قتال جميع الكفار علی إختلاف اديانهم وأجناسهم إبتداءً , وإن لم يبتدؤا بقتال المسلمين حتی يسلموا أو يدفعوا الجزية كسرًا لشوكت الكفر وإعزازًا للدين  , وإعلآءً  لكلمة الله , وبدأت هذه المرحلة بعد إنقضآء أشهرٍمن حج العام التاسع الذی ترأسه أبوبكرالصديق رضی الله عنه , وقد وقع إعلان هذه المرحلة فی ذالك الحج بلسان سيدنا علی بن أبی الطالب رضي الله عنه , وقد ذكره الله سبحانه وتعالی مفصلاً فی سورة  التوبة . تكملة فتح الملهم . 

د څلورم  پړاوو د حقیقت پیژندني لپاره د اوږدو پېښو بیان په  لنډو الفاظو کې دمقدمې په توګه اړین په نظر راځي  چې دهغه  شرحه  په دې ډول ده  : لومړۍ پېښه داسي وشوه چې په شپږم  ( 6 ) کال د هجرت نبی کریم صلی الله علیه وسلم  له ګڼ شمیر اصحابو  رضی الله عنهم  سره یوځای د عمرې د عبادت  د اداء کولو په نیت د مکې مکرمې په سفر روان شو هغه مهال چې د ( حدیبیې ) مقام عرفات ته څیرمه  نیمه  برخه یې د حرم  په ځمکه کې داخله ده او نیمه یې دباندي ده ورسید ؛ د مکې اوسیدونکو قریش ټبرکافرانو د نبی کریم صلی الله علیه وسلم مکې ته  د داخلیدو مخه ډب کړه  پېښې خو ډېري وشوې په پای کې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم  اود قریشو کافرانوترمنځ معاهده دصلح ( تړون ) وشو ، د روح المعانی له حوالې سره سم ددې صلح مده تر لسوکالو پوري وه ، دې تړون ډیري پریکړي لرلې خو له هغوڅخه یوه داوه چې ترلسوکلونو پوري به د نبی کریم  صلی الله علیه وسلم  اودقریش ټبردکافرانوترمنځ اور بند وي جنګ جکړه به نه وي ، بله پریکړه داسي وه چې له قریشو پرته نور قومونه له خپلې خوښي سره سم کولای شي چې په ائتلاف کې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم  سره او  یا له قریشوسره یوځای شي له موقع نه په استفادې سره  ( دبنی خزاعه )ټبر له  نبی کریم صلی الله علیه وسلم  سره ملګري شوو ، د ( بنی بکر) ټبر له  قریشو سره ملګري شوو څو نور قومونه په تړون کې شامل نه شوو ،  دپریکړی تشریح داسي وشوه چې کوم قومونه له مونږ سره په تړون کې شامل دي دا قراردادونه به دټولولپاره یوشان وي په دوی حمله اویا ددوی خلاف له بل چا سره مرسته دتړون خلاف ورزي ده ، د صلح له تړون وروسته نبی کریم صلی الله علیه وسلم  له خپلو ملګرو سره ځای پرته د عمرې له اداء کولو مدینې ته راستون شول ، په اووم ( 7 ) کې نبی کریم صلی الله علیه وسلم له خپلو ملګرو سره یوځای مکې مکرمې ته د درې شپو لپاره داخل شوو قضائې عمره یې اداء کړه د صلح تړون لا تراوسه پلی وو ، شپږ ( ۶ ) میاشتي وروسته ، د بنی بکر ټبر د صلح  د تړون رعایت  ونکړ په بنی خزاعه قوم باندي ئې دشپې له مخه یرغل وکړ  قریشوپه دې فکر چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم  ډیر لیري دی او شپه ده نشي خبرېدلای له خپلو ائتلافیانو بنی بکر سره یې د جنګیالو اووسلې مرسته وکړه ، د نبی کریم صلی الله علیه وسلم  ائتلافیانو بنی خزاعه  نبی کریم صلی الله علیه وسلم  ته د پوره صورت حال اطلاع ورکړه چې قریشو د صلح تړون مات کړ ، په وروسته کې قریشو هم دمعاهدې خلاف ورزي تسلیم کړه  .

نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خاموشی سره په قریشو باندي دیرغل وروړلو سامان  آلاتو تیاري پیل کړ ه ، قریش چې له دې صورت حال څخه خبر شول نو د دوی په زړونوکې سخت ډاراوخوف ځای ونیوځکه قریشوته په بدر، احد ،او د احزاب ، په جګړو کې دمسلمانانو دغیبي رباني طاقت اندازه لګیدلې وه دخپل غرور او قوت جذبات یې ساړه شوي وو ، لدې کبله یې په خپله  ابوسفیان د ډېری مجبورﺉ  له امله  مدینې منورې ته راولېږو، چې ته ورشه حال معلوم کړه که نبی کریم صلی الله علیه وسلم  د جنګ لپاره اراده لرله نو دتېري خلاف ورزي اوخطایې څه عذرورته ووایه تړون له سره بیرته نوی کړه ابوسفیان چې مدینې ته راورسېد نو دجنګ اندازه ورته معلومه شوه ډېر پرېشان شو، نو د مشرانو اصحابو رضی الله عنهم، دهریوه کورته جلا جلا ورغی دسپارښ اودصلح دنوي والې غوښتنه یې ترې وکړه ،  هغوی رضی الله عنهم د تېرو ترخوتجربو له مخه په یوه خوله انکار وکړ ابوسفیان بیرته ناکامه خپل ټاټوبي ته له ډېري پرېشانۍ سره راستون شو .

په البدایة والنهایة کتاب کې دحافظ ابن کثیر دمشقی له روایت سره سم ،نبی کریم صلی الله علیه وسلم د هجرت په اتم ( 8 ) کال د رمضان المبارک په  لسم تاریخ له مدینې منورې څخه په مکې مکرمې باندي دیرغل وروړلو لپاره د ګڼ شمېر اصحابو رضی الله عنهم یو ځواکمن کاروان تیار کړ چې په نتېجه کې د جل جلاله  په مرسته مکه مکرمه فتحه شوه  .

په همدې کال کې د حنین غزا اودتبوک غزا ګانې وشوي په نهم ( 9 ) کال د هجرت د الله جل جلاله  په حکم د نبی کریم صلی الله علیه وسلم  له لوري د حاجیانو دقافلې مشر حضرت ابوبکر صدیق رضی الله او مرستیال یې حضرت علی کرم الله وجهه وټاکل شول، اوخصوصًاحضرت علی کرم الله وجهه ته وظیفه ورکړل شوه چې دحج په خاصو ځایونو کې لکه عرفات ، منی ،اوحرم شریف ، چې د عربو دټولو قبیلو د اجتماع ځایونه دي اعلان وکړه چې دمشرکینو له ټولو قبیلو سره دصلح دمعاهدې ټول تړونونه دجنګ بندي په بشپړه توګه مات او نور داعتبار وړ نه دي  نور له دې اعلان څخه وروسته هیڅکله په راتلونکي کې له مشر کینو سره کومه  د صلح معاهده نشي کېدای دڅلورو دحرمت دمیاشتوله تیریدلو وروسته به ټول مشرکین جزیرة العرب پریږدي وځي به او که داسي یې ونکړل نو د مسلمانانو له لوري ورته دجنګ اعلان دی، خلګوته یې ددې آیتونوپه وراورولوسره اعلان پیل کړ! قال الله تعالی {  بَرَاءَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (1) فَسِيحُوا فِي الْأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَأَنَّ اللَّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ (2) وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (3) } ....... فَإِذَا انْسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآَتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (5) }

