قرباني ستره نېکمرغي

دقربانۍ توري ته که ځيرشونووينوچې د قربان له توري څخه اخيستل شوې اوقربان دنزدې والي په معنى راځي نومعنى به يې داشي (لوى څښتن جل  جلاله ته دنزدې والي لار) قرآن کريم کې خداى جله جلاله دقربانۍ يادونه دسورت حج په ٣٦ -٣٧ ايتونوکې کوي اووايي چې :


] لَنْ يَنَالَ اللهَ لُحُومُهَاْوَلادِمَائُهَاوَلکِنْ يَنَالُهُ التَقْوى مِنْکُُمْ [


ژباړه : دخداى پاک نه ستاسودقربانۍ غوښې په کاردي اونه يې ويني  بلکې ستاسودزړونوتقوى غواړي           
قرباني ډېرغوره اونيک کاردى پيغمبرصلى الله عليه وسلم په خپلو احاديثوکې دقربانۍ ډېرزيات ثوابونه بيان کړي ، چې يوڅويې دلته رااخلو:
١ _ عن عائشة رضى الله عنهاقالت قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ماعمل ابن آدم من عمل يوم النحراحب الى الله من اهراق الدم وانه لياتي يوم القيامة بقرونهاواشعارهاواظلافهاوان الدم ليقع من الله بمکان قبل ان يقع بالارض فطيبوابهانفساً .
[رواه الترمذي وابن ماجه مشکوة ص : ١٢٨ ]
ژباړه : حضرت عائشه رضي الله عنهاوايي چې پيغمبرصلى الله عليه وسلم وويل : دقربانۍ په دريوورځوکې لوى څـښتن جل جلاله ته ترقربانۍ زيات بل کارخوښ نه وي ،په دې ورځوکې دغه نيک کارتل بل هرنيک کارغوره وي . دقربانۍ څاروى به دقيامت په ورځ له ښکرووېښتانواونوکانوسره يوځاى ژوندى راوستلاى شي اودقربانۍ په ورځ دحلالولوپروخت دوينې يوڅاڅکى چې په ځمکه لوېږي نوځمکې ته تررسېدودمخه دالله پاک دخوښۍ سبب ګرځي اوهغه يې قبلوي نواې دخدى بندګانو! په خوښۍ اودزړه په مينه قرباني وکړئ .
 
٢- عن زيدابن ارقم قال قال اصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم ماهذه الاضاحي يارسول الله ؟ قال سنة ابيکم ابراهيم عليه السلام قالوافمالنافيهايارسول الله قال بکل شعرة حسنة ، قالوفالصوف يارسول الله قال بکل شعرة من الصوف حسنة .[ رواه احمدوابن ماجه : مشکوة : ص ١٢٩ ]
ژباړه : حضرت زيدبن ارقم رضي الله عنه وايي چې صحابه ووله پيغمبرصلى الله عليه وسلم نه وپوښتل : دقربانۍ حقيقت اوشاليديې څه دى ؟


پيغمبرصلى الله عليه وسلم ورته وويل : داستاسودپلارابراهيم عليه السلام سنت دى (ځکه چې ترټولودمخه الله جل جلاله ابراهيم عليه السلام ته دقربانۍ کولوامرکړى و) صحابه وووپوښتل : نوموږته په قرباني کې څه اجرشته ؟
پيغمبرصلى الله عليه وسلم ورته وويل : دقربانۍ دژوي (حيوان ) پربدن چې څومره ويښتان وي دهروېښته په بدل کې به يوه نيکي ليکلاى شي، صحابه وورضى الله عنهم وپوښتل : دوړيوهم دغومره اجردى ؟
پيغمبرصلى الله عليه وسلم وويل : هو! دوړيوهم دغه حساب دى اودهروېښته په سربه يوه نيکي ورکول کيږي .
دبهشتي زېورليکوال مولانااشرف علي تهانوي رحمه الله ددې حديث په تشريح کې ليکي  : سبحان الله ! تاسوښه ځيرشئ تردې زيات ثواب به نورڅه وي چې ديوې قربانۍ په کولوسره په زرګونواولکونونيکۍ ورکول کيږي ، دژوي پربدن چې څومره وېښتان دي که څوک وغواړي چې شماريې کړي نودسهارنه ترشپې پورې به يې ونه شميرلاى شي ، نوتاسوفکروکړئ داڅومره زياتې نيکۍ شوې ؟ داډېره دديندارۍ خبره ده پرچاچې قرباني واجب هم نه وي هغه هم بايدپردومره زيات ثواب رخه وکړي ، کله چې دغه ورځ تېره شي بيادومره ثواب له کومه کيدلاى شي ؟ په دومره اسانۍ سره دومره زيات شمېرنيکۍ څه ډول ترلاسه کړاى شي ؟


څوک چې الله شتمن کړي وي هغه ته پکارده چې دغه دومره ډېرزيات ثواب پرځان ولوروي ، دغه څېردې په خپلومړوشويوخپلوانوباندې هم ولوروي اودهغوى لپاره دې هم قرباني وکړي لکه موراوپلاراوداسې نورخپلوان ..... دغه رازدې زمونږ سترپيغمبرصلى الله عليه وسلم دهغه دپاکوبيبيانورضي الله عنهن اوخپل پيراواستاذانولپاره هم وکړي اوکه دانه شي کولاى نوکم ترکمه خودې پرخپل ځان رحم وکړي اودځان لپاره دې خامخاوکړي ځکه چې څوک شتمي ولري نوقرباني کول پرې واجب دي که بياهم قرباني نه کوي نوتردې به بل بدمرغه اوبې برخې انسان بل څوک وي ؟ چې هرڅه يې په واک کې شته خودخپل اخرت غم ورسره نسته . بهشتي زېور ص ٢٥٣


٣- عن عنش قال رايت عليايضحي بکبشين فقلت له ماهذا؟ فقال ان رسول الله صلى الله عليه وسلم اوصاني ان اضحي عنه فانااضحي عنه . رواه ابوداؤدوترمذي نحوه .
ژباړه : حضرت عنش وايي چې حضرت علي رضي الله عنه مې وليدچې دوه پسونه يې قرباني کول ماورته وويل دادوه پسونه ولې قرباني کوې ؟


حضرت علي رضي الله عنه راته وويل : ماته پيغمبرصلى الله عليه وسلم دقربانۍ وصيت کړى ونودايوه زماخپله قرباني ده اودابله دهغوى صلى الله عليه وسلم لپاره قرباني کوم .
راځي ! چې ستره نېکمرغي ترلاسه کړواودڅارويودقرباني کولوسره خپل ځانونه لوى څښتن جل جلاله ته ورنزدې کړواوګڼ شمېرثوابونه ترلاسه کړوچې ترمرګ وروسته موپه کارشي .
يادونه : دقربانۍ احکام اومسائل به که خداى کول ډېرژرپه ليکه شي ، له موږسره اوسئ .

مفتي حبيب الله قاسمي

دارالافتاء

دارالافتاء