قرباني پر چا واجب ده؟
لومړى مسئله :
قرباني پرداسې چا واجب ده چې صدقۀ فطر ( سرسايه ) پرې واجب وي اوهغه داچې عاقل، بالغ اوپه كور به وي اود ( ۶۱۲) ګرامه سپينو زرو او (۸۷) ګرامه سرو زرو خاوند به وي اويابه په كور كې داسې څه ولري چې له اړتيا يې زيات وي او ارزښت يې د سرو اويا سپينو زرو دنصاب قېمت ته ورسيږي.
د اړتيا وړ شيان هغه دي چې دسړي ژوند او عزت پورې تړلى وي، له همدې امله ستر ستر دېګونه، لويې قالينې، راډيو، ټيپ، تلويزيون، ويډيو، دغه راز له اړتيا زياتې جامې چې په كال كې يو وارې هم نه اغوستل كېږي د اړتيا وړ شيانو كې نه شمېرل كېږي، ، كه چېرته ددغوشيانو چې دانسان دډېرې اړتيا وړنه ګڼل كيږي كه ارزښت يې د زرو دنصاب قيمت پوره كولاى شواى بياهم قرباني واجب ده.
وفى ردالمحتار\ ۶\ ۳۱۲\ كتاب الاضحية
واليسار: بان ملك مائتى درهم او عرضاً يساويها غير مسكنه وثياب اللبس اومتاع يحتاجه الى ان يذبح الاضحية.
وفى خلاصة الفتاوى\ ۴\۳۰۹ \ الفصل الثانى:
وفى اجناس الناطقى قال ابوحنيفه رحمه الله : الموسر الذى له مائتا درهم او عرضٍ يساوي مائتى درهم سوى المسكن والخادم وثياب التى يلبس ومتاع البيت الذى يحتاج اليه.
وفى الهندية \ ۵\ ۲۹۲ \ كتاب الاضحية:
اما شرائط الوجوب منها اليسار وهو مايتعلق بوجوب صدقة الفطر دون مايتعلق به وجوب الزكوة ...... والموسر فى ظاهر الرواية من له مائتا درهم او عشرون ديناراً او شئ يبلغ ذلك سوى مسكنه ومتاع مسكنه ومركوبه و خادمه فى حاجته التى لايستغنى عنها.


يادونه:


دقرباني نصاب دصدقۀ فطر له نصاب سره برابر دى، چې دزكات له نصابه ډېر كم دى، ډېر خلك ګمان كوي چې پرچا زكات واجب وي پرهغه قرباني واجبه ده،سره له دې چې مسئله داسې نه ده، دقربانۍ نصاب ډېر كم دى او پر نصاب يې د يوكال تېرېدل هم شرط نه دي.


دوهمه مسئله:


د سړو په څېر پر مېرمنو هم قرباني واجب ده، چې كله دقرباني دنصاب په په كچه سره او يا سپين زر اويادهغه په اندازه شتمني ولري، زمونږ د ډېرو ديندارو كورنيومېرمنې هم په دې مسئله كې لاپروايي كوي ، داسې چې دنصاب په اندازه سره زر لري، خو نه يې زكات وركوي اونه يې قرباني كوي، سره له دې چې زكات پرې فرض او قرباني پرې واجب ده، اوكه له دوى سره څه نه وي مېړونه دې دهغوى له لوري زكات پرې او قرباني دې وكړي.
وفى الهندية : والموسر الذى له مائتا درهم او عرض يساوي مائتى درهم.
ونحوه فى الفتاوى الرحيميه: ۱۰ټوك\ ۳۶ مخ \ .


دريمه مسئله :


د قرباني  پر نصاب كال تېرېدل شرط نه دي، ځكه خو كه د اختر په دوهمه ورځ له لمر لوېدو دمخه يوسړى د دومره شتمنۍ خاوند شو چې ارزښت يې دقرباني نصاب ته رسېده نو قرباني پرې واجب ده.
وفى الهندية : ۶ ټوك ۱۹۷ مخ
اذا لم يكن اهلاً للوجوب فى اول الوقت، ثم صار اهلاً فى آخره بان كان ... .. فقيراً ..... فى اول الوقت، ثم صار اهلاً فى آخر الوقت يجب عليه .


څلورمه مسئله :


په مسافر قرباني نشته، خو كه د اختر په دوهمه ورځ هم له لمر لوېدو دمخه كور ته راورسېد بياهم قرباني پرې واجب ده.
وفى درالمختار: ۵ \ ۳۰۴ :
وشرائطها الاسلام والاقامة.
وفى الهندية: ۵\ ۱۹۸:
اذا لم يكن اهلاً للوجوب فى اول الوقت، ثم صار اهلاً فى آخره بان كان ... .. مسافراً..... فى اول الوقت، ثم صار اهلاً فى آخر الوقت يجب عليه .


پنځمه مسئله :


 پر كمكي هم قرباني نشته اونه يې پر پلار لازمه ده چې دهغه له لوري قرباني وكړي .
وفى درالمختار: \۵ \ ۲۷۶  كتاب الاضحية:
وليس ان يفعله من مال طفله ورجحه ابن الشحنة، قلت : وهو المعتمد لما فى متون، وفى مواهب الرحمن من انه اصح مايفتى به .


شپږمه مسئله:


قرباني د اختر دمياشتې له لسم تاريخ نه پيليږي اود دولسم تاريخ تر لمر لوېدو پورې كېدلاى شي اوچې ددريمې ورځې لمر ولويږي بيا قرباني نه كېږي.
وفى الهندية: ۶ \ ۱۹۸:
ووقت الاضحية ثلاثة ايامٍ ، العاشر ، الحادى عشر، والثانى عشر.
وفى مجمع الانهر: ۴ \ ۱۶۹:
و اول وقتها بعد فجر النهر ...... ... وآخره قبيل غروب اليوم الثالث.


اوومه مسئله:


د ښار خلك به داختر له لمانځه وروسته قرباني كوي اوكه په ښار كې چا د اخترله لمانځه مخكې قرباني وكړه نو قرباني يې نه دې شوې. هو! د اطرافو او د كليو خلك چې داختر لمانځه ته نه شي تللى هغوى يې دسهار له لمانځه وروسته هم كولاى شي.
وفى تبيين الحقائق: ۶ \ ۴۷۷
وذبح غيره (اى غير اهل المصر) يجوز لهم ذبحها بعد طلوع الفجر قبل ان يصلى الامام صلوة العيد.
وفى بحر الرائق: ۸ ټوك\ ۳۲۱ مخ:
ويجوز لاهل القرى والبادية ان يذبحو بعد صلوة الفجر قبل ان يصلى الامام صلوة العيد ونحوه فى درالمختار كتاب الاضحية : ۶ \ ۳۱۸.