باب من باعَ نخلاً عَلیهاتمر

*عن ابن عمر رضی الله عنهما ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال مـــن باع نخلاً قداُبِرَّت فثمرهاللـــــــبایع الاان یشترط المبتاع * چاچی ونه خرڅه کړه قدابرت چه دهغی تعبیر شوی وه یعنی دمذکر اومؤنث غوټـــی ئـــــی میلاو شوی وی په هـر شی مذکرمؤنث شته لکه حیوانات ُکی همدارنګه نباتاتوکی هم شته دعربو دادستور ووچه کومه نـر کجوره به وه مذکردهغی دغوټی دننه چه کوم زرات وو هغه به ئی واخست اودمؤنث ګل غوټی به ئی خلاص کړ او دابه ئی پکی واچول داپه منزله دحمل وو بیا داکجوری غټی غټی راتلـــی عام طور د مطلق میلاوکیدو سره به میوه ښکاره شـــــوه فثمرهاللبایع میوه به بایع لره وی اوونه به پکی داخل نوی الاان یشتری المبتاع اوکه مشتری داشرط لګولی ووبیابه میوه اوونه دواړه دمشتری وی ددی نه فقهاء یوه ظابطه ایستلی ده چه دکوم شی دبل شی سره اتصال وی لیکــن دااتصال ددوام نوی بلکه یو ورځ جداکیږی دادبل په بیعه کی نه داخلیږی څو چی تسیلــم نـــشی لکه دلته میوه شوه دمیوی دبوټــــی سره اتصال شته لیکن اتصال ددوام ندی څـــه وخت بعد دامیوه کټ کیږی اوس چه تادغه میوه خــرڅه کړه ونه پکــی داخل نده حدیث کی راځی فثمرتها للبایع یالکه کـــــور خرڅ کـړو په کورکــی قالینو نه وی نور اسباب وی – داسبابـــو اتصال کور سره شته اما اتصال دوام نشته نو دکـوم شی چه اتصال دداتصــال دوام نوی دبل په بیعه کی نه داخلیږی – اوس که دکـــوم شی دبل شی سره اتصال دوام وی بیا داخلــیږی پورته دااتصال عرفی وی یا شرعی- لـــــکه یو ســړی یوه ځمکه خرڅه کړی ونی پکی ولاړی وی یاکورونه ولاړوو اوس دکــور یاونی اتصال دوامـــی ده ځـــــکه داکور چی جوړوی مطلب دائی چه همیشه دپاره یاونــی دی دپاره چه همیشه وی دادفقهاوءُ ظابطه شوه مع امثال اوغیـــــــر ته قیاسوه- الاان یشتری المبتاع هر شرط مفسد دعقد نـــــوی لـــــکه دلته بلکه دادپاره د زیادة فی المبیعه ده اوشرط دبیعـی سره مناسب ده بعضی داسی شروط وی چــه بیعی ســــره مناسب نوی هغه بیا مفِسد دعقد دی – ومن ابتاعَ عبداً فماله للذی باعه الاان یشتری المبتاع- چاچه غلام واخست هـــغه سره جیب کی روپی وی غاړه کی کپړی دی یا مرکـــــوبه ده ورسره یانورڅه داټول به دبایع وی اوکــــــه مشتری شرط ولګاوه بیا ټول دمشتری ده- ددی حدیث متعلق دوه مسئلــــی دی یو داده چه مولاخپل عبد ته مال ورکـړی چه دامال ستا اوس عبد ددی مال مالک دی یانه جمهور علمآء پدی دی چه عبد مالک دمال ندی امام مالک صاحب وائــی چه مالک دمال دی – امام مالک صاحب دغه لفظ سره استــــدلال نسی من ابتاعَ عبداً فمالـــــه داضمیر عبد ته راجع ده دلته مال مضاف الیه اودااضافت برای تملیک دی للذی باعه بایع لره ده جمهــــــورعلـماء په نزدعبد مالـــــک دمال نه ګرځی ځکه عبد په خپله مملوک دی په قران کریم کی ثابت دی عــبداَ مملوکاً.
