باب بیع البعیر واستثناء رکوبه
باب بیع البعیر واستثناء رکوبه
*عن عامر قال حدثنی جابر بن عبدالله انه کان یسیرعلی جَمل له قد اعیی الخ*
دی باب کی مســـــئله دبیعی مع الشـــرط ده په بیعه کی شرط لګول جائزدی کنه ددی متعلق دفقهاءُ مشهور مذهبونه څلوردی زمونږ دامام اعظم اوامام شافعی صاحب مسلک دشروطومتعلق دادی چی کوم شرط بیعی تقاضـــا کوی – دویم هغه شرط چی دبیعی سره ملائم وی دریم هغه شرط بیعه کی لګول جائز وی کـــوم شــرط چـــی بیعی تقاضــا کوی چه هغی باندی دامت تعامل راغلی وی دهغی مثال لکه بائع مشتری ته ووای ماپه تاباندی داکــوردرخرڅ کړو مشتری ووای ماواخست بائع ووای چـی پدی شرط چی څوپیسی نه ئی میلاو شوی کورنه درکوم حبس المـــبیع الی اداء الثمن شرط کړی داشــرط جائـز دی ځکه عقدئی تقاضا کوی بائع ته داحق دی چی مشتری ته مبیعه نه ورکوی ترڅوچی ئی پیسی نه ئی ورکـــــړی یامشـتری شرط ولګوی چی عقدئی تقاضاکوی مثلا یو سړی غنم ستانه په پټی کی واخسته بائع باندی شــرط ولګول چی ربیی به ئی هم تریشل کــــوی به ئـــی هم اوصفاکـــوی به ئی هم داشرط جائزدی ځکه تسلیما المبیع په بائع باندی حق دی دادبیعی تقاضا ده دویم هغه شرط چــی عقد سره ملائم مناسب وی دهغی مثال لکه بائع مشتری ته ووائی داکورمی درخرڅ کړو پدی شرط چـــی ماته به کفـیل یعنــــی زمه واردپیسو راکوی یاپدی شرط چی ماته به مرهونه راکوی ګاڼه یاغیره – یا پدی شرط چـــی ماته به په فـــلانی سـړی حـــواله راکوی داشرط ملائم دی عقد سره ځکه دی شرط سره پیسی زر وصــــول کیږی داجائز دی – دوه قسمه شــرطونه شول یوداچی بیعی ئی تقاضا کوی دامعنی که ته ئی نه ذکـر کوی هغه پخپله تابع کوی بل هغه شرط چی عـــقد سره مناسب وی که ته ئی نه ذکرکوی نه تابع کیـــږی دریم هغه شرط چی په هغی باندی تعامل دامت راغلی وی داشرط لګــول جائز دی لکه موچی ته لاړشی اوورته وواوئی چی ستانه می دابوټان واخستل پدی سره چی ځما خپوسره به برابروی – که یو بوټ نه وو جوړبل به راواخلی الی آخر ترڅوخپوسره برابر شی پدی کی که یو ساعت هم ووځی – دی شرط باندی تعامل امت راغلی – دغی حکم کـــــی علماء فرمائی موجوده دورکی څیزونه خرڅیږی شرطونه لګوی خودحکومت قانون کی هغه مقرروی لکه داساعت درخرڅوی دکال گرنټی ده – زمه واریم کـــنه واپس ئـــی کــــړه یاغیره نورڅیزونه دی شرط باندی هم تعامل دی ځکه قانون دحکــــومت دی داشرط جائزدی مفسد عقد ندی باقی هغه شرط چی نه ئی عقد تقاضا کــوی نه مناسب وی دعقد سره نه پی تعامل دامت راغلی وی اودغه شـــــرط یافائده بائع ته وی یامشتری ته وی یامبیعی ته وی نو داحنافوپه نزد دا شرط هم