باب تحریم ظلم وغصب الارض وغیرها
باب تحریم ظلم وغصب الارض وغیرها
*عن سعید بن زید بن عمروبن نفیل ان رسول الله صــــلی الله علیه وسلم قال من اقتطع شبراً من الارض ظلماً طوَّقه الله اّیاه یوم القیمة من سبع ارضین
سعید بن زید دعُمر رضی الله عنه اَوښــی دی دِی باندی دحضـرت عمرصاحب خـــورفاطمه بنت الخـطاب واده وو اوحضرت صاحب دده په کـورکی ایمان راوړی اوسعید بن زید دعشرَ مبشرَءُ نه دی اودی مدینی نه ډیر لری وادی وکاق کی وفات شوی کـــورئی هلته وو وصیت ئی کــړی وو چی زه کله مړشم ځما کټ( جنازه) به واخلـــی مسجد نبوی سره څنګ کی جنت البقیع کی دصحابه کرامو قبر ستان دی دخپلو ملګرو سره می دفن کـــړی اووفات نه بعد خلکـــو په کټ کی اخستی وو مدینی منوری ته ئی راوړ دی وائـــی چی نبی کــریم ۖ فرمائی مَن اقتطع شبراً اقتطاع معنی اخذ معنی اوبعضی رویاتوکی اخذ راغلی – اوس ددی جملی طــــــوقه الله یوم القیمة مِن سبـــع ارضین شراح الحدیث دری مطلبه بیان کړی دی اول مطلب دادی چاچانه ظلماً ځمکی لاندی کــــړ قیامت راشی الله تعالی به ورته وائی اوس داځمکه څنګه کوی – بیا داځمکه داسړی وکندی عمیق به ئــــی کـــړی اوخاوره به راوُباســی تراوومی ځمکی پوری به داکندل کوی دی نه بعد به فیصله کیږی – ددی مقصود دپاره مؤید روایـت داحمد بن حنبل دی – ده حدیث نقل کړی نبی کریم علیه السلام فرمائی من اَخذ ارضاً بغیر حَقِها کُلِّفَ دی به مامورکـړی شی ان یَحمِلَ ترابها الی المَحشر چی داخاوره اوباسه میدان حشرته – دویم مطلب شراحو دابیان کړی چی کله دی مامورشـی اوداخاوره وباسی بیا ددی خاوری نه عظیم طوق جوړشی اوڅټ کی به ورواچــول شـــی ده ته به غټ بدن ورکـــړل شی لکه کافرو ته یو غاښ داحد غر برابر – اوترڅوچی فیصله نه ئی شوی ترهغی پوری به ئی ګـــــرځوی ددی دپاره مؤید هغه هــــم روایت داحمد بن حنبل صاحب دی – دی روایت کی راځی ایُمارجُلٍ ظَلَمً شبراً من الارض کلـــــّفه الله ان یحفره حتــی یــبلغَ الی آخر سبیعن ارضین ثم یُطّوِقه یوم القیامة – بیا مطلب داشو چی اوومی ځمکی پوری به وکنی خاوره به اُباســـــی بیا تری طوق جوړ کړی په غاړه کی به ورته واچوی فیصلی پوری به ئی ګرځوی دریم مطلب ددی حدیث بعضی شراح الحدیث دابیان کړی دی سړی بل نه ظلماً ځمـــکه ونیوله الله به دده بدن اُوږد کــــړی پدی ځمکه کی به ئی ننه باسی پیښی به ئی کته اوومی ځمکی ته ورسوی دی صورت کی به داځمــکه دغاړی طوق پاته شـــی دی دپاره مؤید روایت دبخاری دی رابشی من اخذ من الارض شیئاً بغیر حـــــقه نُسِفَ به یوم القیمَةِ الــی سبع ارضین دادری مطلب دی کی څه تعرض نشته ځنی خلک بل نه ظلماً ځمکه اخستی وی هغه به خاوره باســی ځنـی خلکوچی ښه ډیر ظلم کــړی خاوره به هم باسی اوڅټ کـــی به ئــــی هم واچول شی اوځنی به لکه قارون په ځمکه ومنډل شی چی پیښی ئی اوومــــی ځمکی ته اُرسیږی تعرض نشته چاسره به یو عمل وشی چاسره بل. ددی حـدیث نه چند مسئله معلومه شوه – اوله داچـــی په ځمـــکه کی غصب موجود کیږی دامسئله به خپل مقام فقه کی به راشی چی غصب په ځمکـه کی موجودیږی کنه دبعضی علماء په نزد غصب په ځمکه کی نه موجودیږی وائـی غصب په منقولی کی راځی عام علماء پدی دی چی ځـــمکه کی غصب موجودیږی دلیل داحدیث دویمه مسئله داده چی ځمکه کی ملکیت شخصــی شته کنه نن صبا متصرفین متجد دین پیداشوی دَ رُوس نه متأثِر دی اهل علم دی وائی ځـــمکه کی ملکیت شخصی نشته نوروڅیزونو ملکیت شخصـــی راځـــی ځمــکه کی نه راځی دا دحکومت حق دی له یونه واخلی بل ته ئـــی ورکـــــړی چی مساوات راشی داحدیث دال دی پدی چی ځمکه کی ملکیت شخصی شته که نوای نو بل نه چی ځـــــمکه واخست بیا مباح شی ئی واخست بیا یوم القیامت کی په غاړه کی ئی ولی اچوی معلومه شوه چی ځمکه کی ملکیت شخصـــی شته دریمه مسئله