اولياءكرام

ولايت يوداسي شى دى چي په آياتوسره ثابت دى څوك چي دولايت څخه منكروي هغه كاذب بايات الله دى دنمونې په ډول كه ووايوچي اللهY فرمائي :

Iwr& žcÎ) uä!$uŠÏ9÷rr& «!$# Ÿw êöqyz óOÎgøŠn=tæ Ÿwur öNèd šcqçRtøts† ÇÏËÈ ([74])

ژباړه : بېشكه اولياءداللهY وېره به نوي پردوي باندي اونه به دوى غمجن وي .

اولياءالله چي په ځينو اصطلاحاتو كښي ورته پيران وايي هغه وخت ولي ( پير ) ورته ويل كيداى سي چي عالم دفقه ، عقايدو اوتصوفووي ځكه دين متين محمدي پردغه علوموباندي موقوف دى په دې وجه چي ددغه علوموبيان درسول اللهr په جوامع الكلم اقوالوكښي سوى دى چي په ښكاره ډول انساني فكرنه ورته وړاندي كيږي دبيلګي په ډول دحضرت عمربن الخطابy روايت بسنه كوي چي دلاندي روايت څخه عبارت دي :

وعن عمربن خطابy قال بينما نحن جلوس عند رسول اللهr اذاطلع علينا رجل شديد بياض الثياب شديدسوادالشعرلايري عليه اثرسفرولايعرفه منّا احد حتي جلس الي النبيr فاسند ركبتيه الي ركبتيه ووضع كفيه علي فخذيه وقال يامحمدr !اخبرني عن الاسلام فقال الاسلام ان تشهدان الااله الاّ الله وان محمد عبده ورسوله وتقيم الصلوة وتؤتي الزكوة وتصوم رمضان وتحج البيت ان استطعت اليه سبيلا قال صدقت فعجبنا له يسئله ويصدّقه قال فاخبرني عن الايمان قال ان تؤمن باالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الاخروتؤمن باالقدرخيره وشره قال صدقت قال فاخبرني عن الاحسان قال ان تعبد الله كانّك تراه فان لّم تراه فانّه يراك قال فاخبرني عن الساعة قال ماالمسؤل عنهاباعلم من السائل قال فاخبرني عن امراتها قال ان تلد الامة ربّتهاوان تراه الحفاة العراة رعاءالشاء يتطاولون في البنيان قال ثم انطلق فلبثت مليا ثم قال ياعمررض اتدري من السائل قلت الله ورسوله اعلم قال فانه جبرئيل ع اتاكم يعلمكم دينكم .([75])

ژباړه :دحضرت عمربن خطابy څخه روايت دى ده مبارك ويلي دي چي پدې منځ كښي موږناست وودرسول اللهr سره چي يوسړي راغلى تيزسپين كالي يې وه اوتيزتور وېښتان يې وه اودسفرنښي هم نه پرې ښكاريدي او په موږكي هيچانه پيژندي ترداسي اندازې چي نوموړي سړى مخامخ رسول اللهr ته كښيناستى اولاسونه يې درسولr پروروننو كښيښودل اووي ويل يامحمدr ! وماته داسلام په اړه خبرراكړه رسول اللهr وفرمايل چي اسلام دادى چي ته پردې باندي شاهدي وركړي چي داللهY پرته لائق دعبادت نسته اوته شاهدي وركړي پردې باندي چي محمدr داللهY بنده اورسول دى اوته لمونځ اداء كړي ، زكوة وركړي ، حج دبيت الله شريفي وكړي كه ستاسره طاقت دلاري وي ، روژه درمضان ونيسي (هغه سړى )وويل : ريشتيا دي وويل موږ تعجب وكړى چي هم سوال كوي او هم يې تصديق كوي بيايې وويل ماته دايمان په اړه خبر راکړه رسول اللهr وفرمايل ايمان دادى چي پراللهY ، ملائكو ،كتابونو، اوپررسولانو داللهY ايمان راوړي او دآخرت پرورځ باندي ايمان باندي راوړي اوايمان راوړي پردې باندي چي دخېراوشراندازه داللهY له لوري ده بيايې وويل :ريشتيا دي وويل بيايې وويل داحسان په اړه خبرراكړه ؟ رسول اللهr وويل احسان دادى چي ته داللهY عبادت داسي وكړي لكه ته چي اللهY ويني كه ته هغه نه ويني هغه تاويني بيايې وويل : دقيامت په اړه خبرراكړه ؟ رسول اللهr وفرمايل : مسؤل تر سائل زيات معلومات (دقيامت په اړه نه لري ) دغه سړى وويل : دقيامت دعلاموپه اړه خبرراكړه رسول اللهr وفرمايل علامې يې دادى چي مينځه خپل بادار وزيږوي او سرتورسري اولوڅ كسان وويني چي څارونكي دپسو وي په تعميراتو اوبنګلوكي اوسيږي بيادغه سړى ولاړي عمرy ويلي دي چي يو ګړى مي انتظاروكړي بيارسول اللهr وفرمايل : اياته خبريې اي عمره ! چي داسړى څوك وو؟ ماوويل اللهY اودهغه رسولr ښه پوهيږي رسول اللهr وفرمايل داجبرئيلu ووراغلى ووچي تاسوته ستاسو دين وښيي.