ژباړه : د برائت اعلان دی دالله اودهغه دپیغامبرلخوا هغو مشرکانوته چې له هغو سره تاسي صلح  ( تړون ) کړی وو  ( ۱) نوتاسي دځمکې په سر څلور میاشتي نور هم وګرځئ  او په دې پوهه شی چې تاسي الله  عاجزه کولای نه شی (یعنی تاسی د الله  دعذاب مقابلې ته نشی راوړاندي کېدای ) بلکه الله  دحق دمنکرانو رسوا کوونکی دی  (  ۲) د الله  او دهغه درسول له لوري دحج اکبر په ورځ دټولو خلګو لپاره عمومي اطلاع ده چې الله اوهم دهغه پیغمبر له مشرکانو نه بېزار دی اوس که تاسي توبه وړاندي کړﺉ نو همدا ستاسي لپاره ډېره ښه ده، اوکه مخ واړوی نوښه وپوهیږﺉ چې تاسي الله  بې وسه کولای نه شی ،  ای پیغمبره منکرانوته د سخت عذاب زېری واوروه ، کله چې دحرمت میاشتي تېري شي نومشرکان ووژنئ چیرته چې ئې ومومی او هغوی ونیسئ اوحصارئې کړﺉ او په هرڅارنځای کې دهغوی د وژلو لپاره کښېنی ، نو که هغوی له کفره توبه وړاندي کړي او لمونځ قائم کړي او زکوت ورکړي نو بیایې خوشي کړﺉ الله   بخښونکی او رحم کوونکی دی ) .

له بنی ضمره ، اوبنی مدلج ، ټبرونوسره چې ځانګړی تړون شوی وو له هغوی سره دتړون ترپوره کیدو ( نهه ) میاشتي پاتي وې نو د الله جل جلاله  له لوري ددې سورت دڅلورم آیت حکم ورکړل شو .

{ إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنْقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَى مُدَّتِهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ (4) }

ژباړه : پرته له هغو مشرکانو څخه چې له هغو سره تاسي تړون کړی دی او هغوی دخپل تړون په سرته رسولوکې له تاسي سره کومه نیمګړتیا نه ده کړې

اونه یې ستاسي په خلاف دچا ملاتړکړی دی ، نو له داسي خلګو سره تاسي هم دتړون تر مدې وفا وکړﺉ ، ځکه چې الله پرهیزګاران ډېرخوښه وي .

 قال الله تعالی { إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (39) } سورة التوبة  

ژباړه : داهل كتابو (يعنې يهودو او نصاراوو) په خلاف وجنګيږئ چې هغه په الله اود آخرت په ورځ ايمان نه راوړي او څه چې الله او د هغه پيغمبر حرام كړيدي هغوته دحراموعقيده نه لري اوحق دين ته د حق ګڼلو عقيده نلري ، له هغوی سره وجنګيږئ ترڅو چې په خپل لاس جزيه وركړي په داسي حال كې چې ذليل او خوار شي .

قال الله تعالی { وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (39) } سورة الانفال   .

ژباړه : ای مؤمنانوله دې کافرانوسره آن ترهغه وخته پوري وجنګیږﺉ چې فتنه پاتي نه شي ، اود  نړۍ په  هیوادو یوازي دالله دین برلاس اوغالب شي ، بیا که هغوی له فتنې څخه لاس واخیست نو د هغوی دعملونو لیدونکی الله دی . 

 (د جهاد) دهمدې څلورو مراحلو یعنی پړاوونو د مشروعیت په تشریح کې زموږ داهل السنة والجماعة لارښوونکوسلفو صالحوعلمآوو په پوره پوهه اوډیره ځیرکتیا سره څیړني کړې دي چې یو له هغوی نه په ټوله نړۍ کې پیژندل شوی شخصیت  اود مسلمانانودیوې لویې ډلې دسپېڅلي مذهب لارښود امام شافعی رحمه الله دی چې په دې اړه  یې داسي ویلي دي  .قال الامام الشافعی رحمه الله : (( وانزل الله عز وجل فيما يثبته به إذاضاق من أذاهم :

 { وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ (97) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ (98) وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ (99) } سورة الحجر .

