کـــــــــــــــــــــــــــتاب الوصّیة
کـــــــــــــــــــــــــــتاب الوصّیة
عن ابن عُمر ان رسول الله صـــــــــــــــلی الله علیه وسلم قال حق امرءٍ مُسلم له شئی یرید ان یوصی فیه یبیت لیلتین الاووصیته مکتوبة عنده
داکتاب دی په بیان دَ وصیت کی دامخکی تیر شو چی انسان ته کله مال حاصل شی بغیر دمهنت او مال ورکولــونه دهغی دری طریقی وی ایرث، اِباء، وصیت نو اِیرث ذریعـــــی سره انسان ته مال راشی ستړی پی نوی شوی مفت راشی هِبه هذالقیاس دریم وصیت یوسړی داوصیت وکړی چــــی زه مړ شوم ځما وصیت نه ورسته ځما مال دریمه حِصه دزید دی بس ته به ئی مالک شی نه پی ستړی شوی ده اونه څه مال تری تللی ده – وصیت په لُغت کی څه ته وائی اواصطلاح کی څه ته وائی اوشرط لپاره دصحت دوصیت څه ده؟
وصیت چی ده مصدر وصی یصِی وصَیّه پشان دوفایفیِ دوصیت خپله معنی ده اتصال وصل الشی اتصــــل پیوست شو یا دااسم مصدر ګرځیدلی دایصاء دپاره اوصی یوصی ایصاءً اوصی زیدٌ لِعَمرِ بدار نو ایصــــاء مصدر وصیت اسم مصدر دی – په اصطلاح دشرعی کی وصیت ویلی کیږی تملیـکءٌ مضافٌ الی ما بعد المَوت علی وجه التبرع – هغه تملیک چی مضاف وی مابعد الموت یعنی یو سړی دیوشی مالک کــړی خودخپل مـــرگ نه شاته علی سبیل التبرع په طریقه دنیکی عِوض وانخلی یو سړی ووائی اوصیتُ بثلث مالی لزیدٍ – دازید موصٰـــی له شو اوهغه ثلث مال موصٰی به شوه دغه مال په مملوک دزید موصٰی له دی بعدالموت په سبیله دتبرع دانیکی ده اوس وصیت کـــی دری څیزه دی یو موصی دی یو موصٰی له دی یو موصٰی به ده اوس یوسړی وصیت وکړ ځما دریمه حصه دمـــال دزید داوصیت کونکی ته موصِی وائی هغه زید ته موصٰی له وائی او دغه ثلث مال ته مو صٰی به وائی اوس شرط لپاره دَصحت دوصیت وصیت کله صحی کیږی شرط لپاره دصحت دوصیت په جانب دموصِی کی دوه دی وصیت دچا صحی کیږی شرط اول دادی چی موصِی به اهل دتبرع وی ځکه وصیت تبرع نیکی ده خپل مال چــــــاته مفت ورکول که موصِی اهل دنیکی نه وو دده وصیت بیا نه صحی کیږی لکه صَبی – صَبی وصیت وکړ ځــــــما دریمه حصه مال دمدرسی – داوصیتونه نه صحی کیږی صبی دچاسره نیکی شرعاً نشی کولی صبی سره به ته نـــــــیکی کوی مجنون شو هغه اهل دتبرع ندی چی خپل مال چاته ورکړی عبد شو نو دصبی مجنون عبد ددوی وصیــتونه نه صحی کیږی ځکه اهل دتبرع ندی اووصیت نیکی ده دویم شرط لپاره دصحت دَ وصیت په جانب دموصی کـی داده چی موصِی بهِ غیر مدیون وی پوروړی به نوی اوکه پدی موصِی باندی قرضِ مُستغرق وو یعنی چی څومــره مال ده هغومره قرضه ده یازیاته بیا وصیتونه نه صحی کیږی ځکه دی صورت کـــــی چی دَکفن اوقبرنه څه زیاتی شو هغه به ټول قرض خواهانوته ورکولی شی دَین ورکول فرض دی اووصیتونه مُستَحب دی فــــــــــرض مُقَدم دی په مستحب باندی اوشرط لپاره دصحت دوصیت په جانب دمو صٰی له دیکـــی دری شرطه دی شرط اول دادی چی مو صٰی له به وخت دوصیت کی ژوندی وی حواس به پکــی وی پورته پیداشــوی وی اوکنه حواس به پکــــی وی پیدا شوی نوی مور په خیټه بچی شته هغه ته وصیت صحی کیږی یا پیداشوی ده دنیا کی ژوندی دی وصیت صحــــــی کیږی اوکه چیری مو صٰی له کی حیات نه ووپدی شان مړشوی وو بیا وصیتونه نه صحی کــــیـږی ځکه داتملیک بعد الموت دی اومړی مالک دمال نه ګرځی یادسره دښځی په خیټه