ددوكانونو اوموټرانو زكاة
ددوكانونو اوموټرانو زكاة
لكه څرنګه
چي ښكاره خبره ده چي دضرورياتواصليو څخه په زياتوپيسوكښي زكواة فرض دى لكه داوسيدو
سراى دسپرېدوموټر اودكاركولودوكان اوهغه موټران چي ديوه څخه زيات وي كه دتجارت
لپاره وي نودموټرانوچي څومره قيمت وي دشرائطوپه وجود كښي څلويښتمه حصه يې په زكواة
كښي وركول كيږي اوكه دتجارت لپاره نوي بلكي دكاركولولپاره وي مطلب داچي پرلين چليږي
دبار يادمسافرينو دانتقال په ذريعه پيسي لاس ته راوړي ددغه موټرانو پرحاصل باندي
زكواة لازم دى چي دكرايوڅخه عبارت دي اوپراصلي قيمت باندي يې زكواة نسته لكه دكښت
مځكه همداډول هغه دوكانونه چي دكرايولپاره وي پرحاصل باندي يې زكواة سته اوپرقيمت
باندي يې زكواة نسته ځكه فقهاء كرام فرمايي :
ووسائل النقل من الطائرات
وبواخروسيارات و مذارع الابقاروالدواجن وتشترك كلها في صفة واحدة وهي انها لاتجب
الزكواة في عينها وانما في ريعها وغلتها او ارباحها . ([92])
ژباړه : وسائل
دنقل چي دطياري ،كښتياني او موټران دي اوكښت دحيوانانو ټوله سره يودي په دې صفت كښي
چي زكواة يې په قيمت كښي نسته بلكي په ګټه كښي يې زكواة فرض دى .