فلم اوتلويزون
فلم اوتلويزون
دساه
لرونكوشيانوعكسونه اوياپه فلم كښي داسلامي اصولومخالف عكسونه كتل حرام دي په مذدوري
يې جوړول تردې هم زيات دي ځكه دسلفوعلماؤپه عصركښي كه څه هم دغه شيان موجود نوه مګر
موسيقي اوپردې باندي جوړسوى مجلسونه موجودوه پرهغه باندي فقهاؤكرامومذدوري
ناجائزګڼلي دي اوفرمائي .
ولايجوزعلي الغناءوالنوح والملاهي .([71])
ژباړه : پرغزلوويلوباندي مذدوري اخستل اودمړي پركور باندي پر ويركولوباندي
مزدوري اخستل جائز نده .
داچي پرموسقي باندي مذدوري اخستل ندي رواسوي نوهغه
څه چي هم عكسونه دي اوهم موسيقي ده په منعه كي تردې هم سخت دى مطلب داچي د نوموړى
كارمذدوري اخستل ، ليدل يې ، همداډول هغه معاش چي ددې كارپه وظيفه كښي لاس ته راځي
اوپه فلم كښي اداكاري كول ټوله ناجائز دي . ديادوني وړده چي دتلويزون ترميمول
اوتجارت كول جائزكړل سوى دي ځكه تلويزون په خپل اصل كي دلهولعب آله نده بلكي
تلويزون دځينواصلاحي ، تعليمي ، تربيوي اوسائنسي اهدافو لپاره هم استعماليداى سي
هغه شي چي اصلابدنوي بلكي روا اوناروا دواړي استفادې ځني كيدلاى سي فقهاؤكرامودهغه
شى خرڅول اورانيول جائز كړي دي او فرمايي .
علم من هذا انه لايكره بيع مالم
تقم المعصية به كبيع الجارية مغنيه و الكبش النطوح والحمامة الطياره والخشب ممن
يتخذ المعازف .([72])
ژباړه . دپورتني مطلب څخه معلوميږي چي دهغه شي خرڅول
اورانيول مكروه ندي چي اصلا په هغه شي سره معصية نوي لكه خرڅول دمينځي چي سندرغاړي
وي اودكوتربازۍ كوتره اوهغه لرګى چي دهغه څخه دموسيقي آلې جوړيږي .
يادونه
: لكه څرنګه چي معلومه ده چي د تلويزون استعمال داصلاحي كارو لپاره ډيركم دى اوزيات
دفاحش کارونو لپاره استعماليږي نو كه څه هم تجارت اوترميم يې جائزسوى دى خوپرهيزځني
كول غوره دى ځكه اسلام په اسلامي رڼا كښي دمحتاط ژوند توصيه كوي .