حمـــل نشته یوسړی وصیت وکــړ که ستا ځوی وشو ځما دمال درئمه حصه به دهغه وی داوصیتونه نه صحی کیـــــږی ځکه هلته له سره لاحواس نشته هلته اهلیت نشته چی مالک دمال وګرځی نوشـــرط اول لپاره دصحت دَ وصیت په جانب دمو صٰی له کی دادی چی حیّ به وی وقت الوصِّیة دویم داده چه دابه وراث نوی که مو صٰــی له وارث وو نو وارث ته وصیت نه صحی کیــږی مشهور حدیث انّ الله اتا لکِل ذی حقٍ حقه الا لاوصّیة لِــــــوارِث وارث ته وصیتونه نه صحی کیږی چاچـــی میراث کـــی حصه وی هغه ته وصیت نه صحی کیږی اوکــه مـیراث کــــی حصه نوه ستا بچی وروڼه شته وروڼه بیا میـراث نه وړی بیا ورورته وصیت صحی کیږی دریم شرط دادی چـــی غیر قاتل به وی کــــه چیری دغه مو صٰی له داخپل موصِی قتل کړی وو عمداً یا خطاءً بیا وصیتونه نه صحــی کیږی الا لاوصّّیة للقاتل اوشرط لپاره دصحت دوصیـت په جانب دمو صٰی به کی په کوم شی چی وصیت صحی کـیږی هغه دوه دی یو شرط دادی چـــــی دامو صٰی بهِ به مملوک بالعقد وی یعنی دعقد ذریعی سره مملوک ګرځی لکه اَعیان منافِع سړی وائی ځمــــا دکـــــــور دریمه حصه یادځمکی دزید یا ځما دکور دریمه حصه استوګنه دزید داستوګنی وصیت صحی کیږی ځــکه استوګنه مملــــوک په اجاری سره ګرځی دارنګه ځما باغ میوه دزید ده یا دځمکی پیداوار د زید ده نو باغ دځمکی پیداوار ممـــــلوک بالأ جاره ګرځی نوکوم شی چی مملوک بالعقد نه ګرځی په هغه وصیت نه صحی کیږی یو سړی وائی ځما ځــــوی به دفلانی دری کاله مزدوری کوی نــو هغه حُردی اوته حُر مملوک نشی ګرځوی نو شرط اول دادی چه دامو صــــٰی بهِ به مملوک بالعقد ګرځی پورته کـه عین وی که منفعت دریم شرط دابه زائد علــی الثلث نوی که زائد علـــی الثُلث وو یو ســــړی ټول مال وصیت وکــړ یائی په نیمه یادوحصی داوصیت صحی نده داشــــرائط دصحت دوصیت شو داحادیثووضاحت- رســـول الله صلی الله علیه وسلم قال ما حقُ امر ءٍ مُسلمٍ معنی مایَحِّقُ لأمرءٍ مسلِم لائق ندی سړی مسلمان ته له شیٌ چـــــی ده سره یو شی وی یُریدُچی نیت ئــی وی ان یوصی فیه یبیتُ لَیلتین الاّ ووصیته مــــکتوبة عِنده – ستا اراده وی چی زه وصیت کوم بیا زر ترزره وصیت ځان سره ولیکه اوکیده ځــــکه دمرګ پته نه لـــګی اوس دوصیت حُکم څه دی؟ دامسئله مخکی تیــــــــره شوی وه ائمه اربعه پدی متفق دی چــــی وصیت مستحب دی اهل ظواهرو په نزدفـرض اوواجب دی دوَی استد لال قرانکریم سره نیسی کُتب علیکم اذاحَضَرَ احدکــــم الموت ان ترک خیراً وصیةَ للوالدین والأقربین چی تاسو بانــدی وصیت والدین اقربینوته فرض دی اوجمهورو په نزد وصیت دامحضِ مستَحَب دی دلیل دجــــمهورو داحدیث ماحقُ امرءٍ مسلم معنی لیس لحق امرء مسلم لائق ندی.
سړی مسلمان ته- لهُ شیٌ یُرید ان یُو صٰی فِیه دلته وصیت مُعَّلَق بالأراده ده چی اراده دوصیت وکړی اراده دی نوی می کوه کــه چیری وصیت واجب وائی واجبا ت مُتعلِق اراده نوی هغه به خا مخا کوی معلــومه شـــوه چی وصیت مستحب دی آیت نه ځواب دادی چی دغه آیت پهابتدا داسلام حَـــــمل دی چـــی هلته دمیراث احـکام لا نه وو راغلی وروسته دمیراث په آیتونو سره دغه نَسخ شــوی دی اودلیل پی دادی چــی دلته وصیت کی والدین ذ کردی اووالدین ورثه دی او وارث دپاره په اتفاق دَ اُمت وصیت نشته الا لا وصّیة لِوارِث.