فائده : پدغه حديث شريف كښي عقايد ، فقه اوتصوف ته اشاره سوي ده ځكه که ودې ته ځيرسوچي په دغه حديث شريف كښي دپنځه ګونوبناؤ نومونه اخيستل سوى دي دا د فقه وعلم ته اشاره ده ځكه فقه هم ددغه پنځوبناؤ څخه بحث كوي اوپدغه حديث شريف كښي چي د ايمان ذكرسوى دى دا و عقايد ته اشاره ده ځكه په علم عقايد كښي هم دايمان بحث كيږي اوپدغه حديث شريف كښي چي داحسان لفظ ذكرسوى دى دا تصوف ته اشاره ده ځكه تصوف داللهY هغه لورونه ده كوم انسان چي ددې ځانګړتياووڅخه برخمن سي داسي احساس كوي چي همداوس يې سمه لار پيداكړه اودخپل معبود پيژندنه اودرنګينو انوارواحساس يې پيل كړى ګويا دى اللهY ويني اواللهY ته يې توجه خالصه سي . علم تصوف عبارت دى :

رياضة النفس باالمجاهدة الشاقه المشروعه وتجريدها عن الكدورات البشريه والعوائق الجسديه مع الصدق التوجه الي حضرة الصمديه والمواظبه علي الطاعات والاذكارالسنية . ([76])

ژباړه : تصوف دنفس سپېڅلتيا ده په زيارونو اومشروعه هڅو سره اوخلاصون دنفس دى دبشري چټلتياوو څخه دريښتنۍ پاملرني سره وبې نيازه ذات ته اوتل پاتي پربندګي اوعباداتو واوسي درب الجليل داذكارواوملتيا سره چي روشانه اوسپېڅلي دي .

ولي يامرشد ته لازمه ده چي ديادوسوو علومو څخه برخمن وي ددغه علومودنه شتون په صورت كښي يوڅوك مرشد نسي جوړيداى اونه هغه عالم په ريښتني لاره تللي دى چي متصوف نوي ځكه شيخ زروق په قواعد الطريقة كښي دامام مالك( رحمة الله عليه) څخه روايت كوي اووايي :

ومن تصوف ولم يتفقه فقد تزندق ومن تفقه ولم يتصوف فقد تفسق من جمع بينهما فقدتحقق .([77])

ژباړه : څوك چي تصوف اختيار كړي اوداړينوعلومو څخه يې ځان بې برخي کړى وي بېشكه زنديق سو ، څوك چي په اړينوعلوموكښي پوهه لاس ته راوړي اودتصوف څخه ځان بې برخي كړي بېشكه فسق يې وكړى اوكه څوك ددواړو څخه برخمن سي حق ته وصل سواوسمه لاريې ومونده . دبده مرغه زموږپه ټولنه كښي داسي څهري لروچي د خپلومادي اهدافودترسره كولوپه موخه داسي كړني كوي چي عام اوبې تعليمه خلګ يې پرناسمولارو روان كړي دي لكه ځيني صوفيه اومريدان چي دحقانيت څخه بې برخي دي دعلم دحصول څخه پرته په ځينواختراع سوو طريقوذكرونه كوي په غيرمشروع ډول سره نوموړي كسان استدلال كوي چي رسول اللهr امّي وو اوحال داچي نوموړي كسان بايد دې ته متوجه سي چي رسول اللهr دوحي څښتن وو اودقرانكريم څښتن ووچي هرډول فصحاءورته عاجزوه بلكي دامّي لقب رسول اللهr ته صفت دى اونورو ته عيب دى .

يادونه : پير( مرشد ) چي په خپله مجاهده سره يوشى پيداكړي اوصفايي دظاهر اوباطن وكړي اودلسوهلاكونكوشيانوڅخه ځان وساتي چه هغه عبارت دي :

1. حسد
2. بخل
3. كبر
4. ريا
5. ځان لوئي
6. محبت دمال
7. شهوات
8. زيات خوراك
9. زياته غوصه
10. محبت دمرتبي .

