باب الرهن وجوازه فی الحضر کالسفر

*عن عائشة قالت اشتری رسول الله صلی الله علیه وسلم من یهودی طعاماً بنسیئة فاعطاه دِرعاً له رهناً
رهن په لغت کی حبس ته وائی رهنتُ معنی حبستُ اصطلاح دشریعت کی رهن ویلی کــیږی جعل الشئی محـــبوس بحقٍ یُمکِنُ اِستفاءُه منه دچانه یو شی ایسارکـړی په بدله دحق خپل چـــی صبا خپل ددی شـی په ذریعی سره وصول کړی – رهن په اتفاق دامت سره جـــــــائز دی په چادی قرضه ده په رهن کی تری ځمکه واخله کــورواخله حیوان واخله – هرڅه انتفاع بالمرهون جائزدی؟  اوس راروان دی مطلب رهن جائزدی – اوس دارهن په ســـــــفرکی په اتفاق دفقهاءُ جائزدی لکه پیښور ته تلی دیوسړی درباندی قرض روپی واوښت اوس ګهړی بل شی رهن ورکــــړی جائزدی دلیل الجوازقران مجید دی وان کنتم علی سفرٍولم تجدواکاتبا- سفر کی دچاقرض درباندی واوښـــت یادی په چا واوښت ولم تجد واکاتب- کاتب نشته چی وی لیکی فرها نٌ مقبوضه بیا رهن ورکــــړه چی قبض ئی کـړی با قی حضر کی رهن جائزدی کنه لکه دکاندارنه شی واخلی اوساعت ګهړی ورسره رهن کیږدی – اهل ظـواهرو په نزد حضرکی جائزندی ائمة اربعه پدی متفق دی چی په کورکی هم رهن اخســــــتل ورکول جا ئزدی داهل ظواهر دلیل قرآنکریم دی وان کنتم علی سفرٍ ولم تجدواکاتبا داشرط فرِهان مقبوضه داجزاء- جزاء معلق بشرط وی نو مـــعلومه شوه رهن هغه جا ئزدی چی په سفرکی وی حضرکی نده جا ئزجمهورودپاره دلیل داحدیث دباب عـــن عائشة قا لت اشتری رسول الله ۖ من یهودیٍ چی ابواشحم نومیده اصل واقعه داوه چــــی نبی کریم ۖ کره دشپی میلمه راغی کورکی څه شی نه وو نبی کریم علیه السلام ابارافع ته ووی لاړشه ابوالشـحم ته ووایه چی زمونږکـره میلمه راغلی څه شی نشته تاله دی اربشی درکړی چی میلمه ته ډوډی برابره کړو یا خودی قرض درکـــړی بیابه قرض ورکړو یا دی په اُداردرخرڅه کړی درجب چی میاشت راخیږی پیسی به ورلره ورکــړم یهودی ته چی ابارافع لاړ هغه وی قسم دی نه ئی قرض درکوم اونه په اداری درکوم ترڅـــــــوچی ماته رهن نه ئی راکـړی مرهونه راوړه کیدی شی ځما حق وخوری ابارافع واپس راغی نبی کــــریم ۖ ته ئی پیغام راوړ نبی کریم ۖ ووی والله العظیم زه امین په ځمکه کی هم یم اوپه آسمان کی هم یعنی په اهل الارض کی مشهورپه محمدالامین یم په آسمان کی هم د چاشـی زه نه خورم خوخیر ده – ځما دا زغره راوخله یهودی ته ورکړه او اُربشی راوړه هغه لاړ زغره یی ورکــړه اربشی ئی راوړی – اوس داڅومره اُربشی وی بخاری کی به راشی دادیرش صاعه وی بعضی روایانوکی راځــــی شل وی اصل کـی تطبیق ابن حجر صاحب داکړی دی چی دشلونه دپاسه وی دیر شو نه کمی وی خوځنی خلک کسر نه معتبروی کسر ساقط کړی هغو شل ذکرکړی اوځنی خلک کسر پوره کوی یوکم دیرش وی وائی دیرش دی نوچاکسر پوره کــــــــړی په ثلاثین تعبیرکړی چانده پوره کړی دادیرش صاع اُربشی  دائی په یوه دینارباندی یوه اشرفی باندی دا اُربشی اخستی وی – دِرعًاله رهناً نومعلومه شوه رهن فی الحضر جائزدی- دی نه یوه بله مسئله معلومه شوه چی یوکـافر دی ذمی دی دارالاسلام کی پاتی کیږی وسله پی خرڅوی هم شی وسله ورته سوالی هم ورکوی شی ګِــرَو بانـدی هم ورسره ایښودی شی ځکه دضررخطرنوی هرڅه حَربی دی مونږ سره دمحاربی اعلان کړی هغه ته وسله خرڅول په رهن کی ورکول ناجائزدی ځکه داتعاوُن علی المعصیت دی صبا پی مسلمان وژنـــی بهرحال دادجمهـورودلـــیل آیات نه جواب دادی وان کنتم علی سفر داقید احترازی ندی داقید واقعی دی – واقعه شوه کـــــه سفـرکی  رهن ته ضرورت شو ورکړه.

فرهنگ اسلامي