یې په او سپنزو زغرو پوښلی وو  درولي وو ، ددې په خلاف  د ایمان  په  زغره پوښلي غیور اوتکړه  قمندان  حضرت خالدبن  ولید  رضی الله عنه  چې ددوی په  منځ کې تېرېدو نو په  ډېره  بې پروایې سره یې دوی ته کتل  تېرشو کله  چې درباري خېمې ته  دننوتلو په حال کې  وو یوه  رومي جنرال  له  احترام کولو  وروسته   ورته   وویل : چې زمونږ  د جګړه مارو فوځیانوحال دي څرنګه  انځورکړ  ؟  حضرت خالد رضی الله عنه  په ځواب کې  ورته  وویل : چې ستاسي فوځیان  له  مرګ  څخه  ډېر   ډارن را ته  ښکارېدو ځکه  یې  د  وسپنو تر دېوالو شاته  ځانونه  پټ کړې ؤ ، ماته  داسي څرګند شوو چې  سر  بېره  په  زغرو  پوښلې او تر لاندي  بې روحه  مجسمې دي ، رومي جنرال د داسي  خبرو په  اورېدو  هکپک  شو ، کله  چې د ( باهان ) خېمې ته  ننووت  هغه  یې  ډېر درناوی  وکړ اوڅنګ ته کښېناؤ  د ژباړن په  منځګړتیا سره یې له  څه  معمولي خبرو وروسته رسمي  وینا پیل کړه ، د خپل  سلطنت ، مال ، دولت ، جاه ، جلال ، په هکله  یې  په  ډېر  ویاړ سره  خبري  وکړې  د خپلو خبرو ترڅ کې یې دا  هم وویل :  د عربو هغه قومونه چې زمونږ  په  هیوادونو کې  زمونږ ترسیوري لاندي  میشت دي  له  هغوی  سره  مونږ  ډېر ددوستی چال چلندکړی دی ، مونږ داسي فکرکاوه چې زمونږ  د نیک سلوک  له امله به  ټول عربان زمونږ  ډېر ممنون وي ، خو تاسو زمونږ  د هیلو برخلاف  زمونږ  په هیوادونو یرغل وکړ، غواړﺉ  چې مونږ له  خپل  ټاټوبي  وشړﺉ  تاته  به څرګنده نه  وي چې ډېرو قومونوڅوڅوځلې داسي ارادې کړې دي  خو بریالي شوې نه دي ، اوس تاسي هم  هوډ کړیدی ، سره له دې چې په ټوله نړۍ کې دپوهي ، مال ، دولت ، وسایلو ، بلکي له  هره پلوه  شاته  پاتي خلګو هم  داسي بې ځایه خیال کړیدی ، خیر مونږ ستاسي له دې ګناه څخه  هم  در تېر  یو، له دې سره سره که تاسو بیرته شاته  ولاړشئ نو د انعام په  توګه  به  ستاسي سپاه سالار ته لس زره دیناره او افسرانوته  زر زر دیناره او عامو عادي عسکرو ته  سل سل دیناره ورکړو ؟  باهان چې خبري پای ته  ورسولې نوحضرت خالد  رضی الله عنه  راپورته  شو  د الله جل جلاله  له ثناء  ستایني او په  نبی کریم  صلی الله علیه  وسلم  باندي له درود ویلو  وروسته  وویل : په دې کې شک نشته  چې تاسو مالدار یاست ، شته  من یاست او د تربیت شوي  سلطنت څښتنان یاست  ، تاسي چې له  خپلو ګاونډیانو عربو سره کوم سلوک کړی دی دهغه هدف مونږ ته  څرګنددی چې  هغه کومک نه بلکي  هغه  د خپل دین  دخپورولو لپاره یوسنجول شوی پلان ؤ  چې دهمدې دسېسو له امله  هغه ټول عیسایان شول ، چې ستاسو په  