فاسد اودابیع هم فاســددی. اوس هغه شرط چی فائده بائــــــع ته راجع وی سړی ووائی داکورمی درخرڅ کړو پدی شرط باندی چـــی کال پوری به مفت اوسیږم دیکی فائده بائع ته ده یامشتری ته فائده وی مشتری تاته ووائی داکپړه راخرڅه کړه پدی شرط مینځی به ئی لاله ګنډی به ئی لاله دی شرط کـی فائده مشتری ته راجع ده- یامبیعی ته راجع وی سړی ووائی داغلام می درخرڅ کړو پدی شرط چه اذاد به ئی دی شرط کی فائده مبیعی غلام ته ده – دغه شرطونه چه فائده بائع ته یامشتـری ته یا مبیعی ته راجع وی دابیعه هم فاسد اوشرط هم فاسد دی دویم مسلک دامام مالک اودقاضی ابن بشرمه ده دوی وائـی په بیعه کی هر قسمه شرط لګول جائز دی بیع هم جائزشرط هم جائز دی یوهغه شرط چـــی بالــــکل دعقد دتقاضا خلاف وی داشرط بیا فاسد دی مثلا یو سړی ته ووائــــی داکورمی درخرڅ کړو پدی شرط چی ددی کور نه به هیڅ قسمه نفعه نه اخلی دریم مسلک دابن ابی لیلـی دی – دی وائی چی بیعه کی هر قسمه شرطـونه ولــــګوی بیعه جائز شرط باطل دی څـــلورم مسلک دامام احمد بن حنبل صاحب دی – دی وائی چی بیعه کی یو شرط لګول جائـــز دی اودوه شرطون کی بیعه باطل شرطونه باطل دیو شرط مثال دکــاندار ته ووائی داکپړه راخرڅه کړه پدی شرط راته ګنډی به ئی دایو شرط جائز دی که پدی شرط چه مینځی به یی هم دوه دِ ولګول دابیعه باطــل اوشرط باطل – دامام احمـد بن حنبل صاحب دپاره دلیل دعبـدالله بن عمروبن العاص حدیث دی ترمذی کتاب البیوع کــی به درته راشـــی عن عمروبن شعیب عن ابیه عن جده قال قال رســـول الله ۖ لایحلُ سَلَفٌ وبیع ولاشرطان فی البیـــــع – قرض اوبیعه جائزدی – قرض اوبیعه دامعنی دکــاندارته لاړشی اوورته ووائـــی چی ددغه چینــــی تُرلَه(دبوری بوجی – گُونی) بازارکی ۱۲۰۰ سوه خرڅیږی ته ئی په ۱۱۰۰ سوه راکړه دکاندار ووائی ټیک ده چینــی به په ۱۱۰۰ سوه درکـړم خومشتری بائع ته ووائی چی ماله به لس زره کال پوری قرض راکــــړی داناجائزدی لایحل سلف وبیـــع نده جائـز قرض اوبیعه مثال تــیر شو – ولاشرطان فی البیع نومعلومه شوه چی یوشـــرط جائز دی دا دَاحمد بن حنبل صاحب دلیل دی ددی نورو دریــو واړو امامانو دلیلونه یو واقعه کی جمعه شوی امام حاکـــم رحمه الله خپل کتاب کـی اوږد روایت نقل کـــــــړی چــــی عبدالوارث بن سعید یو مشهورمُحَدِث تیر شوی دی مکی ته لاړ- دده دریو امامانو سره یی ملاقات وشو امــام اعظم ابوحنیفه رحمه الله سره قاضی ابن شبرمه صاحب سره ابن ابی لیلی سره – امام اعظم صاحب نه ئی تپوس وکړچی په بیعی شرط ولګوی څه حکم ئی ده امام اعظم صاحب ورته وویل بیعه فاسد اوشرط فاســد دی نه بـــعد ابن