ژباړه  : حضرت امام  شافعی رحمه الله ویلي دي : هغه مهال چې نبی كريم صلی الله علیه وسلم  او د ده ملګري د کافرانو له لوري له ځور او ستونزو سره مخ شول جل جلاله  دوی ته د صبر  او زغم  لارښوونه  وکړه او دا آیت  یې نازل کړ  .

( مونږ ته پوره معلومه  ده چې کومي خبرې ( کافران )  ستا په اړوند کوي په  هغه سره ستا زړه  ته خپګان او ځور رسیږي ، ددې علاج دا دی چې د خپل رب  تسبیح ووایه  او د هغه  په وړاندي  سر په سجده کښیږده  آن تر روستي ساعت (یعنی مرګ پوري ) د هغه بندګي کوه چې دهغه  راتګ یقیني دی  .

ففرض عليه إبلاغهم  وعبادته , ولم يفرض عليه قتالهم ,  وأبان ذالك  فی غير آية من كتابه .... ثم أذن الله عزوجل لهم بالجهاد .

٭ په  نبی کریم صلی الله علیه وسلم  باندي  ( په لومړۍ مرحله کې ) د کافرانو اسلام ته د رابلني لپاره یوازې  دعوت او تبلیغ او د الله جل جلاله  عبادت فرض وو ، له  هغوی سره جنګ نه ؤ فرض کړای شوی ( په دویمه  مرحله کې) الله جل جلاله  یوازي دجهاد د اباحت حکم ورکړ  . او ددې خبري څرګندونه دقرآن ګڼ شمیر آیتونه کوي .

ثم أذن لهم بان يبتدؤا المشركين بقتال , قال الله تعالی (أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا .... ) الآية  وأباح لهم القتال بمعنی أبانه فی كتابه , فقال : (وَقَاتِلُواْ فِی سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ ...... ) الآية

ژباړه : ( بیا په درېمه مرحله کښې ) الله جل جلاله  مسلمانانوته ددفاعي جګړې اجازه ورکړه .

( د الله جل جلاله  له لوري ) هغوكسانوته اجازه وركړای شوه چې دهغوی په خلاف په جګړه لاس پوري كيږي ځكه چې هغوی مظلومان دي . الآیة ای مؤمنانو د الله جل جلاله  په لاره کې له هغو کسانو  سره  وجنګیږﺉ چې هغوی ستا سي په خلاف په جګړه لاس پوري کوي . الآیة

ولما مضت لرسول الله  صلی الله علیه وسلم  مدة من هجرته انعم الله فيها علی جماعات فی اتباعه , حدثت لهم بها مع عون الله عزوجل قوة بالعدد  , لم يكن قبلها ففرض الله عزوجل عليهم الجهاد بعد إذ كان إباحةً , لا فرضًا , فقال الله تعالی ....................................

ژباړه  : ( په څلورمه مرحله کې ) هغه  مهال چي د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د هجرت او فردې سۍ شپې ورځي په مدینه منوره کې مخ په اوږدېدو شوی دالله جل جلاله  له لوري  د رحمت لکبله په ډلو ډلو ټبرونو نبی کریم صلی الله علیه وسلم  ته دبیعت لاسونه راوږده کړل  دهغوی اودالله جل جلاله  په غیبي او ربانې مرسته  د نبی کریم   صلی الله علیه وسلم  ډله  یوه ځواکمنه ډله شوه ، نو  وروسته د د فاعي جهاد له حکم څخه په کافرانو باندي دیرغل کولو جهاد فرض کړای شو ، نو الله جل جلاله  داسي وفرمایل  .  

{ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (216) } سورة البقرة

ژباړه : تا سوته  د جهاد امر دركړل شوی دی او هغه ستاسوپه طبيعت خوښ نه دی ؛ كيدای شي چې ستاسو په طبيعت ناخوښه وي خو همغه ستاسولپاره په حقيقت كې ډيرغوره وي اوكيدايشي چې تاسو يوشی خوښوي خوپه حقيقت كې هغه ډير ناكاره وي اصل خبره داده چې په حقيقت باندې الله جل جلاله پوره

پوهيږي او تاسو نه پوهيږئ  . احكام القرآن للشافعی ج 2 : ص 9 الی 19 .

وقال  شمس الأ ئمة السرخسی رحمه الله : (( وقد كان رسول الله صلی الله عليه وسلم  مأمورًا فی الإبتداء بالصفح والإعراض عن المشركين )) قال الله تعالي ( وَمَا خَلَقْنَا السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلاَّ بِالْحَقِّ وَإِنَّ السَّاعَةَ لآتِيَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ 85 إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلاَّقُ الْعَلِيمُ 86 : سورة الحجر

ژباړه : ( د احنافو د مذهب یو پیاوړي عالم چې په تصنیف او فقاهت کې د شریعت پوهو ماهرو عالمانو له ډلې څخه په نړۍ کې یو پېژندل شوی شخصیت دی چې دجهاد څلورو سره مراحل یې په دې ډول څېړلې دي ) د اسلام دسپېڅلې دین په لومړي پړاو کې نبی کریم صلی الله علیه وسلم  دالله جل جلاله  له لوري له مشرکینو څخه په مخ اړولو مامور وو ، ددې پړاو په اړوند الله جل جلاله  داسي فرمایلې دي : ( مونږ ځمکه او اسمآن او دهغوی ټولې هستي له حق نه پرته په بل کوم بنسټ نه دی پیدا کړی او دپریکړې ساعت ( یعنی قیامت )  ارو مرو راتلو نکی دی ، نو ای محمد صلی الله علیه وسلم ! ته د خلګو په بابیزه چارو له شریفانه تېرېدنې څخه کار واخله په یقیني توګه ستا رب دټولوهستوونکی اوپه هرڅه پوهیږي ) وقال الله تعالي { فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ (94) } سورة الحجر  .

ژباړه : ای پیغامبره  صلی الله علیه وسلم  !  دکوم شي چې تاته حکم کیږي هغه په لوړ اواز ووایه ، او د مشرکانو هیڅ پروا مه کوه  .

ثم امر بالدعآء الی الدین بالوعظ والمجادلة بالاحسن  .

" په  دویمه مرحله کې دجهاد له اباحت سره سره الله جل جلاله  نبی کریم  صلی الله علیه  وسلم  ته  امر وکړ  چې د اسلام د سپېڅلي دین  لورې ته خلګ په ډېره هوښیار تیا او ځراکت اوپه زړه راښکونکي نصېحت سره  دعوت کړه   .

{ ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (125) } سورة النحل

ژباړه :  ای محمد صلی الله علیه  وسلم ! د خپل  رب  د لارې په لورې په حکمت او غوره  نصېحت  سره  بلنه وکړه ، او له   خلګو سره په داسي ډول مباحثه  وکړه چې ډیره غوره وي ، ستا پروردګار  ډېر ښه پوهېږي چې څوک  د هغه  له  لارې  نه او وښتی دی اوڅوک په سمه لاره  برابردي  . 

ثم أمربالقتال إذاكانت البداية منهم, فقال الله تعالی ((أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا .... )) الآية  ا ی اُذِنَ لهم فی الدفع , وقال الله تعالی (( فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ) ۱۹۱)  سورة البقرة

وقال الله تعالي (( وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَاوَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَالسَّمِيعُ الْعَلِيمُ (61 )  سورة الانفال

ژباړه  :  ( په درېمه مرحله کې ) د الله جل جلاله  له لوري  د دفاعې جهاد حکم ورکړ شو، په دې شرط که یرغل دکافرانوله لوري شوی ؤ، الله جل جلاله  وفرمایل  ( د الله جل جلاله  له لوري ) هغوكسانوته  اجازه وركړای شوه چې دهغوی په خلاف په جګړه لاس پورې كيږي ځكه چې هغوی مظلومان دي . الآیة