بل دی حدیث کـــی لفظ دشئٌ راغلی <له شئٌ> شی عام دی عَین وی که منفعت – عین وی یو سړی ووائـــــی ځما دریمه حصه مال دَزید – منفعت وی – ځما دکور استوګنه دزَید ځما دباغ اوپټی آمدن دزید دامنافِــع دی پدی وصیت صحی کیږی – عن عامربن سعد عن ابیه قال عَادنی رسول الله صلی الله علیه وسلم فی حَجةِ الوداع الخ
داسَعد ابن ابی وقاص وو دلته راغلی چه نبی کریم ۖ یی بیمار پرسی ته راغی شاته راځی چی ما ورته پیغام واسـتوو تعرض نشته سعد صاحب مکه کــی بیمار شوحجة الوداع په موقع نبی کریم ۖ ته پیغام واستوو هغه راغی چی راغی فی حجة الوداع من وجعٍ له مرض نه اشفیت منه علی الموت قریب شوی وم منه لــــدی دردنه علــــی المــوت قلتُ یارسول الله ۖ بَلغَ بی ماته راورسید هغه بیماری- تری- چی ته ئی وینی من الــــوجع له مــرض نه بیان دما ده دی نه معلومه شوه چـــی حکایت عن المرض دادصبر منافی ندی په تاسخته بیماری راغلی ته وائــــی سرکــی می درد ده پښی کی می درد دی دا دصبر منافی نده لکه دلته دی وائـــی سعد صاحب بَلغَ بی ماتـــری من الـــــوجــــع بلکه بی صبـــــــری داده چـــی دخـــدای ۚ په فیصله باندی عَــــدم رضا څرګند کړی- وانا ذومال ولایَرثُنی الابنة لی واحدة – بعضی روایاتو کی راځی چه ام الحَکم وه بعضی روایاتوکی راځی چی عائشه وه – یوه لــورئی وه نورڅه نه وو – افاتصدق بثلثی مالی – زه وصیت وکــــړم په دوه حصی دمال قالَ لاقلتُ افا تصدق بشطره قال لاالثلثَ والثلثُ کثیر- اول ثلث منصــــــوب دی یعنی او صٰی ثلث والثلثِ کثیر والثلث منصوب به شــی فعل محذوف او صٰی ثلث یا داول ثلث مـــرفـــوع دی اوفعل رافعه به محـذوف شی والثلث کثیر داپه اتفاق دټولـــومبتداء خبردی اودریمی حصی سره وصیت وکړه معلومه شوه چـــی دریمــــی حصــی نه دپاسه وصیت ناجائز دی پدی باندی دامت اتفاق ده – انک ان تذرورثتکَ اغنـــیاء خیر من ان تذرهم عالة یتکففونَ الناس – ان تذر کی -ان شرطیه دی خیرٌ جزاء ده داخبر دمبتدا محذوفی دی فهوخیــرٌ دابه جزاء شی – یادا ان ناصبه دی – انک ان تذرَ ورثتک اغنیاء خیرمن ان تذرهــــم عالـــة فقـــــراء یتکففون الناس – معنی یطلبون المال عن اکُفِّ الناس له خلکونه ایرغوی سره مالونه طلب کوی یا یتکففون الناس معنـی دا- یسألون الناسَ بِاَکُفِّهم – نو دی حدیث نه معلومه شوه چی ورثه ستانه فقیران وی یا مالـداروی غوره داده چی وصیت مـکوه اوکه کوی بیا په ثلث باندی وکــــــړه زیات مــــکوه – ولستَ تُنفِقُ نفقةَ دیته اِشاره ده که ستا داخیال دی چی زه وصیت وکــړم مال اجنبی ته لاړشی ثواب دی ثواب خوداهــم دی چی پخپلو ښځو بچـــــو صدقه وکړی دیکی هــــم ثواب دی ولستَ ته نه ئی تنفق چه ورکوی نفقه تبغــــی بهاوجه الله الاّ اُجِرتَ بها خپله ښځه بچی ماړه کــړه تاته به اجر میــــلاویږی حتـی اللقمة تجعلها فی – فئ"خوله" اِمرَتِک – دامخکی بیان دَ واجبو وو نفقه په ښځو بچو واجب ده په واجباتو کـــی هم تاته ثواب میــــلاویږی (درکـــــول کیږی) واجبات څه کــــوی مباحاتوکی- ښځی ته په خـــــوله کــــــی ټیکله" ډوډی" ورکـــــــول نه فرض دی نه واجب بلکه مباح دی--