شبرمه ته لاړ دهغه نه ئی تپوس وکړچی بیعی کی شرط ولګوی څه حکم دی هغه وویل چی بیع جائز اوشرط جـائز دی نه وروسته ابن ابی لیلی څنګ ته لاړ هغه نه ئی پوښتنه وکړه چی دبیعی مع الشـرط څه حکــم دی هغه وی بیعه جائز دی اوشرط باطل دی – عبدالـوارث صاحب حیران شو چی یوڅه وائـــی بل بل څه – امام اعظم صــاحب ورته وی چی ته ده وائی هغوی داوائی – امام اعظم ورته وویل دهغــــوی پته راته نه لګی چی څه دلیل وائی خوځمادلیل حدیث دعبدالله بن عمروبن العاص دی ترمذی کـــی به راشی – عن عمــروبن شعیب عن ابیه عن جده قال نهی رسول الله عن بیعٍ وشرطٍ- نبی کریم ۖ دبیعی مع الشرطٍ نه منعه کــــړی که چا بیعه کـــی شرط ولګــــاوه بیع باطل شرط باطل ده نه ئی دلیل واخست بیا ابن شبرمه پسی لاړ هغه ته ئـــی ووی چی تاسره څه دلیل دی چی بیع جائزشـــــرط جائزدی هـــــغه پــــدی حدیث دجابرصاحب دلـــــیل ونیوه شاته حدیث دجـــابرصاحب په څوطریقوراغلی عن جابرٍ انه باعَ مِن رسول الله ۖ الجمل جابر صاحب په نبی کریم ۖ اوښ خـــرڅ کړ واشترتَ ظهره الی المدینه اودایی شرط ولګولوچی مدینی پوری به زه رکـــــوب کوم – بیع مع الشرط سوه نبی کریم ۖ بیعَ هم عملی کړه اوشرط یی هم ومنل بیا عبدالوارث صاحب ابن ابی لـــــیلی پسی لاړ وی تاسره څه دلـــــیل دی هغه استدلال په روایت دعائشی صدیقی سره ونیوه دی مُســـلم مخکی کتاب العتاق کی تیر شوی دی حضرت عائشی صدیقی رضی الله عنها ته بریره صاحبه مینزه راغله وویل ځمـــــا مالکان مامکاتبه کوی وویل ته ماسره بدل کتابت کی امدادوکړه صدیقی ورته وویل خوښه دی نده ورشه مالکانوته دی ووایه چی په څومره روپو دِمُکاتبه کــوی ټوله به ورلره نقد ورکړم آزاده به دی کړم دالاړه هغه کور واله ورته ووی ټیک ده ورخرڅه به دی کړو پیسی به نقده صدیقه راکړی خوپدی شرط ولاء یعنی واک بدی زمونږوی نبی کریم ۖ نه صدیقی تپوس وکړ څنګه ده وا یخلم کـنه نبی کریم ۖ ورته وویلو اِشتَرِی بریرة واشترتی لهم الولاء او ولاء هغـوی ته پریږده – کله چی صدیقی واخسته ولاء یی شرط کـــــړه نبی کریم ممبر ته اُوخت اعلان ئی وکړ وویل چی کوم شــرط دالله په کتاب کــــی نوی هغه به باطل وی ولاء دهغه چاده چاچی غلام آزاد کړی الولاءُ لِمن اعَتَقَ نولهذا صدیقی آزاده کړی ولاء به ددی وی نو بیـعه جائز شوه دصدیقی اوشرط دمالکانو چی ولاء وه هغه ئی باطل کړه اوس ددی دلیلو نه ځواب حدیث دعبدالله بن عمروبن العاص چــــی امام اعظم صاحب پی استدلال نیولی لایحلُ سلف فی البیع ولاشرطان فی البیع مونږوایو داحدیث صـــــریح دی پدی چی بیع کی دوه شرطه لګـول ناجائز دی اوس یوشرط لــــګول جائزدی