داتری معلومه شـــوه چی سړی د یوی ځمــــکی مالک شولاندی اوومی ځمکــــی پوری مالک دی دی ځمکی لاندی خاوره ګټه"کاڼی" سره سپین دیکی لاندی معدنیات تیل وغیـــره داهـرڅه دمالک دی ځکه اوومـی ځمـــکی پوری چی دده په غاړه اچـــول کیږی معلومه شوه دده ممـــلوک دی کنه دغا صب غاړی ته ولی اچول کیږی بله دامسئله معلومه شوه یو سړی دځمکی مالک شوڅومره ځای پوری داځمکه کندی دادده مــملوک دی که ضرر وو جارته بیائی نشی کنستی ځکه ته که کنستون کړی دسړی کورړنګیږی ځمکه خرابیږی بیا حــق نلری بله دامسئله تری معلومه شوه یو سړی دی دځمکی مالک دی – دی که لاندی کاریز تیروی سړک تیروی ټیک دی چـــی غیرته ضرر نوی – نن صبا اروپا- روس کـــی هرڅه دځمکی لاندی چلیږی سړکونه دځمکی لاندی دی پاس ســـړک کــی کښت کـــری – یو تبلیغی روس ته تلی وو بیا روسان ورته وویل چـــی مونږ خوداکمالات کړی دی هرڅه زمینـی دی تاسو مسلمانانو څه کــــما ل کـــړی دی هغه ورته وویلی داڅه کما ل دی د ځمکی لاندی روډ ســړک تیرول وی ماورته وویلی زمونږځمکه کی موږکان دی هغوی ټول ځمکی لاندی روډونه تیروی داخودحیوانیت کــــمال دی دانسانیت کـــمال دادی چی احکم الحاکمین سره رابطه وی بهر حال یو سړی دی ځمکــــی لاندی روډ تیروی تاته ضرر نشته ځمکی غورځیدو خطر نشته بیانشی منعه کولی حـــدیث آخر فی البا ب عن سعید بن زید بن عمروبن نـفیل ان اروی خاصمته فی بعضـــی داره فقال دعــوها وایاها الخ اروی بن اُویس یوه ښځه وه دی په سعید بن زید باندی دعوه وکــــړه چی تاځماځمکه نیولی ده هغه وی ماستا ځمکه نده نیولی دی وخت کی دمدینی حاکم "ګورنر- والی" مروان بن الـحکم وو هغه ته ئی رپوټ وکه چی سعید ځما ځمکـه لاندی کــړی ده هغه سعید راوغښت ورته وویل چی تا د اَروی ځمکـــه لاندی کـــــړی ده هغه وویل چی مادنبی کـــریم ۖ نه داحدیث اوریدلی چی څوک یو لویشت ځمکه په زور ونیسی اوو ځمکو پوری به ئــــــی الله غاړه کی واچوی وویل داحدیث می اورید لی اوزه به بیا دچاځمکه وخورم سعید وویل ګـواهانو ته ضرورت نشته ځه ورشه ترکومه ځایه ستا دعوه وی چی داځما ده هغه ستا دا روانه شوه دسعید په ځمــکه تیره شوه سعید دری سواله الله تعالی نه وکړه. ای الله هغه پوری مامه مړکی یعنی مړمی نکړی ترڅوچی ځما پوله (حد) داسی څرګنده کړی لکه رڼا چی څرګنده ده – دوباره ای الله هغی پوری مامه مړکی ترڅو ځما پوله داسی څرګنده کــــړی لـــکه رڼا چی څرګنده ده چی ټولومسلمانانوته پته ولګی چی اروای ده سره ظلم کړی.دریم سوال ئی داوکړ چی دا اروای ړنده کــــړی اوبیائـــی دغه کــورورلره قبرکړی میاشت لانوه پوره چی شدید باران وشو وادی عُقیر ته راغی دهغی ملکونه یی یوړل پُله لاندی پته وه چــی پدی ځمکه راغله پوله څرګنده شوه دسعید چی کــومه پوله وه لاندی ځمکی کی تیگه ئی ښخه کـړی وه څرګنده شوه ټولوته پته ولګیده چی اروی په سعید ظلم کړی وو میاشت لانوه تیره چی دی خدای ړنده کړه بیا پدی ځمکه کورکی ګرځیدله ویلی چی زه دسعید ښیرو ووهلم اوکومه ځـــمکه چی دده نه لاندی کړی وه هغه کی کوهی وو هغی کوهی کی وغورځیده او دویستوئی امـکان نه وو هغه ئی قبر جوړ شو – بیا عربو ضرب المثل وګرځول وی اعـــماک الله کما اعمی اروی – طُوِّقَه کی ضمیر مستر دی غاصب ته راجــــــع دی هوضمیر بارز ځمـــــکی ته عن محـــمد بن ابراهــــیم ان ابا سـلمة حدثه وکان بینه وبین قومه خصومة فی ارضٍ الخ ابو سلمة دعبدالرحمن بن عــــوف صحابی بچی دی دادفقهاء سبعه دمدینی نه دی دده خپل قوم ســـره ځمـــکه کـــی جــګړه راغله ده ویلی ځما دی هغوی ویلی زمونږدی دادصدیقی شاګرد خاص وو هغی ته راغی وویل قوم سره می ځمـــکه کی دعـوه ده هغی ورته ویلی چی ځمکونه ډیر لری ګرځه که دی په دیناکی دچا لویشت ځمکه لاندی کړی قیامت ورځ کی به ئی په غاړه ګرځوی
فرهنگ اسلامي