ښځـــــــی خــــــولــــــی ته روټی (ټیکله) ورکـــــــوی الله رضاء دپاره پدی هم اجر درته میلاویږی----
قال قلتُ یا رسول الله ۖ اُخَلَّفُ بعد اصحابی – چونکه کوم صحابه ءُ چی هجرت کړی وو دوباره چی مکـــــی ته راته ډیربه پریشانه وو ځما هجرت ختم شو نو ده سره داخوف وو چی ده نه مخکی سعدبن خولة مکه کی وفاة شــوی وو دهجرت نقص شوی وو نبی کریم ۖ په هغه ډیر خفه وو ده هم وریده"ډاریده" چی مکه کی مـــړشمه هغه هجرت الی المدینه به می ختم شی اخلفُ زه به پاتی کړی شم بعد اصحابی پس دملګرو- ملګری به مدینی لاړشــــی زه به پاتـی شم مړبه شم قال انّک لن تُخَلَّفَ ته هیچیری به پاتی نکړی شی فتعـــمل عملاً تبتغــی به وجه الله الاازددت به درجــة ورفعة –بیا نبــی کریم ۖ وویل دلته به مکه کی نه پاتی کیږی چی مړشی هجرت ختم شی خدای ۚ به ډیر عُمر درکړی ژوندی به پاتی شی ځنی خلک به نفعه درنه حاصل کړی ځینی به ضــرر بیا مومی – ولَعلک – کیدیشی تَخلُفُ چی ته پاتی شی حتی یُنفِعَ بک اقوامٌ مجهوله صیغه ده ویُضَرِبُکَ اُخَروُن بعضــــی روایاتوکــــی – حتی تنتفِعَ بک اقوامٌ ویَتَضِّرَبک اخَرون – ده ته بیا الله ۚ ډیرعُمر ورکـــړ حجة الـــوداع نه وروسته تقریـــباً اته څلویشت کــــــاله ژوندی وو داقومونو ته چی نفعه ضرر میلاوشوی وه داڅوک وو جمهورو قول دادی چی سعدبن ابی وقاص هغه سړی دی چی عراق ده فتحه کــړی ایران فارس ده فتحه کړی نو چی کــوموخلکو دده په لاس ایمان راوړ هغه نفعه مند شـــو کــــوم کسان چه مجرمان وو کـــــفـار وو دده په لاس قتل شو هغوته ضرر میلاوشو- اللّهُم امضِ – امضاء په معنی داتمام لأ صحابی هجرتُهم ولاتَرُدَ هم علی اعقابهم چی واپس مکی ته راشی اودلته مړه شـی هجرت ئی منقوص شی لکن البائس – فقیر مسکین ته وائی سعــــد بن خولة قال راوی وائی رثی له رسول الله ۖ (رثی) رَحم اوترس وکړ پده نبی کریم ۖ من ان توفیَ بمکه – مـــــکه کــــی وفاة شوی وو هغه هجــــــرت ختم شوی وو – بل حدیث عن حمید بن عبدالرحمن الحُمیری عن ثلاثة من ولد سعــــد – سعد صاحب چی مکه کی بیمار شو حجة الوداع کی دده یوه لوروه بیا وروسته ژوندی پاتی شــوی وو بیائـی لس ځامـــــن اودولس لونړی شوی وو من وُلدِ سعد کُلُهُم یحَدِثه عن ابیه – والثلث کثیر دینه معلومه شوه وصیت څومره کم وی ښه ده – وقال بیده نبی کریم ۖ بیا لاس سره اشاره وکــــــړه چی دارنګه – عن ابن عباس قال لوان الناس عَضُّـــــــوا کمولوته ویلی کیږی وضضع من صوتِک آواز دِکم کــړه علماء احناف مسلک دادی وصیت دثلث نه په کم افضل دی ستا ورثه که مالداری که فقیران وی وصیت په کـم افضل دی وجی نه ابابکر صاحب وصیت په خُمسِ مال کــــــړی وو عُمرصاحب په رُبع کــړی وو ځنی صحابهءُ په ثمن سره کړی وو دادَ احناف دلیل دی لوان الناس غَضّوا من الثلث الی الربع جزاء محذوف دی لــکانَ اَحسَن دابه ډیره ښه وه ثلث دا آخری درجه ده چی وصیت پکی جائزدی.
فرهنگ اسلامي
+ نوشته شده در 3 Nov 2012 ساعت ۵:۴۵ ب.ظ توسط نصیراحمد الهاشمی
|