باب من تخدع فی البیع
عن عبدالله بن دینار انه سمِع ابن عمریقول ذکرلـرسول الله صلـــی الله علیه وسلم انه یخدع فی البیوع فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم من بایعتَ فقل لاخلابة فکان اذابا یع یقول لاخیابة*
دحدیث مذکورپه باره کی مثال یو سړی ده د مبیعی قیمت نه پیږنی ارزان شی گران خرڅوی اوگـــران ارزان اوس ددی بیعی څه حکم ده حدیث کی ذکـــرده چه انهُ یخدع فی البیعوع داسړی دوکه کوی شی په بیعوع کی مطلب دوکه کیږی اوس دارجل څوک وو بعضی روایاتوکی راځی چه داحبان بن منقذ وو اوبعضی روایاتو کـــی چه دامنقــذ بن حبان وو مشهور قول اول قول ده داحبان صحابی ددی<۱۳۰ >کاله عمروو دده په سرباندی یـــوه ضربه لگیدلی وه دغی وجی نه دده عقل کمزوری شوی وو اوژبه کـــی ئی لُکنت پیداشوی وو صحیح حرف به ئی نشو اداء کـــــولی اودی تاجرهم وو کله چه ئی د ضربی له وجی عقل کمزوری شو ده به شی گــران واخست ارزان به ئی خرڅ کړاو ارزان به ئی گران خرڅ کـــــــړ کور ورسره ډیر پریشان وو بیا دده بی بی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورته ئــی ووی چه ته ده ته ووایه ددی بیعی نه منعه شی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ووی خو ده ورته ووی چه زه دی نه نشم منعه کیدی لکه یو سړی چه دیو شی عادت ونیسی بیائی نه پریږدی بیا نبی علیه الســلام ورته و فرمائـل چه ته په چایو شی خرڅوی بیا ورته ووایه چه لاخلابة یعنی ماسره دوکه ونکړی اوکه دوکه دِ کړم ماسره به خیــار وی دی طریقی سره به تاوان نه بچ شی اوس خلابه په کسری دخی سره دوکـی ته وائی لکــــــه خَلَبتِ الــــمرء قلبَ الّرجل یعنی دی ښځی د سړی زړه دوکه کړ اوس ددی خبر محذوف دی ای لاخــــلابة فی الدین یا لا خلابة فی هـذه الَمعمَله فکان اذابایع یقول لاخیابة – چونکه هغه ضربی له وجی لکــــنت په ژبه کی پیدا شوی وو نوحروف به ســم نشو اداء کولی لاخلابه به ئی نشوویلی لاخیابه به ئی ویلی او داڅه معنی نه ورکوی اوس دی کـــــــــی مسئله ده یو سړی بل نه یو شی واخست او تاوانی شو پکی با یع شی پی گـــــران خـــرڅ کــــــړی اوس دی مغبون مشتری ته خیارشته کنه خـیار غبن یا با یع نه گـــــران قیمته شی ارزان لاړ اوس ده لره خیار شته کنه دغبن له وجـــــی د امام احمدبن حنبل اوبعضی موالـــــکومسلک دادی چه خیار غبن شته اوس څو مـــره اندازه غبن وی چـه دثلث قیمت په اندازه درباندی گران خرڅ کړی یوشی په ۸ روپی وی تاته په ۱۲ درکړی اوس څـلور روپی درباندی گــران خرڅ کړ اوس ۴ د ۱۲ ثلث دی – دامام اعظم ابوحنیفه رحمه الله امام شافعـــی صاحب او داکثرو موالکو مسلک دادی چه خیارغبن نشته پورته عام ددی خبری نه چـه دغه مشتری ښه اوبد پیژنـــــی قیمت دمبیعی پیژنـی یانه خــــــیار غبن نشته ځکه بایع اومشتری دواړه عاقلان دی مقدار دمبیعی ثمن هم معلوم وی مـــــبادله دمال په مال په رضـاشی پس بیعه لازم شی امام احمــــد بن حنبل صاحب