اوبايد لس ساتونكي شيان په ځان كښي رواولي چي هغه عبارت دي له :

1. پښيماني پرګناه
2. صبرپرتكليفونو
3. رضا په قضاءالهي
4. شكرپرنعمت
5. برابروالي په منځ كښي داميد اودرحمت اوويره دعذاب څخه
6. تقوي په دنيا كښي
7. اخلاص په اعمالوكښي
8. نيكه رويه دخلګوسره
9. محبت دخدايY
10. عاجزي والله رب العالمين ته

په داسي حال كښي چي دغه پېر( مرشد )عالم وي نوحقيقي پېر( مرشد ) ورته ويل كيږي په نسب سره څوك پېر ( مرشد ) نسي جوړيدلاى لكه ځيني خلګ داسي كوي چي د يوچااحترام لري اومرشد يې بولي په دې وجه چي هغه ديوكامل پېرزوى وي هيڅكله داسي څوك دپلاريانيكه په وجه پيرنسي جوړيدلاى اونه كرامت ښكاره كولاى سي ترڅوچه خپل زيار ونه باسي ځكه اللهY فرمائي :

#sŒÎ*sù y‡ÏÿçR Îû ÍqÁ9$# Ixsù z>$|¡Sr& óOßgoY÷t/ 7‹Í³tBöqtƒ Ÿwur šcqä9uä!$|¡tFtƒ ÇÊÉÊÈ `yJsù ôMn=à)rO ¼çmãZƒÎºuqtB y7Í´¯»s9'ré'sù ãNèd šcqßsÎ=øÿßJø9$# ÇÊÉËÈ ïÆtBur ôM¤ÿyz ¼çmãZƒÎºuqtB šÍ´¯»s9'ré'sù tûïÏ%©!$# (#ÿrçŽÅ£yz öNßg|¡àÿRr& Îû zN¨Yygy_ tbrà$Î#»yz ÇÊÉÌÈ ([78])

ژباړه : كوم وخت چي دسورشپېلۍ پوه سي نه به نسب پالنه وي ددوى په منځ كښي اونه به يودبل سره سوال كولاى سي نو هغه څوك چي دنيكواعمالوتول يې دروند سي دغه كسان به خلاص وي اوهغه څوك چي دنيكواعمالوتول يې سپك سي نو دغه كسان هغه څوك دي چي تاوان يې خپلوځانوته رسولى دى اوتل به په دوزخ كي وي .

حاصل داچي هلته به نسبي ارزښت ته هيڅ توجه نوي اونه به نسبي ځانګرتياوي مطرح وي بلكي هرڅوك به دځان ځاني په لټه كښي وي هرچاكه نيك اعمال كړى وه خلاص به وي اوچاكه ناوړه اعمال كړى وه ګرفتاربه وي دپلارنيكه اويادبل قريب په وجه به هيڅ څوك نوي خلاص كه دپېرزوى وي كه دعالم زوى وي اوكه دپاچازوى وي دخپل عمل نتېجه به ويني دحضرت نوحu زوى كنعان چي دنبي زوى وو دخدايY په قهركښي هلاك سو اوابراهيمu چي د الله رب العلمين خليل دى پلاريې پركفرتېرسوى دى دده په وجه نسي خلاصيداى دپېرزوي چي خپل عمل يې نوي كله به خلاص سي اويابه صاحب دكرامت سي .كوم څوك چي دشريعت څخه مخالف وي پيرنسي جوړيداى كچيري دعادت خلاف كارځني ښكاره سي كرامت نه ورته ويل كيږي بلكي ددغه غيرمتشرع كس دغه كارته په شريعت كښي استدراج ويل كيږي دايوشيطاني حركت دى شيطان لعين زيار باسي چي خلګ ګمراه اولاروركي كړي اوعقيدې يې ورخرابي كړي اوپه ناوړه مفكورويې ملوث كړي نوداسي كسان دخلګودغولېدوپه موخه رامخ ته كوي .

مسئله : دخپل مرشد په تصوفي طريقه ذكركول اويا كوم بل ذكر چي داللهY درضاپه خاطروي جائزدى اوثواب پكښي نغښتي دى جهري ذكروي اوكه خفي وي ځكه اللهY فرمائي :

šúï̍Å2º©%!$#ur ©!$# #ZŽÏVx. ÏNºtÅ2º©%!$#ur £‰tãr& ª!$# Mçlm; ZotÏÿøó¨B #•ô_r&ur $VJ‹Ïàtã ÇÌÎÈ ([79])

ژباړه : ذكركونكي داللهY چي ډېرذكركوي اوښځي ذكر كونكي الله جل جلاله دوي لره بخښه اولويه مذدوري برابره كړي ده.

داسي ډيرآياتونه دنوموړي مطلب دثبوت لپاره راغلي دي .ذكركول كه څه هم په زوره جائزدى مګرپه كراركول يې بهتردي اوبعضي صوفيه چي دځينوطروقوپه تعقيب دذكرپروخت كالي څيري يا ناړي غورځوي جائزندي .([80])



د تفصيل او سرچيني لپاره دلته کلیک وکړی