کـــــنه حدیث ساکت دی اوحدیث دعمروبن العاص ترمذی کی به راشی نهی عن بیعٍ وشرطِ داحدیث ناطق دی دی کـــی دیو شرط نه هم منعه راغلی ده ترجیح ناطق ته ورکولی شو باقی پاتی شو حدیث دبریری صدیقی صاحبی نه ځــواب چی اشتری بریرة دی نه یو ځــــواب علاّمه طحاوی کړی هغه وائی نبـی کریم ۖ صدیقی ته صرف په اشتراءحکم کړی دشرط حکم ئی نه ؤ کـړی چی ته ئی ولګوه نو حضرت بی بی عائشی دخپل طـــرف نه شرط لګولی وه نو راوی الحدیث داخیال کړی چی نبی کریم ۖ په شرط اوشراء دواړو باندی حکم کړی وو – نو امر صرف بالشراء وو نه امر بشرط – اوکه ومنم چی امربشرط نبی کریم ۖ کـړی نو بیا دلته لام په معنــی دعلی سره دی واشترتی لهم الولاءپه معنی دواشترتی علیهم الولاء – اولام په معنی دعلی سره راځی اودویم ځواب ددی نه بعضی علماء داکــړی چی اصل کی شروط دوه قسمه دی یو هغـــه شرط دی چی دهغی پوره کول دبنی آدم په وس کـــی وی- یو هغه شرط چی پوره کول ئــــی چه دبنی آدم وس کـی نوی .کوم شرط پوره کول چی دبنی آدم وس کـی وی دامُفِسد عقد دی یو سړی ووائی داکور می درخرڅ کــړو پدی شرط چی ترکالَ پوری به پکی اوسیږم دادمشتری په وس کی دی کــوردی ورته پریږدی اوسیږه پکی داشرط مُفسد عقد دی باقی هغه شرط چی پوره کول ئی دبنده وس کـــــی نوی یو سړی ووائی داکور می په تا در خرڅ کړو پدی شرط چی ستاځامن به ستا میراث نه وړی یاپدی شـرط چی په تا به لمـــونځ فرض نوی اوس وجــــــوب صلوة عدم وجوب دبنده په وس کی نشته میراث هکذا نواول شــرط مُفسِد عقد اودا دویم شرط مُفسد عقد ندی دلته ولاء یو نسبی رشته ده چاچی غلام آزادکړهغی ئی واکداردی الــــــولاءُ لغمة کلغمة النسب دایونسبی رشته ده دادصــدیقی په وس کی نه وو چی ولاء هغوی له ورکـــړی وای دا دالله حکم دی چی الــولاءُ لِمن اَعتَقَ باقی پاتی شو حدیث دلیلة البعیر یعنی دجابر صاحب روایت نه ځواب دی نه مشهورځوابونه دوه دی ځواب اول دادی چی نبی کریم ۖ دحضرت جابر صاحب سره په وقت دبیعی کی داشرط نه ؤ لګولی چـی ته ترمدینی پوری به رکوب پی کوه بیعه مــــطلق شوی وه دبیعی نه شاته نبی کریم ۖ په طور دتَبَرع ورته ووی چی مدینی پوری پــی زه اودلیل پدی باندی چی په وخت دبیعی شرط نه وولګیدلی هغه روایت داحمد بن حنبل صـاحب دی احمد بن حنبل داحدیث چی له جابر نه نقل کــــړی الفاظ دادی اخذتُ جَمَلَکَ اِرکبها – اخذت جملک بیعه ده بیا وروسته ورته وائی ارکبها داشرط نه وو داســواری تبرعاً وه لکه یو سړی ته ووائی داکورمی درخرڅ کړو کال دپاره وی ماواخست مشتری ووائی- کډه می ورپریږده- اوسـیږه کنه – دویم: ځواب علاّمه طحاوی کړی ده چی اصـل کی دابیعه