په اوداسه كښي دډك سوي غاښ حكم

دغاښ دمعالجې دصورتونوڅخه يودادى چي دمعالج لخواغاښ په يوډول موادو ډك سي اوبېرته يې دخپل معيارسره سم كړي داچي نوموړي غاښ ته اوبه نه رسيږي په اوداسه كي خودخولې پريول سنت دي اودغسل په وخت كي چي پريول يې فرض دي نودغسل حكم به يې څه وي ؟ فقهاؤكراموپرغاښ دسپنو زرودوښى اجازه وركړي ده لكه چي فرمائي :

ويشدها الاسنان باالفضة ولايشدها بالذهب . ([70])

ژباړه . پرغاښوباندي دي دسپينوزرووښى تړي او دسروزرو وښى دي نه تړي .

څرنګه چي دغاښ وښى ته اجازه وركړل سوي ده سره ددې چي داوبومنعه كونكي دى نودغاښ ډكېدل چي داوداسه اوغسل پرمهال اوبه نه ورته رسيږي هم جائزدى اوداسه اوغسل ته خلل نه رسوي بلكي دواړه صحيح دي .