دی چه خپله مملوک شو دده په لاس شی په طریق اولی مملوک دی اودلته اضافت تملیکی ندی دااضافت مصـاحبت دی لکه الجُلّ للفرس دلته اضافت ده اما جُل ستاده که داَس معلومه ده چه ستاده امااضافت دلته دمصاحـبت دی یعنـی اضافت دملګرتیاده دوهمه مسئله داده لکه یوسړی عبد خرڅ کړو اوعبد سره مال وو مولا ووائــی چه داعبدمی سره ددی مال په تا خرڅ کړواوس دابیعه مطلقاً صحیح ده اوکه بعضی صورتونوکی صحیح ده امام مالک وائــــی مطلقاً صحی ده. مطلقاً دامعنی دی عبد سره چه کوم مال دی داجنس دثمووی یاله جنسه دثمـــنونه وی مثلا دعبد په جـــیب  کی روپی دی تاووی داعبد سره دی مال په دومره روپی اوس عبداومال دواړه ثمن دی یا عبد سره مال لــــه جنسه دثمن نـــــوی لکه کوروی اس وی مالک ووائی داعبد سره دمال په ۱۰۰۰ روپـــــــی درخرڅ شواوس دامام مالک صــــــاحب په نزد مطلقاً داشوکه عبد سره مال له جنسه دثمن وی یاله جنسه دثمن نوی بیا عام لدی چه مال العـبد له جنسه دثمن ده دغه مال العبدکه دثمنو سره برابروی که زیات وی که کــــم وی دبرابر مثال غـلام په ۱۰۰۰ اوجیب کی هم زر۱۰۰۰ دی له یوه جنسه دی نورهذالقیاس پدی ټولوصورکوکی جائزدی نوټوټل څــــلورصــــورتونه شول دامام اعظم صاحب امــــام شافعی صاحب اوجمهورو علماءُ په نزد عبد سره دماله جائــــــز دی خوچی رباء رانشی کنــــه بیا حرام ده نو اوس دجمهوروپه نزد صرف دوه صورتونوکی جائز دی یو صـــــورت داچــه مال العبداوثمن مختلف الجنس وی لکه عبد سره داسباب البیت خـرڅ کړی داجائزدی صورت کـــــی رباء نه پیـــــداکیـــــږی دوهم صورت چه مــــال العبد اوثمن متحد الجنس وی چه مال العبدکم وی اوثمن ډیروی لکه عبدسره دی ۲۵۰ روپــــــی په پنـځه سوه یی خرڅ کړی داجائز دی ځکـه ۲۵۰ روپو به ۲۵۰ مقابل شی او۲۵۰ دعبد ممــــلوک دمالــــــک دی دالاړی اوبله کی دوه نیم راغلی اوعبد بدله ددوه نیم سوه شوباقی دوه صورته سود پکی جــــوړیږی لـــکه مال العبد اوثمن متحدالجنس وی لکه عبد په جیبکی ۱۰۰۰ روپـــــی دی داعبد دی د۱۰۰۰ په زرو۱۰۰۰ خرڅ کړودا۱۰۰۰ دمولامملوک دی کنه دا۱۰۰۰ په ۱۰۰۰ بدل شو مشــــتری عبدزیاتی واخست اوداسود دی دوهـــم صورت چه مال العبد اوثمن متحدالجنس وی خومال العبدزیات وی مثـــــال په طور غلام په جیب کـی ۲۰۰۰ روپی دی اوپه ۱۰۰۰ دی خرڅ کړو زرپه زرو بدل شــــــــو مشتری ته یو غـلام او ۱۰۰۰ زیاتی لاړی داسود دی نودامام مالک صاحب په نزد په ټولوصورتوکــــی جائز دجمهوروپه نزد دســــــــود په صــــــورت ناجائز اودعـــــدم سود په صـــــورت جائزدی.دمالک صاحب دپاره دلیل حدیث باب اوجمهورودلیل احادیث دحُرمت درباء شاته مستــقل باب راروان دی اوقرانکریم سره حُرمت رباءثابت دی لهذا آیات احادیث متواتره چه په حُــرمت د رباء کی راغلـی نوهغه دی حدیث دپاره دی نوحــــدیث کـــی دومره تعــیم نــکوی چه سود پـــی حلال کـــړی بلکـــــــه پداسی به ئی حمل کړی چـــه سود نه راځی.

فرهنگ اسلامي