ملګرتیا کې له  مونږ  سره نن  دمقابلې میدان  ته  راوتلي دي  له مونږ سره جګړه کوي ، دا هم یوه ریښتیا خبره ده چې مونږ  ډېر بېوزله او نېستمند قوم ؤ  زمونږ  د ظلم اوجهالت دا  حال ؤ چې ځواکمنو به   بې ځواکه  وژل او دهغوی  هرڅه  به یې لوټل او په خپلو منځوکې بې ساري جګړې کولې او په خپل لاس به یې بتان جوړ کړل ، بیا به یې  د هغوی  عبادت  او لمانځنه کوله ، خو اوس الله جل جلاله  په مونږ  رحم  وکړ ، مونږ ته  یې زمونږ  له منځه یې  یو ډېر شریف او د  اعلی اخلاقو څښتن  پیغمبر  را ولیږو ، چې مونږ ته یې  توحید را  وښود او سپېڅلي اخلاق  یې را  وښودل او دا یي هم  راته  ویلي چې  الله جل جلاله  شریک نه لري  له دې سره  ښځه او ماشومان هم  نه لري ، همدغه پیغمبر صلی الله علیه  وسلم   مونږ ته حکم  را کړی دی  چې د اسلام  سپېڅلی  دین  دنړۍ هرګوټ ګوټ  ته  وغځوﺉ ، چا چې ومانه  هغه  مسلمان او زمونږ  ورور دی اوکه یې ونه مانو ددې په بدل کې یې د جزیې دتړون له مخه جزیه  ومنله  دهغو د سر او مال  دساتني مسؤلیت  زمونږ په غاړه ده خوکه چا  له  همدغو دواړو خبرو څخه انکار وکړ  نو له  هغوی  سره  دتوري په سر خبره غوڅه  وو  .

باهان   چې کله  دا په  ډانګ پې یلې خبري  واورې دې  سوړ اسوېلی یې وکړ او دخپل لښکر لورته  یې  مخ  واړاوو  او وې ویل : دوی ټول په ځان باندي  مرګ  منلوته  تیارسی ولاړدي ، خو اسلام او جزیې منلوته  سرنه ټیټه  وي  مونږ  تل جزیې اخیستې دي  خو ورکړې مونه دي ، لنډه دا چې د دوی ترمنځ  هیڅ  معامله  ونه  شوه  نو دواړو خواوو دجګړې لپاره ځانونه  چمتوکړل  .

حضرت خالد رضی الله عنه چې دحضرت ابوعبیده رضی الله عنه حضورته  را  ورسېدو نو پوښتنه یې ترې وکړه چې له ځان سره دي د رومي حاکمانو له خوا څه  را وړل  ؟  ده  ورته  وویل : دې خبرو هیڅ نتېجه نه لرله  هغوی  زمونږ غوښتنو ته مثبت ځواب نه  وایو بلکي ددې په خلاف یې دمسلمانانو د ذلت اراده لرله ، د خپل  زور ، قوت ، دمالونو او وسایلو دپرېمانۍ لاپي شاپي یې وهلې ، له  هغو عربو سره چې دوی عیسایان کړې وو اوس زمونږ په خلاف او ددوی په ملګرتیا کې جګړې ته تیارسی ولاړ وو  د مرستو اوکومکونو د احسان  پېټي یې زمونږ په اوږو را بارول ، ددې په ځای چې دوی داسلام سپېڅلی دين ، یا جزیه ومني نوجګړې ته  به  د پای ټکی کېښودل شي ، دوی مونږ ته  تمه کړې وه چې تاسوته  به  مالونه  اوروپۍ در کړو له خپلو غوښتنو څخه تېر شئ  او له جګړې څخه لاس په سرشئ ، لنډه دا چې هیڅ  معامله  ونه شوه له پروردګار جل جلاله څخه پر دوی مرسته وغواړﺉ  او دجګړې لپاره ځانونه چمتو کړﺉ  .