باب غرَز الخشبة فی جِدارالجار

*عن ابی هریرة ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال لایمنع احدکم جاره ان یغرزخشبةً فی جداره قال ثم یــقول ابو هریرة مالی اراکم عنها معرضین والله لارمّینَ بها بین اکتافکم:
داباب دی په ننه باسلو دلرګی په دیوال دګاونډی کی اوس یو سړی دی دګاونډی په دیوال خپل ګــاډرإږدی یا پکــــی لرګی إږدی اوس داوضع دخشبی په دیواردګاونډی باندی داحق واجبه دی که استحبابی امام احمد بن حنبل اوداهـــل ظواهرو مسلک دادی چی داحق واجبه دی صاحب جدارددی لرګی کیښودلو نه نشی منع کـــــوی جمهورعلماء ائمة ثلاثه مسلک دادی چی کیښودل دلرګی په دیوال دګـــــــاونډی باندی داحق استحبابیه دی مستحب دادی چــــی مالک جدارئی پریږدی که منعَ کوی قانوناً ئی منعه کوی شی اهــــــل ظواهر دی حدیث باب سره استدلال نسی قال لایمنع هغه وائی دانهی چی ده نهی تحریمی ده جمهوروپه نزد دانهــی تنزیهی ده کـــراهت تنزیهی ده دلیل دجمهورو دپاره دغه روایت دابو هریرة دی ابوداؤد کی به راشی هلته الفــاظ دادی اذستأذن احدکم اخاه ان یغرز خشبة فی جداره فلا فلایمنعه اوس راشه نبی کریم ۖ وائی چی اجازت وغــــواړی ورورمسلمان چـــی ستا په دیوال به لــرګـی ایږدم دلته دوضعی دلرګی دپاره اجازت غوښتل شوی اوس که داحق واجبه وای اجازت ته څه ضـرورت وو نو هر کله چـــی دوضع الخشبی دپاره په جدارالغیراجازت شرط شو معلومه شوه حـــق واجبه ندی معلومه شوه دانهی – نهی تنزیهی ده دویم دلیل پدی باندی ددی حدیث شاتنی جمله ده ابو هریرة صاحب چی داحدیث بیان کړ صــحابه سرونه ټیټ کړ فطأطأرؤسهم بیا ابو هریرة صاحب ورته وویل مالی اراکم څه دی حال ځما چی زه وینم تاسو عنها ددی فیصلـی نه معُرضین نومعلومه شوه چی عام صحابه داحکــم واجبی نه مانه نوکه واجب وای صحابه دی حکم نه اعراض ولـی کاوه داحکم استحبابـــی وو والله لأرمِّن بها بین اکتافکم قسم دی زه به ولم تاسو پدی فیصلـــی په اوږوستاســـی یعنی که داحدیث نه منی دااستحبابی حکم دی که منی ئی یانه – معلومه شوه دا امر استحبابی وونه وجوبی.  

فرهنگ اسلامي