حد یث باب سره استدلال کـــــوی فــــــکان اذابایع فقال لا خلابه اونور روایاتو کـی راځی ولیَ الخیـــــار دلته مراد خیار غبن ده علماء احــــــــــــــــــناف اوشوافع دی حدیث نه دوه ځوابه کوی یو ځواب داده چه دی صحـابی چه شی واپس کول په خیار غبن نه بلکه په خــــیار شـرط سره دلیل پدی باندی روایت دابن ماجــــه ده الفاظ دادی من بایعتَ فقول لاخلابه ولیَ الخیارثلاثه ایام طریقه داستدلال داده دی حــــبان بن منقذ ته نبی کریم ۖ دری ورځی خیار ورکـــــړی وو اودادری ورځــــــــــــی مده خیار خیار دشرط ده اوهــرڅه مده دخیار غبن حنابله په نزد دری ورځی پوری خاص نده زیات ده دویم ځواب داده چه که ومنم چه داخیار غــبن ده بیا ځواب داده چه داحکـــــم مختص ده حبان پوری دا دده خصوصیت دی اودلیل دادی د حضرت عثـــــــــمان صاحب دورکی پاتی شوی دی به چه کــوم شی واخست بیا به با یع سره په جنجال وو د حبان روایت بیهقی نقل کــړی الفاظ دادی جعلنی رســـول الله ۖ من بایعتُ الخیار نودادده خصوصیت وو دوهمه مســـئله داوه چه تمام فقهاء پدی متفق دی چه خیار شـرط بایع اومشتری دواړوته جائز دی اوس مده دخیار شرط کی اختلاف ده دامام اعــــــظم اوامام شافعی صاحب په نزد خیار شــــــرط دری ورځـــی ده او دامام ابویوسف امام محمد امام احمــد صاحب په نزد خیار شرط څه حد مقرره نشته په نزد د امام مالک صاحب مده خیار شرط مختلف کــــیږی په اختلاف دمبیعی سره کــــه مبیعه ځمکه یاکوروی ۳۶ ورځی خیار ده کــه غلام وی بیا ۱۰ لس ورځی ده که کپړه یا حــــــیوانات ووبیادوه ورځی ده – دصاحبین احمد صاحب سره دی باب کـــــی حد یث مرفوع نشته دوی وائـــی چه بیعه کی تأجیل الثمن دحاجت له وجی ده اوخیار شرط هم دحاجت له وجی نه ده یا مشتری سره پیسی نوی یاسوچ وکـړی چه دابیعه گټه ده که تاوان نو اوس چه تأجیل الثمن کــــی حد مقرره نشته دکال په نیټه هم مال ورکوی شی نو خیار شرط کـــــی هم حد مقرره نشته امام مالک صاحب سره څه مرفوع حدیث نشته قیاس سره استدلال نیسی چه خیارلــــه وجـــی دسوچ ده په گټه تاوان کی حاجت ده نولدی وجی مختلف وی ځنی مبیعی قیمت اوچت خیار ورلــره ډیر ده۳۶ ورځی یامتوسط یاکمه وی بیا خیار هم کم وی دوه ورځی وی متوسط لس ورځی  دامام اعظم امام شـــــــــــــــافعی صاحبا دپاره اول دلیل روایت دانس صاحب په صحی سند سره حاکم نقل کــړی اِن رجلً اشتری بعیراً من رجلٍ واشترت الخیار اربعة ایام بأبطل نبی کریم علیه السلام البیع و قال الخیار ثلاثـه ایام دوهم دلیل روایت د ابن عمر بیهقی نقل کړی عن ابن عمر ان النبی صلی الله علیه وسلم قال الخیار ثلاثة ایام دریم دلیل روایت حبان په ابن ماجه کـی الفاظ دادی من بایعتَ فقل لاخلابة ولیَ الخیار ثلاثة ایام اوکوم حکم چه ثابت شی خلاف القیاس هغه خپل مورد پوری خاص وی په بیعـــه کی خیار شرط کول خلاف القیاس دی قانون داده نهی عن بیع بشرط شی ځنی ئی جائز کړی خلاف قانون ده.

فرهنگ اسلامي