نوه داحقیقت کی هبه دثمنووه دجابر رضی الله عنه پلارشهید شوی ووغالباً جنګ اُحد کی پدی ډیری قرضی وی ډیرفقیرمسکین وو نویوچاته چی دغسی پیسی ورکوی حیاناک سړی داپیسی نه اخلی نو نبی کریم ۖ دپیسو ورکولو دپاره صوری بیعه وکړه- نو دجابر صاحب اونبی کریم ۖ منځ کی دابیعه بیعَ محضی صوری وه اصـل کی مقصـود دنبی کریم ۖ هبه دثمنوو لکه شاته دی حدیث کــی به راشی کله چه مدینی ته ورسیده پیسی ورلره ورکــــړی نبی کـــریم ۖ ورته ووی خُذ جَمَلَکَ و ثَمَنَکَ – اوس خذ جملک که دابیعه حقیقی وه اُوښ خوبیا دنبی کــریم ۖ وو اوسره لدی جابر صاحب ته وائی خپل اوښ واخــله نو دابیعه نه بلـــکه حقیقت کی هبه دثمنو وه خوصورت بدل وودا دی باب متعــــــلق تحقیق وو اوس داحادیثو دالفاظو تشریح عن عامر قال حدثنی جابر بن عبدالله انه کــان یسیرعلی جمل داغزوة ذات الرقاع کی څلـورم کال دهجرت کی مدینی ته راتلل دشپی داواقعه پیښه شوی وه دی وجی نه دی حدیث ته حدیث دلیلة البعیروائـــی له قداعیی چه ستړی شوی وو فأرادَ ان یَسیّبَه – جابر صاحب اراده وکـــړه چه داجمل آزاد پریږدی دامعنی چی رکوب پـی ترک کړی – ص- فدعالی – ماته ئی دُعا کړه بل روایت کی اُوښ ته ئی دعـــــا وکـړه خـــدایه تیزی کــــړی څه تعارض نشته اُوښ ته دعا جابر صاحب ته دعا وه ځکه دده وجی نه دعاوه وضَرَبَهُ شانه په لښته وواهه – بس دهــــغی ضربی دومـــره اثر وو چی اُوښ دومره تیز شو دټولو اوښانونه مخکی شو بیا جابر صاحب ټینګول چی دنبی کــریم ۖ خبـــــری واوری خواوښ بیاهم تیز وو – قال نبی کریم ۖ ووی بِعنیه په مائـی راخرڅ کړه بِوُقِیَه په یو وقیه څلویشت درهـــــمو ته ویل کیږی – قلتُ لا- یعنی مفت ئی درکوم نبی کـریم ورته ووی چه نه مفت ئی نه اخلم شاته روایت کی راځـــی فَبِعتُهُ بوقیة- دی حدیث نه معلومه شوه چی په یو وقیه خرڅ شــوی وو بل روایت کی به دوه وقیی راشــــی بل روایت کــــی به پنځه وقیی راشی نو په مقدارالثمن کی دروایتونو اخـتلاف دی امام بخاری روایت دوقیه ته ترجیح ورکـړی نوعام راویان دغه نقل کوی اکثر روایان پدی متفق دی نورو راویانونه وهم راغلی – واستثنیتُ علیه حملانه- دارکُـــــوب اجازت تبر عاً وو- دا راوایانو تعبیر چاپه استثناء سره کړی چاپه شرط سره کنه دادنبی کریم ۖ دشان مناسب نده هــــغه رحم اُمت بیا په جابر رحم بیا جابر صاحب دومره یریده چی رکوب شرط کـوی که شرط ونه لګوم اوښ به رانکړی نبی کریم ۖ هر څه خپل په صحابه قربان کړی وو خو چونـــــکه داتبر عاً وه روایانو په شرط اواستثناء تعبیر تری کـړی شرط استثناء نوه = ماکستُک – ماتاسره تأخیر په ثمنو کی وکړه.
فرهنگ اسلامي