( ای مسلمانانو ) که کافرانو ستاسي په خلاف په جګړه لاس پورې کړ تاسي هم ددوی ددفاع لپاره وجنګیږﺉ دداسي کافرانوهمدا سزاده  .  سورة البقرة

( ای پیغامبره که دښمن د  روغې جوړې خواته میلان ولري نوته هم دهغې خواته تیار اوسه ، (یعنی که ستا زړه  له دې خبرې په وېره کې وي چې دښمن به له موقع استفاده وکړي دجګړې لپاره به تیاری ونیسي ) نوته په الله جل جلاله  باندي توکل وکړه په یقیني ډول همغه دهرڅه اورېدونکی اوپه هرڅه پوهېدونکی دی 61 )  . سورة  الانفال  .  

ثم أمر بالبداية بالقتال فقال الله تعالی ( وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه ....) وقال الله تعالی { فَإِذَا انْسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآَتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (5) } سورة التوبة

 ژباړه  : ( په څلورمه مرحله کې ) د الله جل جلاله    له لوري ابتدائې یعنی په کافرانوباندي دیرغل کولوجهاد دفرضیت حکم ورکړل شو ، الله جل جلاله  وفرمایل  : ای مؤمنانو له دې کافرانو سره آن ترهغه مهاله وجنګیږﺉ چې فتنه پاتي نه شي ، په نړۍ یوازې د الله  دین برلاس اوغالب شي ، الایة ) . الانفال

( کله چې دحرمت میاشتې تېري شي نومشرکان ووژنی چیرته چې یې ومُومی اوهغوی ونیسی اوحصاریې کړﺉ ؛ په هرڅارنځای کې دهغوی دوژلو اونیولو لپاره کښېنی ، نوکه هغوی له کفره توبه وړاندي کړي لمونځ قائم کړي اوزکوت  ورکړي نوبیایې خوشی کړﺉ  الله جل جلاله  بخښونکی اورحم کوونکی دی) التوبة  .

قال رسول الله صلی الله عليه  وسلم : أمرت أن أقاتل الناس حتی يقولوا لااله الا الله , فإذا قالوها عصموا منی دمائهم وأموالهم إلا بحقها , وحسابهم علی الله . فاستقرالامرعلی فرضية الجهادمع المشركين وهوفرض قائم الی قيام الساعة .

ژباړه : نبی کریم صلی الله علیه  وسلم  وفرمایل چی ( د الله جل جلاله  له لوري ) ماته حکم راکړل شویدی چې له کافرانوسره وجنګیږم آن ترهغه مهال چې د الله جل جلاله  وحدانیت ومنی ( یعنی له کفره لاس په سرشي  ) هرکله چې داسلام دین سپېڅلې عقېده دوی ومنله له هغه وروسته ددوی سر او مال محفوظ دی ، ترهغه مهاله چې ( د دوی عمل د شرع په وړاندي د بل حکم له مخه د سزا ورکولو مستحق وګر ځیږي ) ددوی په زړه کې دپټو رازونو حساب به  الله جل جلاله  ورسره کوی   .

د کافرانو په خلاف د یرغلیز جهاد د فرضیت حکم ( بې له منسوخیدلو ) آن   تر قیامت پوري محکم پاتې شو .

قال النبی صلی الله عليه  وسلم  الجهاد ماض منذ بعثنی الله تعالی الی أن يقاتل آخر عصابة من أمتی الدجال .

ژباړه : نبی کریم صلی الله علیه  وسلم  فرمایلي چې دجهاد لړۍ جاري ده له هغه وخته چې زه د الله جل جلاله  له لوري په پیغامبرې راولیږل شوم  آن ترهغه مهال چې ځما دامت آخرنۍ ټولۍ د دجال له ډلي سره وجنګیږي  . مبسوط سرخسی کتاب سیر جزء  ( ۱۰) ص  (  ۲ )  .